د داعش په کلامي او فقهي بنسټونو نقد
۳:- د داعش ډلې د فقهي انحرافاتو تحلیل؛ د شریعت تر پوښښ لاندې جنایتونه
داعش ډلې د اسلامي شریعت د پلي کولو دعوا سره، په حقیقت کې د اسلامي فقهې سره تر ټولو لویه خیانت وکړ، دا منحرفه او منحطه ډله د دیني مفاهیمو او گزاره وو په ښکاره تحریف او د فقهي او اسلامي متونو څخه په خپلو خوښو تفسیرونو سره، د ګران اسلام یوه ناسمه، وحشیانه او غیر واقعي څېره نندارې ته وړاندې کړه چې د رحمت، حکمت، عدالت او عقلانیت بنسټ ایښودونکی دی، د دې ډلې د کړنو دقیقه څېړنه ښیي چې دوی څنګه د خلکو له مذهبي احساساتو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره، اسلامي فقه خپلو جنایتونو ته د توجیه یوه وسیله ګرځولې وه.
د داعش د فقهي انحرافاتو بنسټ په دریو محورونو ولاړ دی: د اسلامي مفاهیمو تحریف، د اسلامي عالمانو د اجماع له پامه غورځول او د جعلي احکامو رامنځته کول؛ داعش ډلې په قرآني آیتونو او احادیثو کې په انتخابي ډول یوازې هغو برخو باندې استناد کوه چې له دوی له شومو اهدافو سره یې سمون درلود، د مثال په توګه، دوی د «قاتلوا المشرکین کافة» آیت د ټولو غیر مسلمانانو د وژلو لپاره د پلمې په توګه وکاروه، په داسې حال کې چې دا آیت په ځانګړو شرایطو کې نازل شوی و او د اسلام لویو مفسرینو تل د جهاد په شرایطو او محدودیتونو ټینګار کړی دی.
د ملکي وګړو او جنګي اسیرانو د حقوقو په برخه کې، داعش ډلې په ښکاره ډول اسلامي فقهي اصول تر پښو لاندې کړل، د اسلام سترو فقهاوو له مذاهبو امامانو څخه نیولې بیا تر نوموتو فقهاوو پورې په دې مذاهبو کې تصریح کړې ده چې په جنګ کې د ښځو، ماشومانو او ملکي وګړو وژل حرام دي، خو داعش ډلې نه یوازې دا مسلم اصل له پامه وغورځوه، بلکې خپل جنایتونه یې په ویاړ خپرول، دوی حتی په بشپړه توګه غیر اسلامي مفاهیم لکه «جهاد نکاح» رامنځته کړل چې د اخلاقي فساد د توجیه لپاره د دین د تحریف یوه څرګنده بیلګه وه.
د داعش له لویو فقهي جنایتونو څخه یو هم د تکفیر دایرې بې سارې پراخول وو، دې ډلې په بشپړه بې پروايي سره، هر مسلمان چې له دوی سره مخالف وو مرتد اعلانوه، په داسې حال کې چې د اسلام په سنتي فقه کې د مسلمانانو تکفیر وروستۍ حل لاره ده او ډېر سخت شرایط لري، د اهل سنتو سترو عالمانو څو ځله ټینګار کړی دی چې د مسلمانانو تکفیر پرته له دقیقې څېړنې او د ټولو شرعي شرایطو له رعایت پرته، په خپله یو لوی ګناه بلل کیږي.
تر دې هم حیرانوونکې نکته دا ده چې داعش ډله حتی د سخت دریځو سلفي عالمانو له فتواو څخه هم تېره شوه او د یو بشپړ خپل په لاس جوړ شوي فقهي نظام رامنځته کولو ته یې مخه کړه، دوی د اړین علمي او اجتهادي صلاحیت پرته، داسې احکام صادرول چې حتی خپلو نږدې کسانو او فکري جریان یې هم ردول، دا موضوع په ښکاره ښیي چې داعش ډله د شریعت د پلي کولو په لټه کې نه وه، بلکې د خپلو بې حده تاوتریخوالو د توجیه په لټه کې وه.
د کلتوري او تاریخي آثارو ویجاړول هم د داعش له نورو فقهي جنایتونو څخه شمیرل کېږي، دې ډلې د ضعیفو او اسرائیلي روایتونو په استناد، د بشریت د تمدني میراث په ویجاړولو لاس پورې کړ، په داسې حال کې چې د اسلام فقهاوو تل د تاریخي آثارو د ساتنې په اړه د بشري پوهې د یوې برخې په توګه ټینګار کړی دی، حتی امام ابن تيميه چې داعش د هغه د پيروي دعوا کوله، هېڅکله يې داسې فتاوې نه وې ورکړې.
په پای کې باید ټینګار وشي چې داعش ډله نه یوازې د اسلام استازې نه وه، بلکې د دې دین اصلي دښمنه ډله شمیرل کېده، د دې ډلې کړنې په دومره اندازه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې وې چې حتی تر ټولو سخت دریځو کسانو یې هم تایید نشوې کړای؛ نن ورځ د ټولو مسلمانانو دنده ده چې د دې انحرافاتو په دقیق پیژندلو او ځوانانو او نورو ته په روښانه کولو او پوهاوي ورکولو سره، د دیني مفاهیمو څخه د نورو ډلو د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي. اسلام د رحمت او عدالت دین دی، نه د هغه تاوتریخوالي او تعصب چې د داعشي خوارج يې ادعا کوي.