ډېری سازمانونه او حرکتونه د هغوی د ایډیالوژۍ؛ د دقیقې مطالعې او څېړنې له لارې په ښه توګه پېژندل کېږي.
که لږ د دې ډلې، د څرګندېدو په شیبو او د عراق د تر ټولو لوی ولایت الانبار د پراخو برخو، په چټکه نیونه باندې غور وشي، نو په ښه توګه به پوه شو، چې دا ډله له یوه ستر سازمان څخه جوړه او له سيمهييزو ځواکونو سره ډګر ته راوتلې ده.
داعش د سيمهييزو استخباراتي وسیلو په کارولو سره میدان ته راودانګل او د خپل ژوند په لومړیو ورځو کې یې چټک او خورا قوي پرمختګ وکړ.
خو د وخت په تېرېدو او د حقیقت په روښانه کېدو یې؛ ټولې هڅې او هستۍ له منځه لاړې، هغه مقام او نیمه ژوند چې یې په حرکت کې و؛ ورک شو او ډېرو خلکو پر دې ډلې بدګوماني پیل کړه.
دا حرکت په حقیقت کې د دیني ایډیالوژۍ په نه درلودلو سره، په حیرانوونکي سرعت پای ته ورسېد.
په رښتیا چې داعش، د اوسني وخت تر ټولو ستره او خطرناکه انساني پدیده ګڼل کېږي، ځکه چې دا د ځانګړي سيمهييزو او نړیوالو استخباراتي ملاتړونو سره ډګر ته داخل شوې ده، د مخکې ټاکل شوي او موخه لرونکي پلان له مخې یې؛ د جهادي ډلو په منځ کې ځان را پورته کړی دی.
په اصل کې، د داعش د قهرجنو کړنو، ناسم ماهیت او د هغه د څرګندېدو رېښې؛ ډېر خلګ په شک کې واچول او دې مسئلې ډېر خلګ د دوی له ملاتړ څخه راوګرځول.
که څه هم داعش د خپل ظهور په پیل کې، د ځینو سطحي فکر لرونکو انسانانو په زړونو کې، د اسلامي آرمانونو د پوره کېدو لپاره، مرکز او ماوا ګڼل کېده؛ خو په ډېر لږ وخت کې خپلو ذاتي اصولو او اساساتو ته راوګرځېدل.
خلک د دې حقیقت په لیدو سره پوه شول، چې دا ډله او دا تنظیم شوې پدیده؛ هېڅکله د دیندارۍ او د الله جل جلاله د کلمې د لوړولو لپاره، د خدای جل جلاله په ځمکه کې په سمه لاره نه دي.
په اصل کې، د داعش سازمان او ایډیالوژي له هغو غوښتنو څخه راپورته شوې؛ چې د نړیوال سیاست لوبغاړو طرحه او د اوږدمهاله موخو د ترلاسه کولو لپاره یې پلان کړې وې.