معاصر استعمار خپلو کلاسیکو بڼو ته په پام سره بڼې بدلوي او فکري ستراتیژي جوړونکي یې هڅه کوي چې د مستعمره ملکونو له کمزوریو، اړتیاوو او تمایلاتو څخه په خپله ګټه پوره او اغېزناکه استفاده وکړي، په همدې اساس د معاصر استعمار بڼې تر زړو روشونو خطرناکې او ویجاړونکې دي.
ځکه چې غربي- کفري استعمار په خوا تر ډېره یوازې په فزیکي بڼه او زور تکیه کوله، خو دا چې اسلام پاله واقعي مجاهدینو هغوی ته بیا بیا په هر ډګر کې ماته ورکړې، خپل ایماني زور او ځواک یې ورښودلی دی؛ نو دوی هم د سړې او فکري جګړې لمنې ته پناه وړې، چې یو له هغو څخه هم د اسلام او مسلمان په نامه د تحریفي، خارجي او داسې ډلو رامنځته کول دي، چې څېره یې اسلامي وي، خو په باطن کې د کفري دسیسو پلي کوونکي او د استعمار داسې لومې وي، چې د اسلامي مفکورې او جهاد پیروان په کې را ګیر کړي.
تاریخ راته ثابتوي چې کفر په بیا بیا د داسې ډلو او مفکورو پر تاسیس بې سارې پانګونه کړې ده، پاللې یې دي، مستقیم او نا مستقیم ملاتړ یې کړې، چې وروستۍ هغه یې د داعش (په اصطلاح په عراق او شام کې اسلامي دولت) نومې ډله وه، چې دغه چوپړ ته یې د امریکا او برېتانیا د استخباراتي شبکو په مالي او پوځي مرسته را ودانګل او موخه یې هم په عراق کې د خپلې ناوړه څېرې یا ماتې پټول و.
دا ډله، چې د ۲۰۱۴ کال د جون په ۲۹مه عراق کې تاسیس شوه، د اسلام تر نامه لاندې یې خپل وحشتونه پیل کړل او دغه کړنو ته یې غربي او امریکايي رسنیو د ځايي ملاتړو رسنیو په مرسته اوچت انعکاس ورکړ، د خوارجو ددغه ډلې موسس ابوبکر البغدادي د القاعدې مجاهدینو له لیکو څخه د خپلو ناوړه کړنو په سبب شړل شوی و او له دغه عقدې څخه یې غربیانو پوره استفاده وکړه.
دا داسې مهال و چې امریکا تازه په عراق کې د مجاهدینو له لوري له ماتې سره مخ شوې وه او د الزرقاوي له لوري تازه او زاړه ټپونه یې امریکا ته وړي وو، ځکه اړ شوه چې د خپل غچ لپاره یوه اجیره ډله وګوماري، چې له شک پرته داعش ورته ښه بدیل و، هم یې ورباندې خپلې ستراتیژيکي موخې عملي کولې، هم یې د ایران له نفوذ څخه د مخنیوي لپاره د سني پلوه اسلامي غورځنګ په رنګ په ورکولو سره تجهیزوله او د عراق سترې سیمې او شتمنۍ یې هم په واک کې ورکولې، البته په دې برخه کې څو نورو فکتورونو هم رول درلود:
۱:- د صدام حسین د البعث ګوند رول:
د عراق پخوانی کمونیست ولسمشر صدام حسین، چې د امریکا له لوري یې له واکه د پرځونې لسیزه پوره شوې وه، د یوه نظامي ګوند په توګه یې کمونیستي مفکورې لرونکي غړي د عراق اردو کې وو، خو شعیه مشرانو ورسره د ایران په دستور سم چلند نه کاوه، په کور کېنول شوو یې هم ښه ورځ نه درلوده، امریکا له دې فرصته استفاده وکړه او په نا مستقیم ډول یې ګڼ بعثیان د داعش لیکو ته د پوځي روزونکو او قوماندانانو په توګه ور ټېل وهل.
دوی هم له خپلې کمونیستي مفکورې سره د خپل قومي غرور، حیثیت ساتلو او پیسو لپاره ځانونونه د خوارجو دغه ډلې ته وسپارل، چې ګڼ هغه یې وروسته د مجاهدینو له لوري په جګړو کې وژل شوي هم دي، خو د رسنیو اسناد ښيي چې دوی له ولس وژنې پرته هېڅ کار نه دی کړی، په هېڅ ډګر یې هم امریکایانو ته کوم زیان نه دی رسولی، بلکې د ځینو نمایشي کړنو په تر سره کولو سره یې د امریکا سره ظاهري دښمني ښودلې ده، خو اصلي موخه یې د واقعي مبارزو مجاهدینو له منځه وړل او د امریکايي ګټو خوندي کول وو.
اسناد څرګندوي چې په ۲۰۱۳ کې د ابوغریب زندان له ماتولو وروسته ګڼ مجرمین او د صدام پوځیان هم د ځان ساتنې او غچ لپاره د داعش لیکو ته ورغلل او د امریکا تر ملاتړ لاندې یې استعماري چوپړ پیل کړ.