د ترکانو په لاس د عثماني خلافت له ماتېدو وروسته د امریکا او غربي هېوادونو له لوري د اسلامي هېوادونو د وېشنې، سېکولرېزم ته د میلان او کفري موخو یا ګټو ته د ژمنو دولتونو د رامنځته کولو لپاره د دولت او حکومت ګڼ طرزونه رامنځته شول، چې تر ټولو مشهور یې «جمهوریت» و، چې په اصطلاح په پنځوس جمعه یو یا اکثریت نظریه باندې ولاړ دی، خو په حقیقت کې د ۴۹ سلنه وګړو پر حق په مېړانه د سترګو پټولو معنی لري.
په ګڼو اسلامي هېوادونو کې به ښايي دا نظام څه ناڅه د جمهوریت پر هغو اصولو برابر و، خو په افغانستان کې له ۲۰۰۰م نه تر ۲۰۲۱ م مېلادي کال پورې رامنځته شوی جمهوریت د هغو اصولو خلاف و چې جمهوریتپالو د یوه جمهوریت لپاره اړین ګڼل، بلکې پر جمهوریت یې ریشخند او ملنډه هم بللی شو، ځکه چې دلته په جمهوریت کې هم جمهوریتونه او جمهور رئیسان موجود و.
د جمهوریت دا کمزورۍ د څه لپاره وې؟ ښايي ډېرې موخې به ولري، خو یوه تر ټولو مهمه یې د اشغال او اشغالي ګټو لپاره د داسې ډلو رامنځته کول و، چې په هر ډول شرایطو کې د دوی چوپړ وکړي او هغه مجاهدین ورباندې وځپي چې پر اسلامي عقیده او ولسي ملاتړ د اشغال پر وړاندې پر ناڅيزه امکاناتو د سر په بیه جنګېږي او د اشغال د رېښو ټېنګېدو مخنیوی یې کړی دی.
د داسې ډلو له منځه یوه هم افغانستان کې د خراسان داعش ډله وه، چې د عراقي داعش په تقلید رامنځته کړل شوه، هغه خارجي ډله چې رېښې یې د جمهوریت په خاوره کې وې او اوبه د امریکا او ګاونډیو هېوادونو استخباراتي لوښو کې ور کول کېدې.
که څه هم امریکا او جمهوریت په ظاهره له دغه ډلې سره مخالفت درلود، زرګري جګړه یې هم ورسره کوله، خو حقیقت دا دی چې له بشپړ پوځي او مالي ملاتړ څخه یې برخمنه وه، تر څو له یوې خوا ورباندې خپلې اشغالي او فکري موخې عملي کړي او له بلې خوا ورباندې طالب مجاهدین وڅپي، هغه مبارزین چې جمهوریت د امریکا له بشپړ پوځي او استخباراتي ملاتړ، معاصرې پوځي ټکنالوژۍ یا امکاناتو سربېره هم ورسره د جګړې توان بایللی و.
که څه هم غربي رسنیو په خپلو تبلیغاتو کې داعش ته پراخ کمپاین کاوه او پر وړاندې یې د جمهوریت د پوځیانو «جدي» مبارزه ستایله، خو د پردې شاته د جمهوریت او داعش د ټینګې یارانې کیسې روانې وې، چې د امریکا د مهربانۍ سیوری ورباندې غوړېدلی و، دلته به ددې یارانې د ثبوت لپاره څو ټکي وړاندې کړو:
۱:- امرالله صالح او داعش؛
صالح د وخت د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال، چې له انګلستان څخه راغلی و او د هغه هېواد له بشپړ ملاتړ څخه برخمن و، په استخباراتي چارو کې د یوه کرايي مامور او جاسوس په توګه له لوړ مهارت څخه برخمن و، د خپل سکرتر په مرسته یې د داعشي خوراجو له غړو سره وخت ناوخت حتی په ارګ کې لیدنې کتنې درلودې.
پیسې، پلانونه او نظامي مشورې یې ورکولې، چې د ځان سپین ښودلو لپاره يې د «شش و نیم» په نام هدفي وژنې رواج کړې، ګڼ هغه پوځي چارواکي ترور شول چې د داعش پر وړاندې جنګېدلي و، خپله دده سکرټر او ځانګړی ساتونکی ثناءالله غفاري هم په ۲۰۲۰ مېلادي کې د شهاب المهاجر په نوم د داعش مشر شو.
۲:- رحمت الله نبیل او داعش؛
نبیل د جمهوریت اداره کې د ارګ د ساتونکي ګارډ مشر او د اشرف غني په لومړۍ دوره کې د استخباراتي ادارې رئیس و، نوموړي هم له امریکايي استخباراتو سره نږدې اړیکې درلودې، خو له داعش سره یې د مالي، نظامي او اپراتیفي همکاریو راز هغه وخت رسوا شو چې په لوګر ولایت کې یې یو دستیار ډاکټر ضیاءالدین کمال او ملګری د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري ونیول شول.
له دوی سره یو داعشی هم و، په خپل اقرار کې یې وویل چې لوګر ته داعشیانو ته د پیسو د وړلو په موخه راغلي وو، کابل کې د نبیل څو کورونه د داعشیانو لپاره د مېلمستونونو په توګه کارول کېږي او دی هم هلته ساتل شوی و، هغه مهال دې قضیې په پارلمان او رسنیو کې غوغا راپورته کړه، خو دا چې د جمهوریت رسوايي پکښې وه، نو په زور او رشوتونو غلې شوه.
۳:- ننګرهار او داعش؛
ننګرهار یو له هغو ولایتونو څخه و چې داعش په کې پوځي حضور رامنځته کړ او د اسلامي امارت سرې قطعې یې پر وړاندې پرېکنده مبارزه وکړه او په اچین، شینوارو او خوګیانیو کې یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې.
خو ګڼ داسې موردونه و، چې داعشیان له محاصرې څخه د اردو او امریکايي چورلکو یا جیټ الوتکو د بمبارد په پایله کې خلاص شوي، مهمات ور وړل شوي یا خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي، په دې اړه هغه مهال د رسنیو راپورونه او د پارلمان اعتراضونه اوس هم شته دي، چې څو پارلماني وکیلانو یا اربکیانو ته هم جمهوریت د جګړې یوه برخه په ټیکه ورکړې وه.
۴:- د فراه عرب ښکاریان؛
د کرزي او اشرف غني په دورو کې ګڼ عربان د سیاحت او پانګونې په بهانه افغانستان ته راتلل، د غني د حکومت پرمهال رسنیو کې راپورونه خپاره شول چې یو شمېر عرب فراه او نیمروز ته د ښکار صنعت د ودې لپاره راغلي، ښکار هم کوي او ځینې مرغان هم پالي.
هلته یې کمپپونه ووهل او جمهوریت ورته سخت امنیتي تدابیر هم نیولي و، خو په کمه موده کې له کمپونو او شاوخوا سیمو څخه داعشي ترهګر راووتل او سیمه یې نا امنه کړه چې وروسته د اسلامي امارت مجاهدینو په کم وخت کې د هغوی د پوځي فعالیتونو لمن ور ټوله کړه.
۵:- دیني عالمان موخه ګرځول او جوماتونه ورانول؛
ددې لپاره چې اسلامي امارت او مجاهدین نوم بدي کړي، د جمهوریت استخباراتي ادارې په ګڼ شمېر دیني عالمانو، جوماتونو او قومي مخورو بریدونه وکړل او پړه یې پر امارت ور اچولې وه چې ګني د اسلام مخالفت دی، خو دومره سره نا همغږي وو چې هم مهاله به یې مسوولیت داعشي خوارجو هم واخیست او یوه خبره به دوه ښکره شوه.
د وزیر اکبر خان د جومات پر ملا امام دوکتور نیازي برید، د کابل پوهنتون پر دوو استادانو برید، خپله پر کابل پوهنتون برید، پر دوکتور باقي امین او پر نورو مخورو علماؤ بریدونه ټول د جمهوریت او داعش ګډ وحشتونه و، چې امارت یې هېڅ مسوولیت نه دی اخیستی، بلکې غندلي یې هم دي.
۶:- د مقاومتیانو او داعش اتحاد؛
کله چې جمهوریت و پرځول شو او د جمهوریت تښتېدلو سرتېرو او د جمهوریت تر پوست لاندې جمیعتي یا شورای نظار واکمنو پنجشیر د اسلامي امارت له مجاهدینو سره د مبارزې لپاره غوره کړ، تر ټولو لومړی کار د جمهوریت د همدغو تښتېدلو غړو او داعش تر منځ د ګډې مبارزې اتحاد و.
په دې اساس ویلی شو چې هېڅ امکان نه لري، دغه اتحاد دې دومره ژر له پخوانیو اړیکو او همکاریو پرته رامنځته شي، خو له نېکه مرغه دا ټول خوبونه یې په اوبو لاهو شول او د امریکايي کانګریس د غړو هغه غوښتنه یې هم په اوبو لاهو کړه چې پنجشیر کې دې د مرستو او همکارۍ یوه خوندي ساحه رامنځته شي، حقیقت دا و چې دا خوندي ساحه د خوارجو لپاره د یوه پنډغالي لپاره وه، جمهوریتي یارانو هسې هم نور دوی ته خپل اعتبار بایللی و.
پورتنیو مواردو ته په پام سره ویلی شو چې هېڅ امکان نه لري چې داعشي خوارج دې هغه مهال له جمهوریت او امریکايي استخباراتو یوه جلا ډله وي، ځکه هېڅ داسې بېلګه نشته چې د دوی په وسیله دې د جمهوریت پوځیانو یا امریکانو ته مالي او ځاني زیان اوښتی وي.
بلکې تل یې د هغوی موخې او ګټې خوندې کړې او برعکس یې د اسلام او اسلامي امارت د نوم بدۍ، په سني او شعیه د افغان مسلمان ملت د وېش لپاره کار کړی، پر افغان ځورېدلي ولس یې سخت ظلم کړی دی، چې د ننګرهار شینواري، اچین او خوږیاني یې غوره بېلګې دي او ددغه وحشي ډلې پر لمن تور داغونه دي.