د داعش خلافت دننه داستان

ناصر سعید

هر څه د وخت په تېرېدو سره پخپله خپل حقيقت څرګندوي.

د داعش دروغجن خِلافت هم څو کاله خلک په دې دوکه کړل چې ګواکې دوى په نړۍ اسلامي حکومت غواړي، تر همدې شعار لاندې يې په سلګونو خلک په شهادت ورسول همدومره یې کونډې، يتيمان، معلولين او معيوبين کړل.

خو موږ ورته خوارج وويل او د هغوى پر خِلاف مو په افغانستان کې د جهاد فتوى ورکړه، په اول کې خلکو دا فکر وکړ چې دا فتوى به د مسلمانانو قوت تقسيم کړي خو وروسته بيا خلک پوه شول چې داعش رښتيا هم خوارج دي او له دغې فتوی يې ملاتړ وکړ.

پخپله د البغدادي ميرمن وګورئ چې د خاوند په اړه څه وايي؟

په يو ځاى کې وايي: چې داعشي مشران خپلې ښځې، لورګانې بهر ته لېږي او د خلکو ښځې او لورګانې وژني او يا يې ځان وژنې ته هڅوي، دوى خپل کارونه د دين په نوم کوي اما د دين سره کوم مناسبت نلري.

له امريكا به د CIA مربوط ښځې راتللې او دلته به يې خدمات کول، البغدادي به هغه د خپلو وينځو په نوم د ځان سره ساتلې چې يو ښه مثال يې ميرمن کالا مولور هم وه چې بيا ورسته داعشيانو ووژله.

البغدادي کوم عالم يا کوم مجاهد نه وو، هغه د ماسټرۍ تر کچې یو محصل وو، د زندان تېرولو نه وروسته يې په نظريه کې بدلون راغی؛ بدلون دا وو چې د جهاد په نوم يې د غرب د مفادو لپاره يو تنظيم د داعش په نوم ايجاد کړ.

هغه کوم جرأتمند کس نه وو بلکې پټنځايونه يې درلودل او له هر چا پټ اوسېدو.

د البغدادي ميرمن وايي: چې هغه له ډرون وېرېدو خو دغه خبره البغدادي د ژوند د اخرنيو وختونو ده کله چې امريکايان خپلې موخې ته ورسېدل.

په اوئلو کې د البغدادي او غرب تر منځ هېڅ کوم اختلاف موجود نه وو ځکه چې البغدادي د امريکا د لاس يو ښه لاسپوڅى وو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version