د داعش او مقاومت د ګډ پلان په اړه

#image_title

په کابل د طالبانو د دوهم ځل واکمنیدو څخه وروسته ټول هغه کسانو چې په جنک او جکړه کې خپل خیر لیده، یوې او بلې خوا ته وتښتیدل، هغه کسان چې په هیواد کې یې ډیره بده سابقه درلوده یو په بل پسې یې د ګاونډیو هیوادونو په لور لاره ونیوله، دوی چې دا څو لسیزې د هیوادوالو په سرونو، مالونو او عزتونو لوبې کړې وې، اوبه خړولو او ماهي نیولو لپاره یې هر څه ته لاس واچوه.

د مخلصو هیوادوالو کورونه یې خارجیانو ته په نښه کړه، اکثره یې شهیدان او په زیاته کچه یې زندانیان کړه.

دوی له هیڅ ډول ظلم او استبداد څخه لاس وانخیست، دوی فکر کاوه چې دا به د مخلصو افغانانو لپاره ورستۍ ورځ وي خو دا چې طالبان د دوهم ځل لپاره واکمن شول، دوی د خپلو ظلمونو له وجې چې په تیرو څو لسیزو کې یې کړي ؤ د ګاونډیو هیوادونو په لور یو بل پسې ولاړل، حال دا چې د طالبانو امیر دوی ته عمومي عفوه کړې وه.

مقاومت ډله چې ظاهراً ځان د هیواد خواخوږي معرفي کوي ځانونه هیواد ته تر ټولو وفادار بولي. خو که د دوی تاریخ مطالعه شي نو څرګنده به شي، چې دوی په کومه کچه هیواد ته وفادار ؤ؟

په اختطاف، قاچاق او لنډغري کې یې مثاله نه درلود، چې ځانکړی مثال یې حسیب قوای مرکز دی.

همدا رنګه که د داعش تاریخ وڅیړو نو هم به راته په ډاکه شي چې دوی تر کومه حده ظالمان دي، څومره هیواد ته ژمن دي، تر کومې کچې پورې زمونږ د هیواد د فرهنګ، کلتور او عنعاتو سره اړیکه لري. څومره دوی زمونږ د مذهب سره اړیکه لري نو که دا ټولو ته پام وکړو په هیڅ ډول سره شریک نه یو.

او که بیا د داعش او شر و فساد ترمنځ اړیکه وڅیړو، هیڅ ډول مشترکه اړیکه نه لري، نه مذهبي نه کلتوري او نه هم بله داسې خاص مشترکه اړیکه شته، بغیر له دې څخه چې د دوی مشترکه اړیکه د وطن او هیواد تخریبول دي.

څو میاشتی مخکې په تاجکستان کې د احمد ضیاء مسعود په منځکړیتوپ چې د احمد مسعود، امرالله صالح او د سیمې ځینې هیوادونو استخبارتي سازمانونو غړو هم پکې ګډون درلود، یوه غونډه ترسره کړه، چې دې هوکړې ته رسیدلي ؤ چې څنګه کولای شو د طالبانو خلاف ګډ عملیات ترسره کړو، مقاومت د خپلو غړو څخه دا ډول غونډه پټه ساتلې وه خو جنرال شاهین د دې ډول غونډې او پلان مخالفت کړی وو چې نه غواړي د دوی او داعش یو ګډ پلان پر مخ یوسي.

د پورته معلوماتو په اساس په ډاکه کیږي چې داعش او مقاومت څومره افغانستان او اسلام ته ژمن دي او د دوی دواړو ترمنځ مشترک ټکی هم ښه ښکاره کیږي چې هغه د پردیو استخباراتو د آلې په توګه د دواړو په یو ځای استفاده کېدل دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version