داعش د اسلامي خلافت جوړونکي، که له منځه وړونکي؟! دویمه برخه

عزیز خالد

د داعش کړنې چې د دوی د اسلامي خلافت د ادعا سره په ټکر کې دي، څو مهم ټکي يې دلته ترې ذکر کوو:

۱:- بې رحمه تشدد او ظلم
داعش ډېر ځله بې ګناه ملکیانو باندې ښکاره حملې کوي، خلک شکنجه کوي، او د هغو کورنۍ له منځه وړي. دا کړنې د اسلام د عدالت، رحم، او انساني کرامت اصولو سره ټکر لري.

۲:- د اسلامي شریعت غلط تعبیر
داعش د اسلامي قوانینو سخت او غیر منطقي تعبیر وړاندې کوي چې اکثره وختونه د اصلي اسلامي تعلیماتو خلاف وي. دوی د اسلام پیغام د ترور او وحشت له لارې خپروي، چې دا د اسلام د رحمت او انصاف پر اصولو ضد دی.

۳:- بې ځایه تکفیر او وېش
داعش مسلمانان په بې ځایه توګه تکفیر کوي، یعنې مسلمانان کافر اعلانوي، او پر هغوی بریدونه کوي. دا کار د اسلامي وحدت او یووالي خلاف دی، ځکه اسلام د مسلمانو تر منځ ورورولي او صبر ته بلنه ورکوي.

۴:- کورني او نړیوال امنیت ته ګواښ
داعش د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ترهګریز فعالیتونه کوي چې د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو خلاف دي. دا کړنې د اسلامي خلافت د ثبات او عدالت د جوړولو لپاره مناسبې نه دي، القرضاوي په خپل کتاب فقه الجهاد کې د داعش کړنې سختې او د اسلام خلاف بولي. هغه وايي چې داعش د اسلام د اصولو ناسم تعبیر کوي او د اسلام د رحمت، عدالت، او انساني کرامت خلاف عمل کوي.

وليد فارس (سياسي څېړونکی او لیکوال) فارس په خپله یوه شوي مقاله داعش: بین الرؤیة والواقع الشرق الأوسط کې وايې چې داعش د اسلامي خلافت په نوم خپل مشروعیت ورکوي، خو په حقیقت کې د ترهګرۍ، وحشت، او بې نظمۍ لپاره کار کوي. د داعش کړنې د اسلامي سیاسي او مذهبي فلسفو سره ټکر لري او د نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی.

ډیويډ وود په خپل کتاب (The History of Jihad From Muhammad to ISIS) کې وايي داعش د اسلام تاریخ او دیني متون غلط تعبیر کوي ترڅو خپل تشدد او وحشت ته جواز ورکړي. هغه په دې ټینګار کوي چې داعش نه یواځې مسلمانان بلکې د اسلام اصلي تعلیمات هم زیانمنوي، لنډه دا چې دوی په ټوله کې غواړي اسلام خلافت بیرته راګرځيدو څخه مخنیوی وکړي او مسلمانان بیرته په یوه ټغر سره راټول نه شي موږ دې یوه ځانګړي کالم لاندې په سلو بیلا بیلو پوښتنو باندې بحث کوو چې دا ټولې پوښتنې به تاسې سره د داعش په اصلي څهره پيژندنه کې مرسته وکړي هیله ده چې زموږ لیکنې په غوره او حوصله سره ولولی او انتقادي نظرونه مو له موږ سره شریک کړی.

د داعش په اړه سل پوښتنې:

ایا د داعش ترشاه د غوره کړیو شو یا نخبګانو لاس شته؟ که وي د کومو هیوادونو او کومو اهدافو لپاره؟

که تاسې په دې اړه لټون وکړی شاید بیلا بیل نظرونه او کتابونه پیدا کړی خو یوه خبره هغه چې پټه ده لا همداسې ساتل شوي کوم هیوادونه يې ترشاه لاس لري او د کومو اهدافو لپاره دلته يې موږ په ځينو باندې تحلیلي بحث کوو، دا حتمي نده چې زموږ تحلیل به د دوی په اړه سم یا ناسم وي، خو موږ يې ستاسې مخته ږدو قضاوت پرې تاسې وکړی.

کله چې دې ډلې په لومړی کې د اسلام په نوم ظهور وکړو د نړی په هر کونج کې ورته نورې اسلامي ډلې هم ځکه خوشاله وې چې د کفارو پر وړاندې جهاد اوس د نړی هر ځای ته رسیدلی او یوه ورځ به کفار خپل انرژي او قوت له لاس ورکوي خو داسې ونه شول بلکه برعکس داعش د اسلام خلاف کارونه شروع کړل.

د نړی په هر هیواد کې توطئه ګر یا نخبګان او یا هم غوره شوي شته چې له داسې ډلو ټپلو څخه په لوی لاس د خپلو ګټو لپاره کار اخلي دا ډله کسان نه ختمیدونکي او نه پوره کیدونکي ګټې لري، د داعش تر شاه هم د همداسې چا لاسونه وو دوی غوښتل چې په لوی لاس په منځني ختیځ کې یهودي یا صهیونیستي ټولنه پیاوړي او په پښو ودروي او ګاونډيان د اور په لیکه کې داسې تار او مار کړي چې بیرته ترې په اسانه ځانونه نه شي خلاصولی.

د همدې کار په موخه يې په سیمه کې د مذهب په نوم پروژه پلي کړه شاید یو شمیر جنګیالي يې په لومړیو کې د اسلام او خلافت په نوم وتلي وي خو ډيری برخه يې د دوو اهدافو لپاره کارول کیده:
لومړی: په سیمه کې ایران په لوړه اندازه نفوذ کړی وو، بالخصوص په سوریه کې؛ ځکه هلته يې جنګې ډلې درلودې او دا ډلې د همدې داعش د ځپلو په موخه جوړې شوې وې، خو کله چې داعش سر راپورته کړ نو د سنیانو سره سره یې ډېر تمرکز په شعیه ګانو باندې وو او هغوی يې داسې وځپل چې خپل او پردی پکې ورک شول، نو په دې شکل د ایراني پروژه پښه له سوریې د عراق په لوري کش کړه او د ایران-عراق تر منځ پخوانی نادودې هم موجودې وې.

دویم: عراق د شهید صدام حسین پر مهال په پښو ولاړ هیواد بلل کېده او مخ پر وده روان وو، کله چې عراق امریکایانو تر اشغال لاندې راوست نو يې د بیرته ترمیم چارې داعش ته وسپارلې تر څو هلته هغه ارزښتونه چې شعیه او سنی ورته په درناوي قایل دي ټول له منځه یوسي، په دې پروژه کې د برتانیا استبخاراتو هم رول درلود، ځکه هلته يې داسې عقیدوي جګړه پریښودلي ده چې د داعش په ورکیدو سره د سني او شعیه تر منځ جګړه شته.

Exit mobile version