د حضرت عثمان رضي الله عنه له شهادت وروسته د اسلام په نوم د ګمراه فرقو رامنځته کېدل پيل شول او د هغو د فعاليتونو په نتيجه کې د صحابه کرامو تر منځ جنګونه وشول چې يوه يې د صفين جګړه ده.
د صفین د جګړې دوه لامله وو:
۱. اجتهادي تېروتنه
۲. د فتنه ګرانو (سباییانو او خوارجو) مغرضانه فعالیتونه
دا جګړه چې د حضرت علي او حضرت معاویه رضی الله عنهما تر مینځ واقع شوه، څو ورځې یې دوام وکړ چې له امله یې د دواړو خواوو نږدې ۷۰ زره کسان ووژل شول (۲۵۰۰۰ کسان د حضرت علی رضی الله عنه له لښکر څخه او ۴۵۰۰۰ کسان د حضرت معاویه رضی الله عنه له لښکر څخه) چې پایله یې له وژلو او بدبختیو پرته بل هېڅ نه وو.
کله چې حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه د جګړې ویجاړونکې پایله ولیده، نو په هوښیارۍ سره یې د اوربند وړاندیز وکړ او ویې ویل: راځئ چې قرآن ته مخ واړوو چې زموږ تر منځ حکم وکړي!
د شام سپاهیانو ( د حضرت معاویه رضی الله عنه) مصحفونه د نیزو په سر کېښودل او په لوړ غږ یې وویل: «هذا بیننا و بینکم» یعنی قرآن به زموږ او ستاسو په مینځ کې قضاوت وکړي.
کله چې د حضرت معاویه (رضی الله عنه) استازی حضرت علي (رضی الله عنه) ته راغی او هغه ته یې د قرآن د قضاوت کولو بلنه ورکړه، هغه په پراخ مخ او په خوښۍ سره د دې خبرې هرکلی وکړ او ویې ویل: موږ هم راضی یو، ځکه چې موږ په قرآن کریم عمل کولو باندې مستحق یو”
خو کله چې حضرت علي رضي الله عنه اوربند ومانه او د ورور وژنې د ختمولو غوښتنه يې وکړه، نو د ده په لښکر کې يوه ډله جاهل او ناپوهه خلک د دې مخالفت لپاره راپاڅېدل او علي رضی الله عنه باندې یې اعتراض وکړ چې د خدای له دین سره لوبې کوي!
بیا یې ځینې شعارونه ورکړل او په خپلو الفاظو کې یې د انسانانو حَکمیت د خدای تعالی په دین کې ګناه ګڼله!
هو! منافقانو د مسلمانانو تر منځ د جوړې او سولې او پخلاينې صبر او زغم نه درلود او له همدې امله يې د حضرت علي رضی الله عنه په لښکر کې د ګډوډۍ او اختلاف رامنځته کولو ته مخه کړه او په خپلو چالونو سره يې د حضرت علي کرم الله وجهه په لښکر کې ګډوډي او نفاق رامنځ ته کړ او ځینې یې د حضرت علی رضی الله عنه لښکر څخه خارج کړل او د هغه پر ضد یې راوپارل.
حضرت علی رضی الله عنه د حَکمیت خبره ومنله او له هغه وروسته بېرته د خپل لښکر خوا ته کوفې ته ولاړ.
کوفې ته د هغه له راتګ مخکې شاوخوا دولس زره کسان د هغه له لښکر څخه جلا شول او د حروراء په نوم ځای کې میشت شول.
حضرت علی رضی الله عنه عبدالله بن عباس رضی الله عنهما ته دنده ورکړه چې له دوی سره مذاکره وکړي او د الهي آيتونو پر بنسټ يې قانع کړي.
حضرت ابن عباس رضی الله عنهما وتوانېد چې یوه ډله له دوی څخه قانع کړي او بېرته یې د حضرت علی رضی الله عنه لښکر سره یو ځای کړي، خو ځينې جاهل باغيان هم وو چې د حضرت ابن عباس رضی الله عنهما خبره يې ونه منله او عبدالله بن وهب راسبي یې خپل د مشر په توګه وټاکه او په رسمي ډول یې د خوارجو فرقه جوړه کړله چې تر نن ورځې پورې یې نسل دوام لري.
د دې جاهلانه مکتب بنسټ داسې و!
د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په حضور کې له بد اخلاقۍ څخه نیولې بیا د حق د خلافت په خلاف بغاوت او د مسلمانانو له تکفیر او وژلو پورې!
د تاریخ په اوږدو کې دوی د دغه کریمه آیت «أَشِدَّآءُ عَلَى ٱلۡكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَيۡنَهُمۡ» بر عکس کار کړی دی، یعنې خوارج له مؤمنانو سره سخت چلند کوي او په کافرانو مهربانه دي او د حروریه خوارج څخه نیولې تر داعشي خوارج پورې ټولې خوارج ډلې دې مسئلې ته پوره ژمن دي چې په عمل کې یې دا موضوع د ورځې په څیر روښانه ده!