د داعش ډله چې په ۲۰۱۴م کال کې یې د غړو ډېرښت د پام وړ و، د نړیوال خلافت په دعوه پیل وکړ؛ د نړۍ له ډیریو هېوادونو یې د افرادو جلب او جذب درلود، ظاهراً د دغه ډلې تبلیغاتي دستګاه قوي وه او خپل عیبونه یې ټول په تعرضي تبلیغاتو پټول.
یورګن تودنهوفر چې یو الماني لیکوال، سیاست پوه او خبریال دی، په منځني ختیځ کې د بېلابیلو وسلوالو ډلو، په ځانګړې توګه داعش په اړه پلټنې کړې دي؛ نوموړي د داعش په اړه د دغه ډلې له غړو سره مرکې کړې دي او ټولګه یې په انګلیسي او نورو ژبو خپره کړې ده.
تودنهوفر د سلیم په مستعار نوم د داعش ډلې له یو الماني تبع غړي سره مرکه کړې؛ نوموړي داعشي چې دغه مهال په سوریه کې اوسېده، په مرکه کې د داعش په اړه خورا جالب او د خپلو سترګو لیدلي حالات بیان کړي دي.
سلیم لومړی د جبهة النصره غړی و، خو کله چې داعش ډله را پیدا شوه، د داعش له تبلیغاتو یې تأثر واخیست او داعش ډلې ته جذب شو؛ دا مرکه په ۲۰۱۴م کال کې د سکایپ له لارې ترسره شوې، هغه مهال چې ابوبکر بغدادي په عراق او سوریه کې د “تش په نامه خلافت” اعلان وکړ.
په مرکه کې له سلیم څخه د داعش په اړه پوښتنه کېږي، داعشي د خپل صف د ملېشو او مشرتابه په اړه وايي: البغدادي همېشه د مسلمانانو په وړاندې جنګېږي، په جګړه کې نیول شوي اشیاء چې غنایم یې نوموي، په خپله وړي.
داعش د جهاد او مسلمانانو د فرهنګ په اړه نه پوهیږي، نه پوهیږي چې باید خلکو ته فرصت ورکړي، داسې خلک چې ۴۰ کاله یې سګریټ څکولي وي، داعشیان له حکمت څخه د کار اخیستلو پر ځای، هغوی یوازې د سګریټ د څکولو په تور وهي او څه کارونه دي چې دوی یې نه کوي!؟ ( د داعشیانو افراطیت ته یې اشاره کړې ده.)
سلیم د زړه درد او واقعیت بیانوي، وايي: داعشیان قاتلین دي، که ووايې چې مسلمانان دي او د الله د قانون مطابق عمل کوي، نو باید پوښتنه ترې وشي، چې د وژل کېدونکو لپاره محکمه کومه ده؟ دوی په ډېره چټکۍ، په خپلسري توګه خلګ وژني، مثلاً څوک چې سګریټ څکوي، سمدستي یې نیسي او سملاسي یې لاس پرې کوي.
د همدې مرکې پر مهال سلیم وايي، زما مخې ته څو قُطۍ سکریټ د څکولو لپاره پراته دي، دلته داسې داعشیان هم شته چې ږیري نه پریږدي، موسیقي هم اوري او هر کس چې کوم کار غواړي و یې کړي، کوي یې.
له دې څرګندیږي چې داعشي خوارج هغه کړنې د ځان لپاره سمي ګڼي او په بې پروايي یې ترسره کوي، د کومو صغیره ګناهونو له کبله چې په خورا بې پروايي مسلمانان په صحرايي محکمو کې قتلوي.
د داعشي خوارجو د دغسي ناروا او خپلسرو قتلونو او وژنو قضیې، په افغانستان کې هم د دغه ډلې د پیدایښت پر مهال د ننګرهار ولایت په مامند او بټیکوټ کې پېښې شوې وې، چې لا یې تر اوسه عیني شاهدان او د کورنۍ ځينې غړي ژوندي دي، د داعشي خوارجو لپاره د خپل مزاج مطابق قتل او وژنه په دوی کې ډیره عادي ده.