په کومه نړۍ کې چې نن ورځ ژوند کوو، د عجيبو غريبو پېښو او تحولاتو شاهد يو؛ داسې پېښې چې انسان د هغوی په ارزونه کې حيران پاتې کېږي، هغه پېښې چې تصور يې د څو لسيزو وړاندې انسان ته ناشونی او نه درکېدونکی و.
په داسې نړۍ کې چې “د سندويچ عصر” نوم يې خپل کړی دی، هر څه په بېړه تيارېږي او چټک تدارکات تر ټولو لوړ ارزښت لري، په داسې بې ثباته نړۍ کې ژوند کول له آفتونو او مصيبتونو څخه خالي نه وي.
د دې ترڅنګ، د رسنيو رول هم د اندېښنې وړ دی؛ رسنۍ د ټولنيزو قشرونو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، د ذهنونو د انحراف يوه عمده وسيله ګرځېدلې ده، په داسې نړۍ کې چې د چټکو بدلونونو په څرخېدونکې کړۍ کې راګير ده، ترهګرې ډلې هم له دې امکاناتو خپل ګټه پورته کړې ده؛ د ټکنالوژۍ د پرمختګونو سره سم، هغوی هم خپل جنګي لباس بدل کړی او د ننني عصر په بڼه ميدان ته راوتلي دي.
دې ترهګرو ډلو د لوړ کيفيت لرونکو ويډيوګانو د جوړولو ټکنالوژي تر لاسه کړې او هڅه کوي چې د پاکو او ناپېيليو ځوانانو لمنه خپل لوري ته راکاږي او د هغوی له معصومو احساساتو څخه د خپل ناوړه پوځ د پياوړتيا لپاره ګټه واخلي، روښانه ده چې داعش په دې برخه کې څومره پراخه ګټې ترلاسه کړې دي او په داسې مکر او فريب سره يې څومره بې خبره ځوانان په خپل دام کې ګير کړي دي.
البته دا معنا نه لري چې د ننني عصر امکانات پخپله د فساد او شر سرچينه وي، بلکې د دغو امکاناتو ناسمه کارونه او د شومو اهدافو لپاره يې استفاده دا وسايل د فساد او شر وسيلې ګرځولي دي، د داعش پديده، چې نن د ټولنې د فساد او شر اصلي مور ګڼل کېږي، د دې زمانې د فريب ورکولو له امکاناتو څخه په استفادې سره، تر يوې اندازې خپل شوم اهداف تحقق ته نږدې کړې دي.
داعش څنګه خلک، په ځانګړي ډول ځوانان، خپل لوري ته جذبوي؟
په حقيقت کې، داعش د تبليغاتي وسايلو په وسيله توانېدلې چې په ډېر مهارت خلک وغولوي او ډېر کسان خپل لوري ته راکش کړي، په مجازي فضا کې د ښايسته تصويرونو او د احساساتي او خيالي کليپونو له لارې، د ځوانانو لپاره د قدرت يوه نښه ګرځېدلې وه.
دا پديده، چې د هغوی د ناوړه کړنو له لارې د زړه توروالی تشخيص کېدی شي، د مکارانه فريب او جذب لارې يې ښه زده کړې وې، داعش په حقيقت کې د دغو لارو چارو له لارې غوښتل چې يو پياوړی ځواک رامنځته کړي او د خپلو جګړو لپاره سرتېري برابر کړي.
۱ ـ د ويډيوګانو خپرول او نشرول:
داعش د فني کسانو په درلودلو سره ډېر خلک خپل دام ته راکښلي و، دغه ډله د رواني عملياتو او رسنيزې جګړې له لارې ميدان ته راوتلې وه او تر هغې چې د دوی اصلي څېره نړۍ ته بربنډه شوه، ډېری ځوانان يې د فريب ښکار شوي و، داعش په ځانګړې توګه په ټويټر او فېسبوک کې د مجازي فضا له بې سارې استفادې سره د ټولنيز وېرې او رعب فضا رامنځته کوله.
هغوی د خپلو جوړو شويو کليپونو او ويډيوګانو په وسيله غوښتل چې له يوې خوا عامه وېره خپره کړي، او له بلې خوا د عقده مند او مايوسه ځوانانو شمېر خپل لښکر ته زيات کړي، په حقيقت کې داعش د توجه تږی سازمان و، چې هڅه يې کوله د لوړ کيفيت لرونکو، تکان ورکوونکو ويډيوګانو په جوړېدو سره د خبرونو په سر کې پاتې شي او د خلکو پام ځان ته واړوي او د همدې لارې يې غوښتل چې تازه سرتېري او عقده من خلک ځان ته جذب کړي.
۲ ـ د احساساتي مقالو نشر:
په بله مرحله کې داعش د احساساتي مقالو په خپرولو او د ماهرو ليکوالانو په ګمارلو سره وتوانېد چې هغه کسان چې د مطبوعاتي رسنيو په ډګر کې فعال وو، خپل لوري ته جذب کړي، داعش د بېلابېلو معلوماتو په راټولولو، تنظيم او ترسيم کولو سره، وخت ناوخت ګڼ شمېر راپورونه يو ځای کول او عمومي يې خپرول، تر څو د دغسې مقالو مينه وال ځان ته جذب او تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د احساساتي مقالو خپرول او د فرهنګي برخې له پاکو احساساتو څخه ګټه اخيستل، د داعش د رسنيزې جګړې يوه مهمه برخه ګڼل کېده.
۳ ـ آنلاين نشريات:
داعش د آنلاين نشرياتو او ځينو ښوونيزو ټولګيو په جوړولو سره داسې يو منظم ترتيب او تشکيل برابر کړی و، چې د مجازي مخاطب ذهن يې د لږې مودې وروسته هم خپل فساد ته تسليمولی شو، دوی د دې کار له لارې کولای شول چې د ځوانانو او د نړيوالې ټولنې د خلکو يو شمېر ذهنيتونه د خپلو پټو او ناوړه اهدافو پر لور رهنمايي کړي.
دا تخريبګر او وېرې خپروونکی خوځښت، دومره خپله فعاله حضور د آنلاين نشرياتو په ډګر کې پياوړی کړی و، چې په بېلابېلو ميډيايي چينلونو کې يې ځای موندلی و.