د داعش د رامنځته کېدو ریښې
د داعش راڅرګندېدل د روانې پېړۍ یو له تر ټولو ویجاړونکو واقعیتونو څخه شمېرل کېږي چې هېڅ ډول تصادف نه شي کېدای، بلکې د هغو پېچلو او تاریخي شرایطو مستقیم محصول دی چې منځنی ختیځ په وروستیو لسیزو کې ور سره مخ شوی وو. د دې پدیدې د دقیق درک لپاره اړینه ده چې د وروستیو کلونو، په تېره د ۲۰۰۳م کال پر عراق د امریکا یرغل ته ور وګرځو؛ هغه دور چې هغه بنسټیز جوړښتي بدلونونه په کې رامنځته شول چې وروسته یې د داعش په ظهور کې خپل اغېز پرېښود.
که څه هم د داعش فکري بنسټونه د لومړنیو اسلامي پېړیو د خوارجو له عقیدوي افراطیت سره تړاو لري، خو د دې ډلې معاصر بڼه په ځانګړي ډول د عراق د اشغال، د بېعدالتۍ، ناکامو پالیسیو او د امریکا د جګړهیز رفتار د ناوړو پایلو محصول وه. پر عراق د امریکا د پوځي یرغل وروسته، ډیری ډلو خپل ظهور او د امریکا د پالیسیو سره خپل مخالفت اعلان کړ. د وخت په تیریدو سره، یوازینۍ ډله چې له دې پالیسیو څخه لرې پاتې شوه او د پام وړ وده یې وکړه، د داعش افراطي ډله وه، چې د “عراق او شام اسلامي دولت” په نوم یادیږي.
په ۲۰۱۰م کال کې د دې ډلې د مشرتابه بدلون د دې جریان په ستراتیژیک مسیر کې ژور بدلون رامنځته کړ. د سیمې د شرایطو پر دقیق درک او په عراق او سوریه کې د مذهبي او قومي شکایتونو له سیاسي استفادې سره، نوی مشرتابه په تدریجي ډول یوه خپلواکه لاره خپله کړه. دغه خپلواکي په ۲۰۱۳م کال کې هغه وخت لا پیاوړې شوه چې داعش د سوریې له جبهة النصرې سره د یوځای کېدو اعلان وکړ او د «عراق او شام اسلامي دولت» په نوم یې یو نوی جوړښت رامنځته کړ.
دا پرېکړه د جبهة النصره د مشر په ګډون د ګڼو نورو جهادي ډلو له مخالفت سره مخ شوه، خو د داعش نوی مشر پر خپل مسیر ټينګ پاتې شو، څو بالاخره په ۲۰۱۴م کال په فبرورۍ کې د دې ډلې اړیکې له ټولو موجودو بهیرونو سره په بشپړه توګه وشلېدې.
د ۲۰۱۴ کال په جون کې د موصل ښار نیول د داعش د واک ته د رسیدو اوج وو. د موصل په لوی جومات کې د دې ډلې د مشر لخوا د «اسلامي خلافت» اعلان او خپل ځان د «خلیفه» په توګه معرفي کول، یو خورا سمبولیک او مهم اقدام و چې د داعش نړیوالې ادعاګانې یې په ښکاره ډول څرګندې کړې. داعش وتوانېده چې د عراق او سوریې د قدرتي تشې، د خلکو د پراخو نارضایتۍ او د ناکامو حکومتونو له کمزورۍ څخه په استفادې، خپلې سیمې په بېساري سرعت پراخې کړي.
دوی د اداري جوړښتونو، منظم مالي سیستم، سختې امنیتي شبکې او د عصري تبلیغاتي وسایلو په جوړولو سره هڅه وکړه چې ځان د یوه «واقعاً موجود دولت» په توګه معرفي کړي، د داعش په رامنځته کېدو او ځواکمنېدو کې څو بنسټیزو عواملو ونډه لرله: عراق د امریکا لخوا اشغال چې د دې هېواد سیاسي او امنیتي ثبات یې له منځه یووړ؛ د عرب پسرلي پېښې او په ځانګړي ډول د سوریې کورنۍ جګړه چې دي افراطي ډلي ته یې د ودې زمینه برابر کړه؛ د عراق او سوریې مذهبي او قومي شکایتونه چې په ټولنه کې ژور انځوریز انشقاق رامنځته کړی و؛ او همدارنګه پیچلي سیمهییز او نړیوال سیاسي تعاملات.
دا ټول عوامل، د دې ډلې د مشرانو د تاکتیکي مهارت، قوي تبلیغاتي ماشین او د معاصرو رسنیو له مؤثرې کارونې سره یوځای شول او په پایله کې یې داعش په ډېر لنډ وخت کې د نړۍ له پاره په يو خطرناکه ډله بدله شوه.
د داعش د اوسني حالت د څېړلو لپاره د دې تاریخي مسیر دقیق درک اساسي ارزښت لري. باید په دې پوه شو چې داعش یوازې یوه عادي وحشي ډله نه وه، بلکې یوه څو اړخیزه پدیده وه چې سیاسي، ټولنیز، فکري او مذهبي ابعاد یې لرل؛ هغه پدیده چې د ځانګړو سیمهییزو شرایطو له رحمته زیاته او د نړیوالو سیاستونو له تاوتریخوالي تغذیه شوې وه. د دې ریښو علمي تحلیل موږ سره مرسته کوي چې د داعش د ظهور عوامل په دقیق ډول درک کړو او د راتلونکي لپاره د ورته ډلي د بیا راټوکېدو د مخنیوي په اړه ژوره پوهه ترلاسه کړو.












































