لومړۍ برخه
صلاح الدین (ثاني)
داعش یوه پردیپاله او خارجي ډله ده او د مُسلمه اُمت په تاریخ کې داسې خارجي ډلې یا خوارج باربار تېر شوي دي.
داعش هغه ډله ده؛ چې د اسلام مُبارک دین هغه دین چې د ټولې نړۍ لپاره د سولې او امن دین دی، نړۍ او نړیوالو ته له وحشت او دهشت ډک دین معرفي کړ.
داعش ډلې د کفارو په نقش قدم، قدم کېښود او د مُسلمه اُمت په وړاندې یې هغه وحشي او ویره اچونکې کړنې ترسره کړې، چې د اسلام دُښمنانو په تاریخ کې نه وې ترسره کړې.
نه غواړم چې لیکنه اوږده شي راځو اصلي موضوع ته:
د داعش د ظُلمونو په باره کې چې شمېر یې له حده وتلی او د مُسلمه اُمت د هر فرد زړه یې ځورولی.
کله چې داعش خوارجو د عراق په خاوره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خبرې او وړاندوینې مطابق خروج وکړ او د عراق خاورې د ویجاړولو، بربادولو او صلیبي لښکرو ته په قصدي توګه سپارلو څخه وروسته یې د شام په مُبارکه خاوره کې هم د خروج زمینه برابره کړه او هغه کم فکره او ناپوه مسلمانان او ځوانان چې د اسلام له لغوي او اصطلاحي معنا څخه ناخبره ول د دروغجن او کاذب خلافت په فریبجن شعار کې راګیر کړل، چې ګواکې د اسلامي خلافت لپاره جهاد او جګړه کوي، خو په اصل کې د خلافت لپاره نه بلکې خارجیت او تکفیریت لپاره جګړه وه.
د سوریې په خاوره کې داعش خوارجو د کاذب خلافت د ملاتړ لپاره دومره بې ګناه مسلمانان په ډله ییزه توګه ووژل؛ چې د صلیبیانو له هغه وحشت سره برابر دی، چې په بیت المقدس کې یې د مسلمانانو په وړاندې ترسره کړ.
داعش خوارجو د ګمراه بغدادي په امر د سوریې دومره مخلص مشران او مجاهدین په شهادت ورسول، که چېرته هغه مجاهدین د بشارالاسد د رژیم په وړاندې جنګېدلي وای نو نن به د شام مُبارکه خاوره په یوه سپیڅلې اسلامي نظام پوښلې وه، د اُمت د بریا او د برم د بیا اعادې مخه همدې داعشي اسرائيلو نیولې ده.
داعش د سوريې په خاوره کې داسې لویې او سترې قبیلې په عامه توګه ووژلې؛ چې د انسانیت او بشریت په حق کې ستر ظُلم بلل کیږي.
په سوریه کې د داعشو له لوري د مسلمانانو عام وژنه!
١: د شعیطات عام وژنه. (مجزرة الشعیطات) نور بیا…