د داعشي خوارجو جنایات! لومړۍ برخه

لیکوال: خاکسار پکتیاوال
لکه څنګه چې مونږ او تاسو ته مخکې د دوی په صفاتو کې، دا څرګنده/روښانه شوه، چې خوارج/داعش هغه کارونه.، چې په خُله یې وایې، کوي یې نه بلکې دوی همیش د مسلمانانو په قتلولو، ربړولو او بې ځایه شکنجه کولو کې، له ډیرو وحشتونو څخه کار اخستی او په مسلمانانو یې بې ځایه وحشتونه کړي. مګر مونږ یې اوس له هغو وحشتونو څخه د یو څو دانو په یادولو کرښې ډکوو.
لومړی
د شیخ ابو خالد السوري بې رحمانه وژنه. د ابوخالد وژنه د خوارجو لپاره یو له شرم څخه ډک کار وو او په دې کار سره باید د خوارجو/داعشیانو سترګې د ټول عمر لپاره ټیټې شوې وای، ځکه ابو خالد د شیخ عزام، بن لادم او نورو جهادي مشرانو نیږدې ملګری وو، چې د خوارجو /داعشیانو له لوري په خورا بې رحمانه انداز سره په شهادت ورسول شو او داعشیانو په دې کار کې هیڅ کوم د شرم احساس هم ونه کړ.
دوهم
د شیخ ابوالخزرمي وژنه.
ابراهیم سعید العبدالله چې د سوریې په رقت ښار په جورنیه سیمه کې زیږیدلی وو، ډیر عبادت ګزار او خوش اخلاقه انسان وو. نوموړی چې په ابو سعیدالخزرمي باندې مشهور وو، په عراق کې د امریکایي اشغال سره سم عراق ته ولاړ او هلته یې د امریکایانو په ضد خپلې جهادي مبارزې ته ادامه ورکړه، چې په 2005م کال سوریې ته راستون شو او هلته یې د بشار الاسد په وړاندې پاڅون وکړ، چې نوموړی د بشار د استخباراتو له لوري دوه ځله بندي شو. او په 2011م کال کې یې د بشار الاسد په وړاندې خپلې جهادي/نظامي مبارزې ته لاس کړ او د محمد الجولاني سره ملګری شو. دی په سوریه کې لومړی کس وو، چې په لومړي ځل یې د سوریې رقة ښار په مکمله توګه فتح کړ او د اسد رژیم اولسمه پایه یې ور دړې وړې کړه.
د بغدادي له خلافت څخه وروسته، نوموړی له اسلامي خلافت سره یو ځای شو، خو کله چې د اسلامي دولت له جبهة النصرة سره ستونزه راغله، نو نوموړی د شیخ ظواهري فیصلې ته منتظر شو، چې د هغه/شیخ ظواهري له فیصلې سره سم یې، له اسلامي حکومت سره خپل پریکون اعلان کړ او بغدادي یې په په دې وجه باغي وباله، چې ده له ظواهري سره خپل بیعت مات کړ. مګر دی له دې کار څخه شل ورځې وروسته وتښتول شو، او په لومړیو کې دواعشو داسې اوازې خپرې کړې،چې دی د څو قبایلي مشرانو له خوا د اسد رژیم ته سپارل شوی. مګر د دوی دا دروغ هم بیرته د دوی له لوري ښکاره شول، چې له څلورو میاشتو له تیریدو وروسته، عدناني په یو صوتي کې د هغه قتل په خپله غاړه واخست او هغه یې کافر او مرتد وباله او ځانونه یې د هغه په مقابل کې د الله د حکم نافذونکي وبلل. الله تعالی دې له دوی څخه د دې کار بدله په دنیا او آخرت کې واخلي.
دریم
د ابومحمد الفاتح او د هغه د ټولې کورنۍ وژنه. دا کار هم داعشیانو په ډیره بې رحمانه انداز سره وکړ.
ابومحمد الفاتح په 1983م کال کې د سوریې د دمشق په ښار کې زیږیدلی وو او په 2004 م کال کې یې د مصر له الاظهر پوهنتون څخه د احادیثو دکتورا تر لاسه کړه او په 2011م کال کې یې د لبنان په جامعة الجنان کې ماجسترا حاصله کړه او خپل ښار ته راستون شو. نوموړي په 2012م کال کې د شباب الهدی په نوم خپل جهادي مسلح ګروپ جوړ کړ او د بشار الاسد په مقابل کې یې، خپلې مبارزې ته دوام ورکړ، چې په ډیره کمه موده کې یې ډیرې زیاتې سیمې فتحه کړې. په 2014م کال کې د ده کور ته د داعشو له خوا څلور کسان ولیږل شول، چې ګواکې دوی میلمانه دي نو هلته یې د ابو محمد الفاتح په شمول د هغه ټوله کورنۍ په شهادت ورسوله.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version