د داعش د مالي سرچینو څرنګوالی! اوومه برخه

حجاز تمیم

د بهرنيو جنګياليو لخوا تمويل

د بهرنیو جنګیالیو ګډون د داعش لپاره نه یوازې د جنګي ځواک زیاتوالی دی، بلکې د مالي سرچینو پراخوالی هم لري، د نړیوالو څېړنو له مخې، ډېری بهرني جنګیالي له پرمختللو هېوادونو څخه راغلي دي چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی، دې جنګیاليو د خپلو شخصي شتمنیو یوه برخه د داعش ملاتړ ته ځانګړې کړې ده.

داعش کې د بهرنیو جنګیالیو ګډون او مالي ملاتړ، د دغې ډلې د پراخېدو او دوام لپاره مهم رول لوبولی دی، د دغو جنګیالیو لخوا د لېږل شوې مالي مرستې د داعش د عملیاتو، تجهیزاتو او نورو فعالیتونو لپاره کارول کیږي، د دې تمویل د مخنیوي لپاره نړیوالې همکارۍ، د انلاین پلاټفورمونو کنټرول او د غیر رسمي مالي سیستمونو تنظیم ضروري دی.

د امریکا دولت د اطلاعاتو پر بنسټ، داعش ډلې د ۲۰۱۴ز کال د دسمبر میاشت تر ۳۱ نېټې، په خپل جوړښت کې، ۱۹۰۰۰ نوولس زره بهرني جنګیالي د (۹۰) هېوادونو څخه جذب کړي وو، دا جنګیالي نه یوازې جنګي رول لوبوي، بلکې د داعش په مالي ملاتړ کې هم رغنده رول لوبوي، د المجله او واشنګټن پوسټ د اطلاعاتو پر بنسټ، لاندې شمېر امریکایی او اروپایي وګړي، له مختلفو هېوادونو څخه د داعش غړیتوب لري او عملاً د داعش لپاره جنګي او مالي فعالیتونه ترسره کوي:

۱- فراسنه: شاوخوا ۱۷۰۰ جنګیالي

۲- بریتانیا: شاوخوا ۷۶۰ جنګیالي

۳- جرمني: شاوخوا ۷۶۰ جنګیالي

۴- بلجیم: شاوخوا ۴۷۰ جنګیالي

۵- سویډن: شاوخوا ۳۰۰ جنګیالي

۶- امریکا متحده ایالاتو څخه: شاوخوا ۲۵۰ جنګیالي

داعش د بهرنیو جنګیالیو له لارې مالي تمویل په مختلفو لارو ترلاسه کړی دی:

۱- شخصي بسپنې: ډېری بهرني جنګیالي د خپلو شخصي شتمنیو یوه برخه د داعش ملاتړ ته ځانګړې کوي، دا بسپنې د نغدو پیسو، قیمتي توکو یا نورو ارزښتناکو شتمنیو په بڼه وي.

۲- د زکات او خیریه بسپنو راټولول: داعش د اسلامي شریعت له مخې، زکات راټولول یوه اړینه موضوع د خپل مالي تمویل په برخه کې ګڼي، بهرني جنګیالي په خپلو هېوادونو له شتمنو کسانو څخه زکاتونه راټولوي او د داعش مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

۳- انلاین پلاټفورمونو کارول: داعش ډلې د مالي تمویل نوې لارې موندلې دي، بهرني جنګیالي د انلاین پلاټفورمونو لکه بیټکوین، پلې پال، کریپټوکرنسي او نورو لارو څخه پیسې راټولوي او د داعش مالي برخه پرې حمایه کوي.

۴- غیر مالي سیستمونو کارول: داعش د غیر رسمي مالي سیستمونو لکه حواله، له لارې هم مالي تمویل ترلاسه کوي، بهرني جنګیالي د دغو سیستمونو له لارې بسپنې لیږي، د بېلګې په توګه، د سوریې په ال-هول کمپ کې د بهرنیو جنګیالیو او پلویانو لخوا د ترکیې هېواد له لارې، هره میاشت د داعش پلویانو ته ۲۰۰۰۰ شل زره ډالرو پورې پیسې استول کېدلې.

دلته د یو شمېر هغو بهرنیو جنګیالیو نومونه او مرستې چې د داعش مالي ملاتړ یې ترسره کړی، د بېلګې په توګه راوړل کیږي:

۱- محمد اعظم جهیپا – ۱۸۵۰۰۰ ډالر:

محمد اعظم جهیپا، د ویرجینیا ایالت اوسېدونکي، لږ تر لږه ۱۸۵۰۰۰ ډالر داعش ته لېږلي دي، هغه د داعش د عملیاتو د بیا فعالولو لپاره مالي ملاتړ کړی، چې پکې د جنګیالیو مرسته او د ال-هول کمپ څخه د ښځو ایستل شامل دي، جهیپا له نیول کېدلو څخه وروسته، د ۳۰ کلونو او ۴ میاشتو په بند محکوم کیږي.

۲- محمد الشناوي – ۸۷۰۰ ډالر:

محمد الشناوي یو امریکایي وګړی د جعلي ایبې (eBay)، پلورنو له لارې څخه ۸۷۰۰ ډالر ترلاسه کړي دي، هغه دا پیسې د پرنټرونو د جعلي پلورنو له لارې د PayPal له لارې ترلاسه کړې وې او دا پیسې یې داعش مالي ملاتړ په پار، یادې ډلې ته سپارلي دي.

۳-،منصوري منوچهري – ۷۰۰۰۰ اویا زره ډالر:

منصوري منوچهري یو ۳۳ کلن تاجیک وګړی، د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د نیویارک د بروکلین په سیمه کې د فدرالي چارواکو لخوا ونیول شو، نوموړي له ۲۰۲۱ز کال د دسمبر څخه تر ۲۰۲۳ز کال د اپريل میاشتې پورې، شاوخوا ۷۰۰۰۰ اویا زره ډالر د ترکیې او سوریې هېوادنو د داعش اړوند اشخاصو ته واستول.

۴- د ال – هول کمپ ته میاشتني ۲۰۰۰۰شل زره ډالر:

د امریکا د دفاع وزارت راپور ورکړی وو چې داعش د ترکیې له لارې د حوالې سیستم، نغدو پیسو لېږد او کریپټوکرنسي له لارې د ال – هول کمپ ته هره میاشت تر ۲۰۰۰۰ شل زره ډالرو پورې پیسې استوي، دا پیسې د داعش د غړو او د هغوی د کورنیو ملاتړ لپاره کارول کېږي.

 

د مالي تمویل اغېزې:

د بهرنیو جنګیالیو لخوا مالي تمویل د داعش لپاره معمولاً لاندې اغېزې لري:

۱- مالي ثبات

۲- د جګړې پراخوالی

۳- تبلیغاتي ځواک

۴- د شبکو پراخوالی

۵- د داعش خراسان څانګې تقویه

۶- پټ فعالیتونه

۷- د جنګي تجهیزاتو پېرودل

۸- د جنګیالیو معاشونه

۹- د نیول شویو سیمو اداره

۱۰- د مرګ ژوبلې زیاتوالی

۱۱- د حکومتونو لپاره امنیتي ننګونې

Exit mobile version