خوارج یوه اعتقادي ډله ده چې په تاریخ کې د یوې تاوتریخوالي غوښتونکي ډلې په توګه پېژندل شوې ده، دغه ډله د اسلامي دولت په تاریخ کې له ډېرو شخړو او پېښو سره تړلې ده، چې لا هم په اوسني عصر کې د هغوی ناسم افکار شتون لري، نني داعشیان د پرون خوارج دي.
د “خروج” او “خوارجو” تعریف
۱:- امام شافعي رحمه الله فرمايي:
خوارج هغه کسان دي چې د مسلمانانو او د علماؤ د اجماع پر ځای د قرآن او سنت څخه بېدلیله افراطي تفسیر کوي او د دې لارې د اسلامي امت وحدت ته زیان رسوي.
۲:-علامه ابوالحسن اشعري رحمه الله:
خوارج هغه کسان دي چې د ګناه یا خطا له امله مسلمانان کافران ګڼي او په دې باور دي چې د مسلمان حاکمانو پر وړاندې خروج او قیام په هغه صورت کې واجب دی که چیرې په دوی کې خطا وویني.
۳:- مورخ او مفسر عالم ابن اثير رحمه الله:
په خپل کتاب «الکامل فی التاریخ» کې خوارج داسې ډله معرفي کوي چې د خپلو افراطي تفسیرونو پر بنسټ یې پر مسلمانانو د کفر حکم کړی او د اسلامي حکومتونو پر وړاندې یې قیامونه کړي.
۴:- شهرستاني په خپل کتاب الملل والنحل کې د خوارجو یو سیاسي تعریف وړاندې کړی چې په دې کې یې خروج د هر هغه چا لپاره کارولی چې د هغه امام پر وړاندې ودرېږي چې د امت په شرعي ډول د هغه په امامت باندې اتفاق شوی وي.
نوموړی وايي: “هر څوک چې د حق امام پر وړاندې ودرېږي، هغه به خارجي بلل کېږي، که دا خروج د خلفای راشدینو په وخت کې وي یا د هغوی نه وروسته د تابعینو په زمانه کې.”
د دې ترڅنګ، نورو علماؤ هم دا خبره زیاته کړې چې هر څوک چې د خوارجو په نظریاتو کې شریک وي یا د هغوی اعمال وکړي، هغه ته به خارجي ویل کېږي. لکه:
۱:- د تحکیم (د شخړو د حل لپاره د منځګړیتوب) انکار
۲:- د کبائرو (لویو ګناهونو) ترسره کوونکي کافر ګڼل
۳:- د ظالمو واکمنانو پر وړاندې د پاڅون نظریه
۴:- د دې عقیده چې د لویو ګناهونو ترسره کوونکي به په دوزخ کې تل پاتې وي.
د خوارجو نومونه او لقبونه:
د خوارجو لپاره په تاریخي او اعتقادي منابعو کې بېلابېل نومونه ذکر شوي دي، ځینې له دې نومونو سره هغوی موافق دي او ځینې یې نه مني، د دغو نومونو له جملې څخه یو مشهور نوم “خوارج” دی، د دې نومونو کارونه د خوارجو د فکرونو او اعمالو سره تړاو لري چې د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي امت په سیاسي او اعتقادي ژوند کې لویه اغېزه لرلې ده.
۱:- خوارج
دا د دوی تر ټولو مشهور او ډېر کارېدونکی نوم دی، چې د مقالاتو او د تاریخي لیکوالانو په وینا راغلی دی او نور نومونه یې د دې نوم په پرتله نږدې ورک ښکاري، دا هغه نوم دی چې د دوی ټولو فرقو ته شامل دی او داسې ښکاري چې دا نوم هم د ستایلو او هم د بدو ویلو احتمال لري.
که چېرته د “خوارج” نوم له دې مبارک آیت څخه اخیستل شوی وي:
“وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ”
(النساء: ۱۰۰)
نو دا نوم د ستاینې لپاره دی، دا نوم د دوی له نظره د همدې معنی له مخې غوره شوی او دوی ځانونه د همدې معنی په اساس خوارج بللي دي، لکه څنګه چې به یې خبرې وروسته ذکر شي.
خو که دا نوم د امامانو، خلکو، دین یا د علي بن ابي طالب رضي الله عنه په خلاف د خروج په معنی واخېستل شي، نو بې شکه دا د دوی لپاره د سپکاوي نوم دی او دا نوم به د دوی مخالفینو ورکړی وي، دا معنی د ډېرو علماؤ او د ډلو د لیکوالانو له نظره د دوی لپاره مناسب دی؛ البته، خوارج د دې معنی مخالفت کړی، ځکه دوی دا حق ګڼي چې د دوی خروج پر امامانو یا خلکو د دوی په نظر سم و.
ټول د فرقو تاریخ لیکونکي پر دې نوم (خوارج) د دوی د یادولو لپاره متفق دي، په “فتح الباري” کې بېلابېل روایتونه راغلي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د خوارجو په اړه نقل شوي دي.
د بزار په یوه روایت کې چې د شعبي له لارې د مسروق په نقل له عایشې رضی الله عنها څخه شوی، وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوارجو ذکر وکړ او وې ویل:
“هُم شِرَارُ أُمَّتِي، يَقتُلُهُم خِيَارُ أُمَّتِي.”
(هغوی زما د امت بدترین کسان دي، هغوی به زما د امت غوره کسان ووژني).
ابن جوزي له عبدالله بن ابی اوفی رضي الله عنه نقلوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
“الخوارج كلاب النار.”
(خوارج د دوزخ سپي دي).