عابد احمدزی
پنځم اعتراض:
طالبانو ولې په خپلو صفونو کې ښځو ته ځای ورکړی دی؟
دواعش په اسلامي امارت بل اعتراض دا کوي، چې طالبانو ښځو ته په خپلو لیکو کې ځای ور کړی دی.
جواب الزاما باید ووایو:
که چېرته داعش(خوارج)ړطالبانو ته له دې امله مُرتدین وایي، چې طالبانو په خپلو صفوفو کې ښځو ته ځای ور کړی، نو بیا خو داعش هم له همدې امله مُرتدین دي.
ځکه داعش هم چې کله په عراق کې را پورته شول، نو په اول ځل یې په، دوه زره دیارلسم کال (2013) عراق کې دوه ښځینه فرقې را منځته کړې، چې یوه یې (فرقة ام الخنساء) او بله یې( ام الریان ) نومیدلې.
ام الخنساء، فرقه د ښځینه پولیسو وه او دنده یې په عامه ځایونو کې د ښځو څارنه وه، چې حجاب یې کړی دی او کنه؟ همدارنګه د دې فرقو دنده دا هم وه، چې کله به داعش وخت نا وخت په یو کور چاپه وهله، نو اول به ښځینه پولیسې کور ته ننوتلې.
اوس که دواعشو ته ووایو، چې تاسو دواعشو ته دا نظریه د الزرقاوي لخوا وړاندې شوې وه، چې ښځو ته به په صفونو کې ځای ورکوﺉ، نو د هغه لپاره به څه ځواب وایي فماجوابهم فهو جوابنا.
تحقیقي ځواب دا ده، چې د رسول الله (ﷺ) په زمانه کې هم ښځو په جهاد کې برخه اخیستې وه، خو وروسته بیا د ښځو د شرکت څخه تدریجا منع راغله.
او فقهاء فرمایي: چې اوسنۍ زمانه کې د فتنې له امله ښځې جهاد نشي کولای، مګر بیا هم علماء کرامو د اشد ضرورت، لکه د نفیر عام په وخت کې چې الله (ﷻ) په (سورة التوبة 41 ايت)کې فرمایي:
ژباړه: كه سپك ياست، كه درانه، غزا ته ووځئ او د الله په لار کې په خپلو مالونو او سرونو سره جهاد وکړئ.
دا ستاسو لپاره ډېره ښه ده كه پوهیږئ.
نو د نفیر عام په صورت کې خو د فقهې کتابونو لیکلي دي، چې د زوج اذن ته هم ضرورت نشته.
د افغانستان اسلامي امارت چې کله حاکم شو، ښځي په پارلمانونو کې وې مګر فرمان یې لغوه شو. کومې ښځې چې په بستونو مقررې دي او اوس هم وظیفه لري دا له لمر څخه روښانه ده چي امارت دوی ته په خپل کور کې د ننه معاشونه ورکوي، او د ټولې نړۍ سره د امارت د ټکر نقطه هم یوه دا ده، چي ښځې ولې له ټولنې حذف شوې دي؟
د ښځو مکاتب په همدي بناء چې مناسب چاپیریال نشته، دا دی ډېره موده کیږي، تړل شوي دي، البته په بعضو پوسټونو کې لکه د طبي مسائلو، پوهنې ریاستونو، شاروالي او یو شمیر یې پولیسو کې محتسبینې دي او اوس هم دندېلري چې تاسو یې خپله مشاهده کولی شئ، چې د یادو پوسټونو لپاره اشد ضرورت دی او په دې کې خو هیڅوک هم مخالفت نلري.
بله خبره د ښځينه اُستادانو ده، دا هم اجماعي مسئله ده، او د ښځینه محتسبینو مسئله لکه تیرو میاشتو کې چې کابل کې تصفیوي عملیات کیدل، نو کورونو ته به لومړی ښځې ننوتلې تر څو ښځې د ستر او حجاب خیال وساتي بیا به یې اجازه اخیستله.
د دې سر بیره په شاروالي برخه کې هم بعضې ښځې په دنده پاتې شوي دي او د اسلامي امارت اعلامیه واضحه او روښانه ده.
اسلامي امارت د دې دندو باوجود دا شرط هم لګولی ده، چې ښځه کله دفتر یا دندې ته راځي باید له هغې سره محرم هم وي.
د اسلامي امارت وروستیو اسلامي شعائرو څخه هیڅوک هم سترګې نشي پټولای د موسیقي بندیز ، د ږیرو خریل بند، د حجاب حکم عملي کول، د شرعي حدودو نافذول، پارکونو ته د ښځو بندیز، حمامونو ته د زنانوو له تګ څخه منع او د ارایشګاوو بندیز ټول له هغو کارونو څخه دي چې د داعشیانو دې پوښتنې ته په خپله ځواب ده.