د هغو غړو لخوا د مرستو دوام چې هېواد پرېږدي
د داعش د مالي تمویل په ستراتیژیو کې یوه مهمه او کملګښت لرونکې طریقه هغه میکانیزم دی چې له مخې یې د اروپا اتباع، چې د داعش سره یوځای کېدو لپاره شام، عراق یا نورو جګړهییزو سیمو ته تللي وي، د اروپا له پرېښودو وروسته هم د ټولنیزې فایدې مرستې ترلاسه کوي، د دغې کړنې موخه دا ده چې د دولتي بودیجې له لارې د داعش د فعالیتونو لپاره ثابت مالي عاید برابره شي.
• د سیستم د ناوړه استفادې څرنګوالی:
په ډېری قضیو کې، هغه کسان چې له اروپا څخه شام یا عراق ته د داعش سره د یوځای کېدو لپاره سفر کوي، د روانېدو پر وخت، لاندې مرستې نه بندوي بلکې په قصدي بڼه یې فعالې پرېږدي:
• د بېکارۍ مرستې (Unemployment Benefits)
• کورنۍ مرستې (Family/Child Benefits)
• د ټولنیزو ملاتړونو مرستې (Social Assistance Schemes)
• د معذورۍ/ناروغۍ مرستې
د کوربه هېواد ادارې داسې ګڼي چې اړوند کس لا هم په اروپا کې دی او د مرستې قانوني حق لري.
• دا حالت څنګه ممکن کېږي؟
که هغه کسان چې له اروپا څخه بهر کیږي نو هغوی:
• د وتلو په اړه د حکومت نه خبرول
• د بانکي حساب د دوام ساتل
• د جعلي ادرسونو یا اړیکو کارول
• د منځګړو یا کورنۍ لخوا د اسنادو نوي/تازه کول
• په ځینو مواردو کې د جعلي هویتونو کارول
په همدې ډول، د جګړې په جغرافیه کې موجود کس هره میاشت د اروپا له خزانې څخه له مرستو څخه غیرقانوني عاید ترلاسه کوي.
۱: د پیسو د انتقال میتودونه:
ترلاسه شوې مرستې له څو لارو داعش ته رسېږي:
د منځګړو (Facilitators) له لارې د مرستو انتقال:
په ډېری ثبت شوو قضیو کې، هغه مالي مرستې چې د Benefit Fraud له لارې ترلاسه کېږي، د داعش لاس ته په مستقیم ډول نه لوېږي. پر ځای یې، د منځګړو یا Facilitators په نوم محلي او نړیوال کسان د پیسو د لېږد په اداره کولو کې مهم رول لوبوي. دا منځګړي معمولاً د باور وړ ملګري، کورنۍ غړي یا هغه کسان وي چې د داعش له شبکې سره سابقهداره اړیکې لري.
د انتقال پروسه په لاندې ترتیب سره ترسره کېږي:
• د حساب څخه د پیسو ایستل:
منځګړی یا د داعش همکار د هغه بانکي حساب کارت یا آنلاین لاسرسي ته لاسرسی لري چې د ټولنیزو مرستو پیسې ورته راځي. هغوی:
✓ پیسې په ATM یا بانک کې نغدې کوي،
✓ یا یې د آنلاین لېږد لپاره چمتو کوي.
• نغدې کول او د چینلونو جوړول:
تر نغدې کولو وروسته، پیسې د قاچاق د مالي شبکو هغو کسانو ته سپارل کېږي چې د سرحدي لارو، مسافرو یا سوداګریزو چینلونو له لارې نغدې انتقالوي. دا مرحله د کشف په وړاندې د مقاومت لپاره خورا خوندي ساتل کېږي.
• د سفرکوونکو یا قاچاقي لارو کارول:
په ډېری مواردو کې پیسې:
✓ د سفرکوونکو په سامان کې،
✓ د سیمهییزو سوداګرو له لارې،
✓ یا د ناقانونه لارو (smuggling routes) په مرسته
✓ د سوریې، عراق یا نورو جګړهییزو سیمو ته رسېږي.
• د پیسو نهایي سپارل داعش ته:
✓ تر هغې وروسته چې پیسې سیمې ته ورسېږي
✓ د داعش د مالي کمیټې افراد یې تسلیموي
✓ ثبتوي یې
✓ او د عملیاتو، معاشاتو، تبلیغاتي چارې یا لوجېسټیکي اړتیاوو لپاره یې تخصیصوي.
د کورنۍ له لارې د مرستو لېږد:
هغه کسان چې له اروپا څخه د جګړې سیمو (لکه سوریه یا عراق) ته تللي وي، ډېری وخت د خپل بانکي حسابونو کنټرول د کورنیو غړو یا خپلوانو په واک کې پرېږدي. د دغو کورنیو غړو رول د Benefit Fraud له لارې ترلاسه شوو مرستو د ایستلو، نغدې کولو او بیا د داعش شبکې ته د لېږد په پروسه کې مهم دی.
ترسره کېدونکې پروسه په لاندې ډول ده:
• کورنۍ د پیسو د اخیستلو واک ترلاسه کوي
• د جګړې میدان ته تللی کس، خپل بانکي کارت، د حساب آنلاین لاسرسییا د پیسې ترلاسه کولو نورې وسیلې د خپلو کورنیو غړو په اختیار کې ورکوي.
• په دې توګه د مرستو ترلاسه کول پرته له کوم شک یا قانوني خطر پر مخ ځي، ځکه چې پیسې د هغه شخص په حساب کې راځي چې د دولت په نظر لا هم په اروپا کې اوسېږي.
د مرستو نغدې کول:
د کورنۍ غړي هره میاشت پیسې له ATM څخه وباسي یا یې په بانک کې نغدې کوي او د لېږد لپاره یې چمتو کوي. دا پروسه د کورنۍ د غړو له خوا ترسره کېږي، نو د قانوني څار له پلوه یې تر کشف لاندې راوستل سخت وي.
د Hawala یا غیر رسمي مالي شبکو کارول: نغدې شوې پیسې بیا د لاندې لارو لېږدول کېږي؛
. حواله د باور پر بنسټ غیر رسمي حواله سیسټم
• غیررسمي انتقالاتي چینلونه لکه سیمهییزه قاچاقي شبکه، سوداګریز لېږدونکي یا مخفي مالي بروکران
• دغه شبکې د پیسو انتقال د ډېرو ټیټو نښو نښانو او لږو اسنادو سره تر سره کوي، چې د کشف امکان یې کموي.
د پیسو نهایي انتقال داعش ته: وروسته له دې چې پیسې د جګړې سیمو ته ورسېږي نو؛
• د داعش د مالي مسؤلینو لخوا تسلیمېږي
• د عملیاتو، لوژستیک، معاشاتو یا تبلیغاتي فعالیتونو لپاره کارول کېږي.










































