د غنایمو پنځمه (خُمس):
د داعش ډلې یوه بله مهمه مالي سرچینه، د غنایمو پنځمه برخه ده، د حنفې فقهې له نظره؛ غنیمت هغه مال، وسایل یا شتمني چې د جګړې له لارې د مسلمانانو لاس ته راځي او دا جګړه د شرعي امام په مشرۍ د اسلام د شریعت مطابق وي، دا خو واضحه ده چې داعش یو افراطې او له رښتینې اسلام څخه ډېره لرې، استخباراتي پروژه او د اسلام په جامه کې، د اسلام د بدنامولو لپاره رامنځته شوې، خو په هر صورت، هغه ډلې، ګروپونه او اشخاص چې د داعش ډلې مشري یې منلې او دې ډلې سره یې بیعت کړی، هغوی د خپلو غنایمو (غنایم د دوی په خپل تعریف) پنځمه برخه داعش ډلې ته ورکوي.
د Foreign Affairs مجلې د راپور له مخې، داعش ډله د خُمس د اصل پر بنسټ، د خپلو جنګیالیو لخوا نیول شوي مالونه لکه وسلې، قیمتي توکي او حتی انسانان د خُمس تابع ګرځولي دي او له هغوی څخه ۲۰٪ برخه خپلې خزانې ته انتقالوي، چې دا عمل د قرآن کریم د انفال سورت (۴۱) آیت ته منسوبوي.
د خُمس اخیستلو موارد (د داعش له نظره):
د Brookings Institution راپور له مخې، داعش ډلې له لاندې مواردو څخه خمس اخیستی دی:
۱- نغدي پیسې: له بانکي حسابونو، دولتي ادارو او خصوصي کورونو څخه غنیمت شوې پیسې.
۲- وسلې او مهمات: د نیول شوو اردوګانو او پولیسو وسلې.
۳- موټرونه او وسایط: ټول نیول شوي وسایط د ارزښت له مخې قیمت بندي کیږي.
۴- سوداګرۍ او مالونه: دوکانونه، زېرمتونونه او کاروبارونه (چې مرتدینو پورې اړوند وي د داعش په اند).
۵- سړي او ښځې: ځینې وختونه انسانان هم داعش لخوا د غنیمت په توګه نیول شوي او د خمس قانون پرې تطبیق شوی.
داعش د شریعت تر پردې لاندې، د غنایمو له پنځمې برخې څخه یوه تحریف شوې، سیاسي و اقتصادي وسله جوړه کړې وه، ترڅو د خپلې ډلې جنګي ماشین پرې وچلوي، مشروعیت پرې واخلي او نور خلک له ځان سره یوځای کړي، دې ډلې علاوه پر پورته ذکر شوو مواردو، د خپل لزوم دید سره سم، له نورو برخو څخه هم خُمس اخیستی او حتی د نه منلو په صورت کې یې زور کارولی او په جبري بڼه یې اخیستی دی.
د بېلګې په ډول؛ په ۲۰۱۳ز کال کې، د سوریې د دیر الزور ولایت د السالحیه سیمې کې، اوو ښځو د زړو اثارو یوه خزانه وموندله، د داعش یو مشر ابو لیث د دې موندې ارزښت ۷۰۰۰۰ اویا زره ډالره وټاکه او غوښتنه یې وکړه چې د خُمس په توګه ۲۰٪ برخه واخلي، کله چې ښځو دا وړاندیز رد کړ، ابو لیث هڅه وکړه چې دا برخه په زور واخلي.
د خُمس د استعمال موارد:
د Foreign Affairs, Brooking Institution او Chatham House د راپورونو له مخې، داعش ډله د خُمس (د غنایمو پنځمه برخه) له لارې ترلاسه شوې مالي سرچینې په لاندې برخو کې کاروي:
۱- د جګړې تمویل
– د وسلو، مهماتو، چاودېدونکو توکو او نظامي تجهیزاتو اخیستل
– د جنګیالیو د تګ راتګ، ترانسپورت او امنیتي لوجستیک تنظیم
۲- د جنګیالیو معاشات
– هر جنګیالي ته میاشتنی معاش (په اوسط ډول ۳۰۰ – ۴۰۰ ډالر)
– اضافي مرستې جنګي معلولینو او وژل شویو جنګیالیو کورنیو ته
۳- تبلیغاتي فعالیتونه
– د ویډیوګانو تولید، مجلو چاپ، رسنیز فعالیتونه او انټرنټي کمپاینونه
– د تحریف شوي اسلام تصویر خپرول
۴- اداري لګښتونه
– د داعش داخلي ادارې، لکه مالیه، پولیس او استخباراتو تمویل
– د هغوی ماڼۍ، مرکزونه او حکومتي ادعا لرونکې ادارې فعاله ساتل
۵- محکمې او مذهبي پولیس
– د شریعت پولیس (الحسبه) ته تمویل ورکول
– د قاضیانو، مفتیانو او د محاکمو پر کارکوونکو لګښتونه
۶- اجتماعي خدمات
– د خوراکي توکو وېش، روغتیایي خدمات، د یتیمانو پالنه
– دا خدمات د تبلیغاتي اهدافو لپاره هم کاریږي
۷- د سړکونو او بنسټیزه خدماتو ترمیم
– په نیول شویو سیمو کې د سړکونو ترمیم او پاکول
– برېښنا او اوبو اسانتیاوې په محدود ډول برابرول
۸- جاسوسي او امنیتي سیستم
– د داخلي جاسوسانو، خبر رسوونکو او استخباراتي شبکو تمویل
۹- تعلیم او دیني مدارس
– د هغوی تر کنټرول لاندې مدارسو کې د افراطي مفکورو ترویج
۱۰- د اسیرانو ساتنه او تجارت
– د یرغملو بند ساتنه او باج اخیستنې عملیات
د خُمس اغېزې:
د خُمس اخیستلو عمل د داعش پر مالي ځواک، پراخوالي او فعالیتونو ژورې اغیزې لرلې. لاندې یې یو شمېر د ذکر وړ دي:
۱- مالي خودکفایي او پایداره عاید: دې کار داعش ته یو ثابته او دوامداره مالي سرچینه برابروله.
۲- د اداري نظام بنسټ: داعش د خُمس د مدیریت لپاره ځانګړی دیوان (دیوان الغنائم/دیوان المال) جوړ کړی و، چې دې منظم جوړښت د دوی د یو دولتي تشخص ادعا پیاوړې کړه.
۳- جنګیالیو ته تشویق: جنګیالیو ته ویل کېدل چې د غنیمت له برخې څخه یوازې عامه خزانې ته خُمس ورکوي او پاتې یې د دوي شخصي ملکیت دی. دا دول ژمنې، ډېر بې وظیفې، غریب یا متعصب کسان، دې ډلې ته راجلب کړل.
۴- د تبلیغاتو وسیله: داعش دا کار د شرعي حکم په نوم وړاندې کاوه، څو د مشروع اسلامي خلافت بڼه ځان ته ورکړي. خلکو ته یې دا پیغام ورکاوه چې دوی د قرآني اصولو مطابق عمل کوي.
۵- د غلا او تښتونې مشروع کول: د خُمس تر چتر لاندې، داعش هر ډول شتمني ضبط کوله او دا کار یې شرعي ګڼلو. دې کړنې د سیمې اقتصاد زیانمن کړ، خلک یې ووېرول او شتمنۍ یې چور کړې.
۶- نړیوالو بندیزونو ته مقاومت: دا چې خمس اکثراً په نقدي یا عیني شتمنیو اخیستل کېده، نو ځکه د نړیوالو مالي بندیزونو تأثیر پرې کم وو، نو له همدې کبله یې مالي سیستم نسبي خپلواکي درلوده.