د انساني قاچاق نړیوال عاید (۳)
داعش په هغو سیمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې وې، لکه دیرالزور، رقّه، نینوا او حتی لیبیا او افغانستان کې، د انساني قاچاق پراخې شبکې رامنځته کړې، دې ډلې د قومي، مذهبي یا سیاسي لږکیو (لکه ایزدیان) پر ښځو ځانګړی تمرکز درلود، ښځې به په زوره نیول کېدې یا به له بېسرپرسته کورنیو څخه تښتول کېدې او وروسته به یې د جنسي غلامۍ، کورني کار یا بیا پلور له لارې مارکیټ ته وړاندې کولې.
د راپورونو له مخې، داعش به د هرې قاچاق شوې ښځې یا نجلۍ په بدل کې له ۱۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ امریکايي ډالرو پورې عاید ترلاسه کول، چې دا یې د جګړې د اقتصاد یوه باثباته برخه ګرځولې وه، د دې ډول انساني قاچاق له لارې، داعش نه یوازې د جګړه مارو ترمنځ د تشویق او انعام میتود رامنځته کړ، بلکې د جنسي بردګۍ بازار یې د عوایدو یو منظم سیستم ته واړاوه.
نړیوالو راپورونو، لکه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا (UNHRC)، Human Rights Watch، او International Centre for the Study of Radicalization ښودلې چې داعش د انساني قاچاق له لارې نه یوازې وحشت خپراوه، بلکې له دې لارې یې استخباراتي، لوژستیکي او مالي شبکې پیاوړې کړې، دا چې داعش په کومه سیمه کې، کوم کسان خپل هدف ګرځولي؟ د هغوی له پلور څخه یې څومره ګټه ترلاسه کړې؟ د دوی تګلاره څه وه او بالاخره د هرې پېښې پایله څه او کومې زده کړې ورڅخه تر لاسه کیږي؟ په دې اړوند دلته یو شمېر عملي قضیې د ځای، هدف وړکسان، قاچاق کوونکي، مالي ګټه، تګلاره، پایله او له هرې قضیي څخه زده کړې ته په پام سره، له نړیوالو معتبر سرچینو څخه، راوړل شوي ترڅو د دې ډلې کرغېړنه څېره او ناوړه کړنې چې له ماشومانو، نجونو او ښځو سره یې ترسره کړي، په ډاګه شي.
لومړۍ (۱) قضیه: انساني قاچاق او جنسي غلامي په سوریه کې
ځای: ختیځه سوریه، دیرالزور
د هدف وړ کسان: نجونې ۱۵-۲۵ (له پنځلس تر پنځه ویشت) کلنې
قاچاق کوونکي: داعش وسله وال، ځايي قاچاقي شبکې
مالي ګټه: هره ښځه شاوخوا ۲۰۰۰ ډالر (د ابتدايي قاچاق په بدل کې)
تګلاره: نیول شوې ښځې د جنسي غلامۍ او کورنیو کارونو لپاره پلورل کېږي. ځینې ښځې بیا نورو سیمو ته قاچاق کیږي.
پایله: نړیوالو بشري سازمانونو د ځینو ښځو خلاصون وکړ، خو ګڼ شمېر لا هم په بند کې وې.
زده کړې: داعش له دې لارې د دوامداره عاید یوه برخه ترلاسه کوي.
دویمه (۲) قضیه: کوچنيان د جنګيالیو په توګه قاچاق کول
ځای: عراق، موصل
د هدف وړ کسان: هلکان ۱۲-۱۶ کلونه
قاچاق کوونکي: داعش رسمي وسله وال
مالي ګټه: هر کوچنی چې د جنګيالي په توګه استخدام شي، داعش ته په کال کې شاوخوا ۱۵۰۰ ډالر عاید ورکوي.
تګلاره: هلکان په زور یا له بې وزله کورنیو څخه نیول کېږي او بیا ورڅخه جنګیالي جوړوي، ځینې وخت هغوی پلورل کېږي یا نورو وسله والو ډلو ته لیږل کېږي.
پایله: څو کوچنيان د ځایي امنیتي ځواکونو له خواخلاص شول، خو ډېرۍ لا هم له داعش سره ول.
زده کړې: داعش د انساني قاچاق له لارې خپل پوځي ځواک پراخوي او پیسې هم تر لاسه کوي.
دریمه (۳) قضیه: ښځې د مزدورانو په توګه قاچاق کول
ځای: سوریه، رقه
د هدف وړ کسان: ښځې ۲۰-۳۵ کلنې
قاچاق کوونکي: داعش د ځایي قاچاقي شبکو په همکارۍ
مالي ګټه: هره ښځه د مزدورۍ لپاره ۱۲۰۰-۱۸۰۰ ډالرو په بدل کې، د قاچاقي شبکې له لارې داعش ته لیږل کېږي
تګلاره: ښځې د کورنیو کارونو او سوداګریزو فعالیتونو لپاره قاچاق کېږي
پایله: ځینو ښځو د ځايي بشري سازمانونو له خوا مرسته ترلاسه کړه او خوشې شوې.
زده کړې: داعش د انساني قاچاق له لارې اقتصادي عاید زیاتوي.
څلورمه (۴) قضیه: قاچاق شوې ښځې نورو دولتونو باندې پلورل کیږي
ځای: عراق، صلاح الدین ولایت
د هدف وړ کسان: ښځې ۱۸-۳۰ کلنې
قاچاق کوونکي: داعش وسله وال، سیمه ییز قاچاقبران
مالي ګټه: په منځنۍ توګه هره ښځه شاوخوا ۲۵۰۰ ډالره پلورل شوې
تګلاره: قاچاق شوې ښځې د جنسي غلامۍ او کورنیو خدمتونو لپاره نورو داعش ځپلو سیمو ته لیږل شوي
پایله: د ځینو ښځو د خلاصون راپورونه موجود دي، خو ډېرې یې لا هم ورکې دي
زده کړې: داعش د انساني قاچاق د شبکې له لارې له یوې سیمې بلې ته مالي منابع انتقالوي.