د داعش خلافت؛ د وحشت غوښتونکو روایت! څلورمه برخه

أحمد خراساني

خوارج؛ د داعش په پرتله

د تاریخي خوارجو او معاصر داعش ترمنځ د پرتلیزې څېړنې پر مهال داسې حیرانوونکي ورته‌والی لیدل کېږي، چې د دواړو د فکري بنسټونو او عملي میتودونو ترمنځ د نه بېلېدونکي تړاو څرګندونه کوي، دواړه بهیرونه د دیني متونو په سطحي او انعطاف ‌ناپذیر تفسیر ولاړ دي، ځانونه د اسلام یوازیني ریښتیني استازي ګڼي او نور ټول له دین څخه بهر بولي.

لومړی ورته‌والی د دوی په تکفیري لیدلوري کې پروت دی، لکه څنګه چې خوارجو د خپل وخت مسلمانان د لویو ګناهونو له امله تکفیرول، داعش هم د خپلو ځانګړو تعبیرونو پر بنسټ، هر هغه مسلمان چې د دوی له عقیدې سره موافق نه وي، کافر ګڼي. دا تکفیري منطق دواړو ډلو ته دا توجیه ورکوي چې د نورو مسلمانانو وینه تویول روا وګڼي او تاوتریخوالی د شرعي عمل په توګه تشرېح کړي.

په عملي ډګر کې هم دواړه ډلې منظم تاوتریخوالي ته مخه کړې. خوارج په تاریخ کې د خپل ظلم، قساوت او بې‌رحمۍ له امله بدنام ول، تر دې چې ښځې او ماشومان یې هم له وژلو نه معافول، داعش بیا د اعدامونو او سر پرېکولو د ویډیوګانو په خپرولو سره، هماغه وحشت په دې عصر کې ژوندی کړ، دواړو ډلو تاوتریخوالی نه یوازې د یوې وسیلې په توګه کارولی، بلکې د خپل مذهبي هویت د برخې په توګه یې تبلیغ کړی دی.

بل ورته‌والی د خلافت او حکومت په مفهوم کې ښکاري، خوارجو عقیده لرله چې هر واکمن چې د دوی د تفسیر مطابق د شریعت په کلکه عمل ونه کړي، د عزل وړ دی او د هغه پر وړاندې پاڅون روا ګڼل کېږي. داعش هم د خلافت په اعلان سره ځان یوازینی اسلامي دولت وباله او ټول سیمه‌ییز حکومتونه یې «طاغوت» ونومول. دا دریځ دواړه ډلې له ټولو موجودو سیاسي جوړښتونو سره په تقابل کې درولي دي.

د دیني متونو په تفسیر کې دواړه ډلې یوازې په ظواهرو بسنه کوي او د شریعت له روح او د اسلام له لویو موخو بې‌پروا دي، دغه تحت‌اللفظي او له تأویل څخه تش تفسیر، د رحمت، عدالت او مصلحت مفاهیم له دوی څخه پردي کړي دي، یو بل مهم ورته‌والی هغه شقاق او تفرقه ده چې دواړو ډلو په اسلامي امت کې خپره کړې ده. خوارجو د «لا حکم الا لله» تر شعار لاندې امت ټوټه ټوټه کړ او داعش په خپلو کړنو سره د مذهبي او فرقه‌یي اختلافاتو اور لا پسې بل کړ.

خو له دې سره، نور توپیرونه هم شته، داعش د خپلو نظرونو د خپرولو لپاره د عصري رسنیو اسانتیاوې کاروي او د عمل نړیواله ساحه لري، پداسې حال کې چې خوارج په لویه کچه ځانګړو سیمو ته محدود وو. سربېره پر دې، داعش هم پراخه مالي او لوژستیکي ملاتړ څخه برخمن دی.

دغه پرتله ښيي چې افراطي اندونه د تاریخ په اوږدو په نوې بڼه بیا بیا راڅرګند شي. د دې ورته‌والی پېژندل موږ سره مرسته کوي چې د داعش په څېر ډلو فکري ریښې ښه درک کړو او د تاریخ له عبرتونو په رڼا کې د تېرو تېروتنو د تکرار مخه ونیسو.

Exit mobile version