د داعش روانه جګړه د څه لپاره؟ لیکنه: احمد الثالث

#image_title

د داعش روانه جګړه د څه لپاره؟
لیکنه: احمد الثالث

اسلامي امت همېش په جګړه کې پر کفارو بریالی شوی دی، مګر له بریا وروسته یې خوارج په مقابل کې را پورته شوي او د دوی له سپیڅلي صف څخه یې بغاوت کړی، که مونږ د علي او معاویة رضی الله عنهما فتوحاتو ته فکر وکړو؛ په هغه وخت کې مسلمانان بر لاسي وو، مګر خوارجو ترې بغاوت وکړ او د دوی په خلاف را پورته شول.

همدارنګه که د شام، عراق او نورو هیوادونو جهادي مبارزې ته فکر وکړو، له هغه وخته یې داعش/خوارجو مخالفت ونه کړ له کوم وخته چې دوی کمزوري وو، مګر کوم وخت چې بریا د مؤمنانو شوه، دوی یې په مخالفت باندې را ودانګل، جهاد او مبارزې ته یې د دهشت ګردي او جنګ لقبونه ور کړل او د مسلمانانو وینې یې هدر وبللې، زنانه یې مینځې یادې کړې او د ځوانانو قتل یې شروع کړ.

نن هماغه پخوانی تاریخ په افغانستان کې هم د داعش له لوري را ژوندی شو، کله چې امارت اسلامي د مبارزې په حالت کې وو نو دوی یې دومره کلک او جهري مخالفت نه کاوه، مګر کله چې د اسلامي نظام د نفاذ مرحلې ته ورنږدې شو، دوی یې په خلاف فتنه خپره کړه او مسلح مخالفت یې شروع کړ، همدا رنګه چې نظام د مجاهدینو لاس ته ورغی او اسلامي امارت په هیواد کې حاکم شو، داعش په علماوو د کفر فتواوې ولګولې، د افغانانو وینې یې روا وبللې، افغانان یې اجرتي قاتلان یاد کړل او د ځان لپاره یې د روایت جوړولو وروسته له هر رنګه ظلم او استبداد څخه کار واخست.

مګر د دې لامل څه دی چې دوی د اسلامي امت له بریا وروسته را پورته کیږي؟
اصلي لامل یې دا دی چې لومړی کافران په اسلامي هیوادونو خپله یرغل کوي او دغسې ډلې یې پټه ملګرتیا کوي، که کامیاب شول نو دوی هم همداسې پټ پاتې شي او که ناکام شي نو بیا د کفارو له تګ وروسته په ښکاره ډول سر را پورته کوي، په مؤمنانو د کفر فتوا ور کوي او د مؤمنانو له صفونو څخه علماء په شهادت رسوي، مسجدونه ختموي مدرسې کنډوالې کوي او له مسلمانانو څخه د هغو ټولو کافرانو غچ اخلي کوم چې د جنګ په میدان کې وژل شوي وي.

مونږ نه پوهیږو چې داعش آخر په څومره خلکو د کفر فتواوې ورکوي خو تاسو خپله د داسې خبرو شاهدان یاست چې داعش په خپلو افرادو هم په ډیرو ځایونو کې د کفر فتواوې ور کړې دي، نو مونږ او تاسې به کله همداسې پریږدي.

خو د دوی د زوال وخت را نږدې شوی او ان شاء الله چې په لنډ وخت کې به دا ذلیله ډله ذلیله او رسوا له افغانستان او بالآخره له ټول اسلامي امته ورکیږي. ان شاء الله

عاصم جلال
Exit mobile version