د داعش قضایي نظام د اسلامي شریعت یو څرګند، قصدي او منظم تحریف و، چې د ځانګړو سیاسي موخو د پلي کولو لپاره طرحه او تنظیم شوی وو، دې ظالمانه نظام د لاندې ځانګړتیاوو له مخې عمل کاوه:
داعش له هغو سختو او غیرانساني سزاګانو کار اخیست چې د اسلام د رحماني روح سره په ښکاره ټکر کې وې؛ لکه د بدن د غړو پرېکول، سنګسار او د خلکو په وړاندې عام اعدامونه، پرته له دې چې د حدودو د تطبیق هغه فقهي شرايط او اصول مراعت کړي چې اسلام یې د عدالت او د بشري کرامت د خوندي ساتلو لپاره ټاکلي دي.
په اسلامي فقهه کې د هر حد د اجرا لپاره داسې دقیق او پېچلي شرایط وضع شوي چې په عملي بڼه یې پلي کول ډېر محدودوي. د بېلګې په توګه، د زنا د ثبوت لپاره د څلورو عادلانو شاهدانو شهادت لازمي دی او د غلا په صورت کې باید مال د شرعي نصاب حد ته رسېدلی وي او سارق له مالي بېوسۍ سره مخ نه وي. خو داعش دا ټول شرایط په قصدي ډول له پامه غورځول، څو له اسلامه یو زشت، ظالمانه او غیرمنطقي انځور وړاندې کړي.
دغه تکفیري ډلې د ښځو او ماشومانو د حقونو په ښکاره نقض سره، د مذهبي اقلیتونو ښځې جنسي مېرمنې ګرځولې او ماشومان یې د جګړې د وسایلو په توګه کارول. دا په داسې حال کې ده چې اسلام ښځو او ماشومانو ته ځانګړي حقوق ورکړي او هر ډول ظلم پرې حرام بللی دی. د ناپوهانو لخوا د تمثیلي محاکمو جوړول، د متهم لپاره د دفاع د حق نشتوالی او د مخکې ټاکل شوو احکامو صادرول، د دې اسلامي ضد او بشري ضد نظام بله څرګنده ځانګړنه وه.
داعش د تکفیر له مفهومه ناوړه ګټه واخیسته او هر مخالف یې د غلطو او دروغو بهانو پر بنسټ مرتد اعلان کړ. حال دا چې په اسلام کې د مسلمان تکفیر یو خورا حساس فقهي بحث دی، چې یوازې د علماؤ د ژورې څېړنې وروسته ممکن دی. قرآن عظیمالشان صراحتاً وایي:
“إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ ٱللَّهِ أَتْقَاكُمْ”
(بېشکه له تاسو څخه د الله جلجلاله په وړاندې تر ټولو نږدي هغه دی چې ډېر تقوا دار وي)،
خو داعش د تقوا معیار یوازې د خپلې ډلې وفادارۍ ته راټیټ کړی و.
په وروستۍ فلسفي تحلیل کې، د داعش قضایي نظام له اسلام سره هېڅ فکري او ارزښتي تړاو نه درلود، بلکې دا د لوېدیځو استعماري قدرتونو یو سیاسي ابزار و، تر څو لاندې موخې ترلاسه کړي:
۱: د اسلام یو خشن، ظالمانه او غیرانساني انځور نړیوالو ته وړاندې کول
۲: د لوېدیځو ځوانانو د روحاني سکون او معنوي حقیقت د لټون مخه نیول
۳: د اسلامي هېوادونو په چارو کې د نظامي مداخلو توجیه
۴: د اسلامي امت تر منځ د تفرقې او شخړې رامنځته کول
احصایې ښيي چې د داعش د فعاليتونو په اوج (۲۰۱۴ ـ ۲۰۱۷) کلونو کې، د اسلام په لور د اروپايي ځوانانو تمایل په څرګند ډول راکښته شو. دا هماغه هدف و، چې د داعش د پروژې طراحانو ورته رسېدل غوښتل، د لوېدیځ ځوانان د اسلام له حقیقت څخه وېروول او د دې رحماني دین له منلو يې منع کول.
واقعي اسلامي دین د عدالت، رحمت او انصاف دین دی. د اسلامي شریعت قضایي نظام پر هغو اصولو ولاړ دی، چې د فردي حقونو او ټولنیزو مصالحو دواړو ساتنه کوي. دا د هر مسلمان دنده ده چې د اسلام ریښتینی، عادل او انساني مخ نړۍ ته وروپېژني، تر څو د استعماري او ضدبشري پروژو سیوري بېاغېزې شي.








































