داعش د خپل ظهور له پیله تر اوسه په دې دریو تګلارو ډېره سرمایه ګزاري او کار کوي، چې دا تګلارې د دوی د بنسټ د ارایې او د جوړونې موخې هم څرګندوي.
۱: تکفير:
داعش د تکفير عقيده لري، چې له مخې يې هغه څوک چې د دوی له فکر سره موافق نه وي؛ نو دوی هغوی ټول کافر يا يې مرتد بولي، په دې فکر سره هغوی پر نورو مسلمانانو، علماوو او اسلامي ټولنو بريدونه کوي او هغوی خپل دښمنان ګڼي.
داعش ډله له ځانه پرته نور ټول مسلمانانو باندې د مرتد، بې دينه او کافر ټاپې لګوي؛ د هغوی پر وړاندې جنګ جهاد بولي او په ډېر ویاړ سره د رښتينو مسلمانو پر وړاندې خپل دې ناروا جنګ ته دوام ورکوي.
۲:- د شریعت ناسم تفسیر:
داعش شريعت د خپلې خوښي مطابق تفسيروي، چې څنګه يې خوښه وي هغسې تفسير او خپلو ناروا کړنو ته روايت او دليلونه له شريعته را باسي.
په اسلامي شريعت کې د يو بې ګناه انسان قتل کول د ټول انسانيت له قتل او وژلو سره برابر دی؛ خو داعش خوارج هر وخت بې ګناه مسلمانان له کوم دليل پرته په شهادت رسوي، په هغوی باندې بريدونه کوي او د افغانستان په څېر يو اسلامي هېواد کې خپل جنګ ته دوام ورکوي.
۳:- د وحشت خپرول:
داعش خوارج غواړي د وحشت، ظلم او بربريت له لارې خپلو شومو او ناروا موخو ته ځانونه ورسوي؛ په هر ځای کې وحشت کوي، ماشومان په ډېرې بې رحمۍ په شهادت رسوي، د پيغلو انجونو سره جبر کوي، د وينځو او غلامانو په څېر ترې ناروا استفاده کوي او په دې اعمالو سره غواړي اسلامي خلافت بدنام کړي.
د دوی له اعمالو او کړنو معلومېږي چې داعش خوارج يوه افراطي، تکفيري او وحشي ډله ده؛ چې غواړي اسلام بدنام کړي، د اسلامي خلافت هغه مقدس نوم او شعار له خاورو سره خاورې کړې چې سلګونه کاله يې حکومت کړی و او د اسلام برم يې اوچت ساتلی و.
دوی غواړي چې اسلامي امت ټوتې ټوټې کړې او په سلګونو ډلو يې وويشي، مسلمانو کې يووالی له منځه يوسې، د افغانستان په خاوره اسلامي نظام ختم کړي، خو دا ارمانونه به هيڅکله هم پوره نشي، تر څو په دې خاوره د اسلام رښتيني بچيان او زړور مجاهدين ژوندي وي، ان شاءالله.