د خوارجو پیدایښت

#image_title

خوارج یوه ګمراهه فرقه ده چې له پیدایښت وروسته یې د مسلمانانو لپاره له فساد او بدنامۍ پرته بل څه نه دي کړي او د دې مهم لامل دا دی چې دغه ګمراه فرقه د هغه وخت د یهودانو او منافقانو له خوا جوړه شوې، روزل شوې او وده ورکول شوې ده.

دوی ته ولې خوارج ویل کیږي؟
د دوی او د دوی د نومونو ترمنځ اړیکه څه ده؟!

“خوارج” او “خارجي” د لازمي فعل یانې خَرَجَ، یَخْرُجُ، خُرُوجاً څخه اخیستل شوي او دا د وتلو معنی لري.

د خوارج فارسي معادل “شورشيان” دی، چې د “شورش” له کلمې څخه اخیستل شوی او عمومي معنی یې سرکشي ده. له همدې امله د وخت د حاکمانو مخالفین او شورشیان “خارجي” بلل کېږي چې په لږ توپير سره د شر او فساد ډله هم د خوارجو په ډله کې راتلای شي!

خوارج له کوم ځایه او څنګه راغلل؟ (د دوی په اند) موخه یې څه وه ؟

خوارج یوه تاریخي اصطلاح ده چې د حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه د خلافت په پای کې او د علي بن ابي طالب رضی الله عنه د خلافت په پیل کې د مسلمانانو تر منځ د سیاسي وېش په پایله کې رامنځته شوه.
د یوې متحدې ډلې په توګه یې خپل ظهور اعلان کړ، خو د دې تکفیري فرقې نښې نښانې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم موندلی شو.

د حنین د غزوې په جریان کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د “هوزان” په قبیله کې د غنیمت مالونه وېشل، د بني تمیم د قبیلې یو سړی چې “ذوالخویصره تمیمي” یا “هرقوص بن زهیر” نومیده پاڅېد او په بې ادبۍ يې اعتراض وکړ او ويې ويل: اې محمده! عدالت رعایت کړه!”

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې وفرمایل: پر تا به څوک انصاف وکړي که زه عادل نه یم؟!

په دې وخت کې حضرت عمر رضي الله عنه ودرېد او ويې ويل: اجازه راکړئ چې د هغه غاړه پرې کړم. خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه پریږدئ، هغه یوه ډله لري چې تاسو به خپل لمونځونه او روژې د دوی د لمانځه او روژې په پرتله بې ارزښته ګڼی، مګر دوی د دې ټولو عبادتونو سره له دین څخه دومره لرې ځي لکه غشی له کمان څخه.»

د خوارج اصطلاح وروسته له هغه د کتاب او سنتو د مخالفانو د يوې ډلې لپاره وکارول شوه چې د صفين په جګړه کې يې د حضرت علي (رضی الله عنه) پر ضد بغاوت وکړ او د ډېرې سختې او له تشدده ډکې عقیدې سره په “حروراء” سيمه کې مېشت شول او د دوی د نومولو لامل د هغه وخت برحقه او واجب الاطاعة خلیفه مخالف بغاوت کول او خروج وو، هغه یوه سخت دریځه ډله چې د صفین په جګړه کې یې لومړی د مسلمانانو شرعي او قانوني خلیفه امیر المومنین علي رضی الله عنه باندې حَکمیت تحمیل کړ او وروسته یې پر وړاندې ودرېدل او مخالفت یې پیل کړ!

په لومړي سر کې له حضرت علي (رضی الله عنه) سره وو، خو کله چې له حضرت معاويه (رضی الله عنه) سره د شخړې د هواري لپاره د “حَکمیت” خبرې اترې وشوې، نو د صفين په جګړه کې يې بغاوت (شورش) وکړ.

دوی په دې اند وو چې «‌ان الحکم الا الله یانې د خدای حکم پرته بل هیڅ حکم نشته» دا د دوی شعار وګرځېد او دا یې ویل چې له معاویه رضی الله عنه سره باید جګړه وشي او ماته ورکول شي او د سولې تړون د حضرت معاویه رضی الله عنه سره ورته حرام او ناجایزه ګڼل کېده.

خو حضرت علي رضي الله عنه د خوارج په وړاندې د هغوی له تکفیر او ورسره سختي کولو ډډه وکړه او د انساني حقونو په پوره رعایت او درناوي سره یې ورته وويل:
ستاسو درې حقونه زموږ سره خوندي دي:
1. موږ به هیڅکله تاسو د ښار په جومات کې له لمانځه او زموږ په غونډو کې له ګډون څخه منع نه کړو.

2. تر هغه چې تاسو زموږ سره یاست موږ ستاسو معاش له بیت المال څخه درکوو.

3. موږ به له تاسو سره تر هغه وخته جګړه ونه کړو تر څو چې تاسو خپله توره زموږ پر ضد ونکاروی او جګړه پیل نکړئ.

خو ډېر وخت لا نه وو وتلی چې خوارجو د حضرت علی رضی الله عنه له دې نرمو خبرو څخه ناوړه ګټه واخیسته او د نهروان په نوم جګړه یې پیل کړه چې په راتلونکو برخو کې به یې درته بیان کړو. ان شاءالله

هرماس الافغاني
Exit mobile version