داعش د يویشتمې میلادي پېړۍ په پیل کې یوه نوې، خطرناکه او افراطي پدیده وه؛ چې رامنځته شوه، د عثماني خلافت له سقوط وروسته دښمن کرار نه شو، بلکې ټول کار یې په دې وکړ؛ چې څنګه د اسلامي اُمت د بیا عروج، یو ځای کېدلو او حاکمیت مخه ونیسي، د همدې موخې لپاره یې د اسلام په جامه کې د اسلام تخریب پیل کړ.
د عثماني خلافت له سقوط سره سم؛ د علامه سید جمال الدین افغان په واسطه، د معاصر اسلامي ویښتابه هڅې پیل شوې، مختلفې جبهې رامنځته شوې، خو دوی یوازې کمزوری دفاعي حالت درلود، د نشنلیزم او نورو زهرجنو افکارو د خپرېدو له امله؛ دوی پخوانی اتحاد بیا ځلې را نه وست.
د دې ژغورونکو تنظیمونو په لړ کې القاعده تنظیم تاسیس کړ، القاعده په ډيرې چټکۍ سره، د نظامي فعالیتونو په واسطه، په نړۍ کې اسلام او اسلامي نظام د یو جهت په حیث نړیوالو ته ور وښود، دا چې غرب له پخوا د اسلام په جامه کې د اسلام تخریب کاوه؛ نو ددې تنظیم د کارونو د مخنیوي او له منځه وړلو په خاطر یې؛ همدې ته ورته تنظیم، خو افراطي، بې هدفه او د اسلامي نظام د رنګ بدۍ لپاره تاسیس کړ.
دا تنظیم تاسیس شو، خو په تاسیس کې یې یهودو مالي همکاري وکړه او تجهیز یې کړ، د بشري ځواک او افرادو لپاره یې هم په مختلفو نومونو لا پخوا ورته افکار روزلي و؛ چې د ډېر افراطیت له امله، د داعش په لیکو کې جنګ ته ښه اماده وو.
له تاسیس وروسته، د دوام علت یې دا و؛ چې دوی ته زیاتې پیسې او اسلحې د یهودو لخوا ور کول کیږي، تر څنګ یې بشري ځواک د ځینو داسې ډلو لخوا برابریږي چې هغه په فکر کې د داعش سره پورته ورته والی لري، دوی ځوانان د اسلامي ویښتابه په نوم دومره افراطي روزي؛ چې داعش کې د کار وړ وګرځي.
د داعش د له منځه وړلو لپاره په کمو امکاناتو مسلمانان لاس په کار دي؛ چې په له منځه وړلو یې تر ډېره حده توانیدلي هم دي، خو که دا ځیني ډلې (چې موږ یې یادونه وکړه) نه وای؛ نو ډېر پخوا به دا فتنه له منځه تللې وه.
د اسلام په جامه کې د ټولو غیري اسلامي ډلو او احزابو د له منځه وړلو په هیله!