په حقیقت کې، د داعش ماهیت او څېره ټولو ته ښکاره ده؛ داعش یوه ترهګریزه ډله ده، چې خپل نوم یې له ویرې، تشدد او ترهګرۍ سره تړلی، دا ډله او د دوی استخباراتي سازمان؛ چې یوه انحراف شوې نظریه لري، په خپلو وحشیانه اعمالو سره نه یوازې یې د سیمې امنیت او ثبات ته زیان رسولی؛ بلکې د انسانیت، شرف، عزت او کرامت یې هم مسخره کړی دی.
داعش په یوه نا ثابت او تحریف شوي تفسیر سره، د اسلام څخه د اسلامي خلافت د جوړولو، د نفرت او تاوتریخوالي د ترویج هڅه کوي، دا ډله نن ورځ د نړۍ د امنیت لپاره یو له تر ټولو لویو ګواښونو څخه ګڼل کېږي، داعش د د دیندارۍ یوه نوې نظریه او د دین یو نوی انداز وړاندې کړی، خو په حقیقت کې، دا یو داسې تفسیر دی چې له اصل او اساسي دین څخه ډېر لرې دی.
که نن ورځ مسلمانان د یوه بهرني ګواښ سره مخامخ شوي وای، شاید دومره د کمزورۍ او ناچارۍ احساس یې نه وای کړی؛ خو هغه فکري او تیوري پوهان چې د داعش هسته او جوړښت یې اوبدلی؛ د اسلام په نوم، د اسلام په وړاندې برید کوي.
دې حالت مسلمانان په شک او کمزورتیا کې اچولي او له بلې خوا یې د اسلام دښمنانو ته دا فرصت ور کړی، چې پر اسلامي ټولنو یرغل وکړي او هلته خپل افکار و موخې تحمیل کړي.
خو په دې منځ کې، علماء د مسلمانانو فکري او مذهبي رهبرانو په توګه، د دې غمیزې او نوې ديني او جهادي تفسیر په وړاندې یو لوی مسئولیت په غاړه لري.
د داعشي فکر د خپرېدو په وړاندې مخنیوی:
د اسلام علماء په دې مکلف دي چې دین له دې تخریبي او زیان رسوونکو افکارو لرې وساتي، په دې اړه، اړتیا ده چې د علماوو یو شمېر مهم مسئولیتونو ته په لاندې ډول اشاره وکړو:
١: د اسلام صحیح تفسیر:
علماء باید په اسلام کې د سولې، رحمت او عدالت مفهوم په پوره او واضحه توګه؛ د اسلام له سم او منطقي تفسیر سره وړاندې کړي.
۲: د داعشي نظریې او باورونو افشا کول:
د اسلامي نړۍ پوهان او علماء باید د داعش منحرفې نظریې او اعمال افشا کړي او خلګو ته وښيي، چې دا ډله له رښتیني اسلام سره څومره واټن لري.
۳: د تعصب او اختلاف پر وړاندې مبارزه:
علماء باید د مسلمانانو تر منځ یووالي او ورورولي ته وده ورکړي او له مذهبي اختلافاتو څخه د داعش د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي.
۴: د ځوان نسل روزنه او تعلیم:
علماء باید ځوان نسل د رښتیني اسلام په لور تربیت کړي او له باطلو افکارو سره یې مبارزه وکړي، تر څو د دوی د جذبولو مخه ونیول شي.
علماؤ ته د مسلمانانو د فکري او مذهبي رهبرانو په توګه، د داعش د ترهګرې ډلې باورونه روښانه کول او د هغې پر وړاندې مبارزه کول؛ یو مهم او ضروري مسئولیت دی، علماء کولای شي، چې د داعش د نفوذ کچه راټیټه کړي او اسلامي امت ته یوه لویه ګټه ورسوي.
او هغه مهم ټکی چې باید په یاد یې ولرو، دا دی؛ څومره چې د داعش فکر په ټولنه کې خپرېږي؛ په هم هغه کچه به د خلګو باور او اتکا په اسلامي نظام باندې کمزورې کېږي.
له همدې امله، د ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د علماؤ او پوهانو دا مسئولیت دی، چې د دې بدمرغه پيښې په وړاندې لاس په کار شي او یو عملي و اساسي اقدام ترسره کړي.ض