د داعش غربي افراطي ملاتړي څوک دي؟
غربي افراطي ملاتړي هغه کسان یا ډلو ته ویل کېږي چې د اروپا یا نورو لویدیځو هېوادونو اوسېدونکي دي او په مختلفو لارو د داعش افراطي ډلملاتړ کوي. دوی په مستقیمه توګه جګړه نه کوي، خو مالي، معلوماتي، لوژستیکي یا تبلیغاتي مرسته ور سره کوي. د دوی ځانګړتیاوې او فعالیتونه په عمومي ډول داسې دي:
مالي ملاتړ: په لاندې بڼه:
۱: د پیسو راټولول او لیږدول د جګړهمارانو د سفر، روزنې او تجهیز لپاره.
۲: د خیریه موسسو، جعلي شرکتونو، د ټولنیزې بیمې سیستمونو، د VAT یا بانکي درغلیو له لارې پیسې برابروي.
۳: د نغدو پیسو کوریران او غیر رسمي حوالهيي شبکې (Hawala) کاروي.
تبلیغاتي ملاتړ: په لاندې بڼه
۴: د ټولنیزو رسنیو، ویبپاڼو، انلاین مجلو او فورمونو له لارې د داعش پیغامونه خپروي.
۵: د افراطي نظریاتو تبلیغ کوي او ځوانان جذبوي.
لوژستیکي ملاتړ: په لاندې بڼه
۶: د سفر او اسنادو برابرول (جعلي پاسپورټونه، ویزې، د تګ لارې).
۷: د وسایلو او تجهیزاتو برابرول.
شخصي ځانګړتیاوې: د همدې ملاتړو ځینې شخصي ځانګړتیاوې دا دي؛
۸: ځینې یې لوړې زده کړې لري، خو د داعش د نظریاتو په جال کې ګیرشوي.
۹: ځینې یې جنایي مخینه لري، د نشهيي توکو اعتیاد لري یا د زندان سابقه لري.
۱۰: ځینې یې مذهبي عالمان یا ساده اتباع دي چې د «اسلامي خلافت» د جوړولو په د داعش لخوا غولول شوي دي.
په ټوله کې، دا ملاتړي د اروپا یا نورو لویدیځو هېوادونو د اوسېدونکو په توګه، پرته له دې چې په جګړه کې مستقیم ګډون وکړي د داعش ډلې د نړیوالو عملیاتو لپاره یوه مهمه مالي، تبلیغاتي او لوژستیکي سرچینه برابروي.
د داعش بهرني ترهګر جګړهماران (ISIS Foreign Terrorist Fighters – FTFs)
دا جنګیالي څوک دی؟
د داعش بهرني ترهګر جګړهماران هغه کسان دي چې خپل هېواد پرېږدي او د “داعش” ترهګرې ډلې سره یوځای کېږي، تر څو په عراق، سوریه او نورو جګړهځپلو سیمو کې د وسلهوالو فعالیتونو برخه شي. دغه کسان عموماً د مذهبي یا ایډیالوژیکي موخو، د “اسلامي خلافت” د جوړولو د دعوو، یا د خپل هېواد د ناورین، بېعدالتۍ او نارضایتۍ له امله د داعش د تبلیغاتي جال ښکار کېږي، داعش له دغو بهرنیو جګړهمارانو څخه نه یوازې د جګړې په ډګر کې، بلکې د تبلیغاتو، روزنې، د نوو غړو د جذب او حتی د کورنیو او ټولنیزو جوړښتونو په پیاوړتیا کې هم پراخه ګټه پورته کړې ده.
ځانګړتیاوې او ټولنیز پروفایل
د داعش بهرني جګړهماران د نړۍ له بېلابېلو سیمو راغلي دي، له لوېدیځو هېوادونو نیولې تر منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او شمالي افریقا پورې. ډېری یې ځوانان دي چې د ټولنیزې بېعدالتۍ، بېکارۍ، کورنیو ستونزو او معنوي تشې له امله د داعش د افراطي تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلي دي.
ځینې یې د اسلامي هویت د دفاع په نوم راجلب شوي، خو داعش د دوی دا احساس د خپلې جګړې د دوام او تبلیغ لپاره وکاراوه. همدارنګه، یو شمېر جګړهماران د مجرمانه ماضي، د نشهيي توکو له اعتیاده یا د زندان د تجربې له امله د افراطیت لور ته تللي، خو داسې کسان هم شته چې لوړې زده کړې لري او یوازې د “اسلامي خلافت” د جوړولو له شعارونو سره غولېدلي دي.
د جذب او روزنې لارې
داعش د بهرنیو جګړهمارانو د جذب لپاره یو منظم تبلیغاتي او رواني سیستم رامنځته کړی و. دوی د ټولنیزو رسنیو لکه ټویټر، ټیلیګرام، فېسبوک او یوټیوب له لارې د «جهاد»، «خلافت» او «اسلامي هویت» په نوم د جذب پروګرامونه خپرول، او انلاین مجلې لکه Dabiq او Rumiyah د هغوی د ایدئولوژیکو پیغامونو اصلي سرچینې وې. همدارنګه د محلي امامانو، مذهبي حلقو او پټو شبکو له لارې يې ځوانان اغېزمنول؛ او کله چې څوک جذب شو، نو هغه په ځانګړو کمپونو کې لومړنۍ پوځي روزنه، فکري روزنه (indoctrination) او د ځانمرګي یا جګړهیيزو ماموریتونو لپاره ځانګړې لارښوونې ترلاسه کولې.
د سفر لارې چارې
د داعش بهرني جګړهماران له خپلو هېوادونو په عمده ډول ترکيې، اردن او لبنان ته رسېدل او له هغه ځایه عراق او سوریې ته ننووتل. ډېر یې د جعلي پاسپورټونو، منځګړو او قاچاقي شبکو، د سفر اجنټانو او د پولې د کمزوري کنټرول په مرسته له سرحدونو تېرېدل. تر ۲۰۱۷م کال پورې د ترکيې لارې تر ټولو عامې وې، ځکه هلته څار او کنټرول نسبتاً ضعیف و. همدارنګه یو شمېر کسان د کار لپاره د ویزو، د کډوالو یا د بشردوستانه مرستو د ماموریتونو په نوم د تګ پوښښ کاراوه او ځینې نورو سره کورنۍ او محلي واسطو هم مرسته کوله چې په پټه سیمو ته ورسېږي.
خطرونه او د راستنېدو ستونزې
هغه بهرني کسان چې د داعش له زوال وروسته خپلو هېوادونو ته ستنېږي، جدي امنیتي خطر ګڼل کېږي. دوی جګړهییزه تجربه لري، د داعشي نظریو اغېز پرې ژور پاتې شوی او ځینې لا هم د داعش پټو شبکو سره اړیکې ساتي. د دوی د عدلي څار، رواني بیا رغونې او ټولنیز ادغام (Reintegration) بهیر ډېر پېچلی او ستونزمن دی. ځینې هېوادونو خو بیا د دغو کسانو تابعیت لغوه کړی، ځینې یې بندیان کړي او یو شمېر یې د ځانګړي نظارت لاندې پاتې دي.
قانوني او استخباراتي غبرګون
د داعش د بهرنیو جګړهمارانو د ګواښونو د زیاتوالي په ځواب کې، ډېرو هېوادونو بېلابېل اقدامات وکړل. دوی د FTFs په اړه ځانګړي قوانین تصویب کړل، د سفر د مخنیوي پالیسۍ (No-fly lists) یې پلي کړې، د پاسپورټونو کنګلول او د تابعیت لغوه کول یې عملي کړل. همدارنګه د بانکي او کریپټو معاملو څارنه پیاوړې شوه، د استخباراتي همکارۍ نړیوال میکانیزمونه جوړ شول، او د ټولنیزو رسنیو د داعشي محتوا د مخنیوي لپاره نړیوال کمپاینونه پیل شول.
سپارښتنې او د مخنیوي لارې
د دې پدیدې د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د استخباراتي، مالي او سایبري څار تر منځ نږدې همغږي رامنځته شي. ټولنیزې رسنۍ باید د افراطي تبلیغاتو د مخنیوي لپاره فعاله او څارل شوې وي او محلي ټولنې، ښوونیز مرکزونه او دیني عالمان دې د داعش ضد روزنیزو پروګرامونو برخه جوړ شي. همدارنګه، د راستنېدونکو کسانو لپاره ځانګړي پروګرامونه رامنځته شي چې دوی ته رواني مرسته، ټولنیز ادغام او بیا روزنه برابره کړي. ټول اقدامات باید د بشري حقونو اصولو ته په کتو، د عدلي او قانوني پروسو په چوکاټ کې عملي شي.









































