د تبليغاتي پيغامونو ژبنۍ او بصري شننه:
د داعشي خوارجو افراطي ډله چې په ظاهره يې د متحجره افکارو ريښې درلودې، په يوه عصري او حساب شوي چل سره يې د نړيوالې وېرې او وحشت خپرولو لپاره له نويو ارتباطي وسايلو ګټه پورته کړه، د داعش د تبليغاتي پيغامونو شننه دا ثابتوي چې دې ډلې له يوې پېچلې او بې سارې ارتباطي ستراتيژۍ کار اخيست، چې د ځانګړو انځورونو له خپرولو سره د ډېرو جزئياتو پر ترکيب ولاړه وه.
دوی تقریباً د کال هره ورځ د خپلو لیدونکو لپاره تر یوه ډېر پیغامونه لرل او د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ يې شاوخوا ۸۴۵ غږيز او انځوریز کمپاينونه پلان او خپاره کړل، بدبخته داعشیانو د رسنیو او نښهپېژندنې په ځواک باندې عمیقې پوهې سره، خپل پیغامونه په یوه وژونکې وسلې بدل کړي وو، د دې ډلې د انځورونو او کلمو ژبه، د تحريف شويو مذهبي سمبولونو او د قانع کولو د عصري تخنيکونو يو ناوړه ترکيب وو.
د دوی په تبليغاتي ويډيوګانو کې، هر عنصر له جامو رنګ څخه نيولې تر کمرې زاويې پورې، په دقت سره سمبال شوی و ترڅو يو ځانګړی پيغام ورسوي، تور بیرغ چې د دوی د ټولو رسنیزو تولیداتو په شالید کې ښودل کېده، یو ناڅاپي سمبول نه، بلکې د ګواښ او هویت جوړونې د حس رامنځته کولو لپاره یوه حساب شوې نښه وه، دا ډله په دې ښه پوهېدله چې رنګونه تر کلمو مخکې له مخاطب سره خبرې کوي.
د داعش د افراطي ډلې په بصري پيغامونو کې د بدن ژبې، د تسلط د روانپوهنې وېروونکي درسونه نندارې ته وړاندې کول، وژونکي به تل په سيده او ولاړه ونه او ثابت نظر ښودل کېدل، په داسې حال کې چې قربانيان به په لړزې او ذلت کې وو، دې قصدي بصري تضاد يو روښانه پيغام درلود: «موږ پياوړي يو، تاسو کمزوري»، حتی د دې ويډيوګانو موسيقي او متن چې د مذهبي سندرو او پوځي غږونو ترکيب و، په يوازې ځان يې د وېرې او هيبت حس رامنځته کولای شو.
دېو صفته داعشيانو په دې تګلارې سره، له هنر څخه د هنر ضد ګټه پورته کړه، د «اور لمبې» فلم د دې چلند یوه ښکاره بېلګه وه چې په هغه کې د «سلو موشن» ټکنالوژۍ او د فلم جوړونې له پرمختللو وسایلو کار اخيستل شوی و، دا تولیدات نه یوازې د داعشیانو د تاوتریخوالي ډکو عملیاتو راپورونه وو، بلکې د دوی د ادعا شوي خلافت تر چتر لاندې د ځواک او «ایډیال ژوند» یو پلان شوی نندارتون و.
د داعش د ژبنيو پيغامونو شننه او تشريح، د کلامي لاسوهنې يوه خطرناکه بېلګه په ډاګه کوي. دې ډلې د «خلافت»، «مهاجر» او… په څېر د خپلو ځانګړو کلمو په جوړولو سره، يو دوه ګونی نړيوال ليد رامنځته کړی و چې په هغه کې به يا له دوی سره وې او يا يې پر ضد، په بيانيو کې د «موږ» ضمير پرله پسې کارول، د درواغجن تړاو يو حس رامنځته کاوه چې بې لارې ځوانان يې ځانته راجذب کول، په زړه پورې دا ده چې د داعش په تبليغاتي متنونو کې، د «مرګ» او «ژوند» کلمې به ډېری وخت يوځای راتللې، لکه غوښتل يې ووايي چې د رښتيني ژوند يوازينۍ لار، د مرګ له دروازې تېرېږي.
له ژبې له پلوه، د داعش آنلاین مجلې لکه «دابق» او «رومیه» د لویدیځو بېلګو څخه د تقلیدي لیکنې سټایل او په څو ژبو د ژباړې له لارې، هڅه کوله چې نړۍ د جهادي لیدلوري له مخې تعریف کړي، دې مجلو په لوړ ګرافیکي کیفیت او د ځانګړو ژبنیو ستراتیژیو په کارولو سره، د دې ډلې ایډیالوژي خپلو مخاطبینو ته رسوله، داعش د مسلمانانو د جذب لپاره د اشنا کلمو او مفاهیمو (لکه جنت ته د تګ لېوالتیا) په ټاکلو سره، د عاديوالي او افراطیت ترمنځ پوله خړوبه کوله.
د داعش د پيغامونو په شننه کې وېروونکې خبره، د «اوورټن کړکۍ» له نظريې څخه هوښیاره (او البته شيطاني) ګټه اخيستنه وه، دې ډلې په تدريجي ډول او د تاوتريخوالي د بېلابېلو کچو په ښودلو سره، د ټولنې اخلاقي سره کرښه بدله کړه، لومړی به يې د سرتېرو اعدام ښوده، بيا د اسیرانو او په پای کې د ملکيانو وژنه؛ دې تدريجي بهير ليدونکي د تاوتريخوالي په وړاندې بې حسه کول.
نن چې دې تبليغاتو ته ګورو، وينو چې داعش يوه ساده افراطي ډله نه، بلکې د انسانانو د رواني لاسوهنې د نويو لارو چارو د ازمويلو لپاره يو پرمختللی لابراتوار وو، د دوی ناوړه ميراث زموږ د زمانې لپاره يو خبرداری دی چې په هغه کې هر ځوان له يوه سمارټ فون سره د داسې وژونکو تبليغاتو هدف ګرځېدای شي.
په ټولنیزو شبکو کې د داعش پیغامونو هم د یوې ځانګړې نمونې پیروي کوله. دې ډلې د خپل فعالیت په اوج کې هره ورځ د ۴۶ زره ټویټر حسابونو له لارې تبلیغ کاوه او په میانه توګه یې هره ورځ له ۵۰۰ تر دوه زره فعال حسابونه لرل چې له ۵۴۵ تر دوه زره پوسټونه یې خپرول، د دوی تولید شوي مواد داسې وو چې حتی له حذف وروسته، په نورو سرلیکونو په مختلفو ځایونو کې بیا خپرېدل او دا لړۍ دومره تکرارېده چې داعش پخپله د دوی د بیا خپرولو اړتیا نه احساسوله.
په پای کې، د خوارجو د افراطي ډلې رواني تبليغاتو دا ثابته کړه چې څنګه يوه افراطي ډله کولای شي د خپلو سخت دريځو عقيدو د ترويج لپاره له پرمختللو ارتباطي وسايلو ګټه واخلي. دې تجربې ثابته کړه چې په ډيجيټلي عصر کې، يو وایروسي کليپ کولای شي تر يوه ټانک ډېر خطرناک وي او د زړونو او ذهنونو لپاره جګړه په مجازي فضا کې د فزيکي جګړې په اندازه ارزښت لري.