د داعش د مالي سرچینو څرنګوالی! اوولسمه برخه

حجاز تمیم

د اروپايي اتباعو د تښتونې په بدل کې د فدیې/بدل غوښتنه

تښتونې یوه له مؤثره او پراخه مالي سرچینو څخه ده چې په تېرو لسیزو کې د مختلفو ترهګرو سازمانونو لخوا کارول شوې ده، داعش ډلې هم په دې برخه کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي. دا عمل نه یوازې د ډلې لپاره د مالي سرچینو د زیاتولو وسیله ګرځېدلې، بلکې د نړیوالو امنیتي ستونزو په رامنځته کولو کې هم مهم رول لري.

د فدیې/بدل اصطلاح او معنا:
فدیه (ransom) یا په عربي او دري ژبو کې ورته «بها»، «بهای آزادی» او «تادیه» ویل کېږي، یوه مالي یا غیر مالي ورکړه ده چې د تښتول شویو کسانو د آزادۍ په بدل کې ورکول کېږي، د فدیې ورکول د داعش ډلې لپاره یوه مستقیمه مالي سرچینه ده چې د هغوی د عملیاتو، وسلو، جګړه ییزو تجهیزاتو او نورو اړوندو لګښتونو تمویل کې مرسته کوي.

د نړیوالو سازمانونو او حکومتي ادارو په اند، د فدیې ورکړه یو دوه اړخیزه مسئله ده؛ ځکه چې له یوې خوا د انسانانو ژوند ژغوري، خو له بلې خوا د داعش ډلېمالي ملاتړ کوي او د دوی هڅې د نورو تښتونو هڅولو ته زیاتوي، په دې وروستیو کلونو کې، د داعش ترهګریزې ډلې مالي منابع او د هغوی د عملیاتو ستراتیژۍ د نړیوال امنیت لپاره یوه له جدي او پیچلو ننګونو څخه ګرځېدلې ده.

دغه ترهګره ډله چې په منځني ختیځ کې یې ځان ته لنډمهاله سیاسي او نظامي حضور ټینګ کړی و، د خپلو مالي منابعو د لا پیاوړي کولو لپاره بېلابېلې لارې چارې خپلې کړي دي. په دې کې د اروپايي اتباعو تښتونه او د هغوی د خوشې کولو په بدل کې د فدیې/بدل غوښتنه یوه له تر ټولو مؤثرو او مهمو لارو څخه ده. دا کړنه نه یوازې د داعش مالي عواید لوړوي، بلکې د دوی ترهګریز فعالیتونه په سیمه ییزه او نړیواله کچه دوامداره کوي.

تازه څېړنې او راپورونه څرګندوي چې که څه هم نړیوالې ادارې، استخباراتي شبکې او امنیتي ځواکونه په دوامداره توګه د داعش د مالي شبکو د شنډولو او د ترهګرو د مالي تمویل د مخنیوي لپاره ګامونه اخلي، خو داعش لا هم د تښتونو او د فدیې غوښتنې له لارې خپلې مالي سرچینې خوندي ساتي او پراخوي. دا واقعیت ښيي چې د داعش مالي ستراتیژي له بدلون سره سره، د تښتونې او فدیې غوښتنه د دوی د مالي سیستم یوه کلیدي برخه پاتې شوې ده، د دې کړنې له امله، دا ډله کولای شي چې وسلې، وسایط او نور تجهیزات ترلاسه کړي او په خپلو پوځي او تبلیغاتي عملیاتو کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

د داعش لخوا د اروپايي اتباعو تښتونه د یوې هدفمندې ستراتیژۍ په توګه ترسره کېږي چې موخه یې د پام وړ مالي ګټې ترلاسه کول او همدارنګه د نړیوالو توجه ځانته را اړول دي، د تښتول شویو کسانو لپاره لوړې فدۍ غوښتل، چې معمولا په میلیونونو ډالرو کې حسابیږي، د داعش لپاره د ژورې اقتصادي سرچینې په توګه عمل کوي، دا فدیې نه یوازې د داعش د دوامداره فعالیتونو لپاره بنسټیز مالي ملاتړ برابروي، بلکې د هغوی د پراخېدونکي ترهګریز نفوذ د ساتلو لپاره هم حیاتي دي.

په عین حال کې، د اروپايي هېوادونو حکومتونه د خپلو اتباعو د خوندي ساتلو په برخه کې له ګڼو سیاسي، قانوني، او استخباراتي چلنجونو سره مخ دي، ځینې هېوادونه د خپلو اتباعو د ژوند ژغورنې لپاره حاضر شوي چې د فدیې په ورکولو سره د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو زمینه برابره کړي، خو دا عمل د ترهګرو مالي تمویل زیاتوي او په واقعیت کې د تښتونو د دوام سبب ګرځي، پر دې سربېره، داسې سیاستونه چې د فدیې ورکولو پر وړاندې کلک دریځ نیسي، لکه د بریتانیا او امریکا تګلارې، په ځینو مواردو کې د تښتول شویو کسانو د وژلو لامل شوی، چې د انسانیت او نړیوالو حقوقو له نظره جدي ستونزه ده.

نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول سازمانونه لکه ملګري ملتونه، اروپايي اتحادیه او د ناټو غړي هېوادونه، د داعش د مالي تمویل د کمولو لپاره په ظاهره پراخې هڅې ترسره کوي، دوی د استخباراتي همکاریو د پراخولو ترڅنګ د مالي جریانونو څارنه او د مشکوکو مالي معاملو بندول په لومړیتوب کې نیولي دي، په هر حال، د داعش مالي شبکې ډېرې وخت پټې او غیر رسمي دي، چې دا د شنډولو چارې له خنډ سره مخ کوي.

په نړیواله کچه، د فدیې ورکولو موضوع د یوې نازکې او پیچلې ستونزې په توګه پاتې شوې ده چې په اړه یې د هېوادونو ترمنځ تفاوتونه شته، ځینې هېوادونه فدیې ورکول ردوي او دا د داعش د مالي تمویل په زیاتوالي کې خطرناک ګڼي، خو نور بیا د خپلو اتباعو د ژوند د ژغورنې لپاره دغه لاره عملي کوي، دې حالت د نړیوالو ترمنځ د همغږۍ او ګډې تګلارې جوړولو اړتیا لا پسې زیاته کړې ده.

په ټوله کې، داعش د اروپايي اتباعو د تښتونې له لارې د پام وړ عواید ترلاسه کړي دي، چې دا عواید یې د خپلو وسله والو عملیاتو، تبلیغاتي کمپاینونو او د ترهګرو د شبکو د پراخولو لپاره کارولي دي، دا مالي سرچینې د داعش د دوامدارۍ لپاره حیاتي اهمیت لري او له همدې امله د نړیوالو امنیتي ادارو لپاره یو له ستر او عاجلو ننګونو څخه شمېرل کېږي.

په پای کې، د داعش د مالي شبکو شنډول او د اروپايي اتباعو د تښتونې د پېښو کمول یوازې د یو هېواد کار نه دی، بلکې نړیواله همکاري، پیاوړې استخباراتي تبادلې او د پراخ پوهاوي له لارې ممکن دی، د دې ترڅنګ، د فدیې ورکولو موضوع کې د کلک او متحد دریځ نیول اړین دي تر څو د داعش د مالي تمویل جریانونه ودرول شي او د نړیوال امنیت پر وړاندې دا ستر ګواښ تر ډېره حده کم شي.

دلته هڅه شوې ترڅو د داعش د تمویل په ستراتیژۍ د فدیې اغېزې، د داعش د فدیې له لارې ترلاسه شوي مالي عواید، د فدیې ورکولو احتمالي مثبتې اغېزې، د فدیې/بدل ورکولو منفي اغېزې، داعش ته د فدیې ورکولو ننګونې او د مخنیوي حل لارې، د داعش لخوا د اروپایي وګړو د تښتونې او فدیې/بدل اخیستلو عملي قضیې تر بشپړې څېړنې لاندې ونیول شي.

Exit mobile version