د اسلامي علماؤ له نظره د خوارجو حکم
لکه څنګه چې مونږ مخکې د خوارجو ځینې صفات وپیژندل، چې دوی قرآن کریم لولي، خو له ستوني یې نه تېریږي، همدارنګه، تاریخ د خوارجو په اړه شهادت ورکوي چې که څه هم ظاهراً عبادت کوونکي وو خو زړونه یې ړانده، غوږونه یې کاڼه، او نفسونه یې شرور و.
خوارجو داسې ګومان کاوه چې دوی پر حق دي، او قرآن یې د خپلو نفسیاتو پر اساس تفسیراوه، له همدې امله حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه به ویل: «خوارج د الله جل جلاله تر ټولو بد مخلوق دی»، ځکه هغوی هغه آیاتونه چې د کافرانو په اړه نازل شوي، پر مؤمنانو تطبیقول.
شیطان خوارج د افراط او غلو له لارې له دین څخه ایستلي دي، د شریعت له حدودو یې تجاوز کاوه، او د عبادت په برخه کې یې له اعتداله وتلی چلند درلود، نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يَمرُقونَ مِنَ الدِّينِ مَروقَ السَّهمِ مِنَ الرَّميَّةِ»، یعنې: «له دین څخه داسې وځي لکه غشی چې له ښکار څخه ووځي.»
د علماوو له نظره د خوارجو حکم له دوو اړخونو څېړل شوی دی:
۱. د خوارجو پر ضد د جګړې حکم
۲. د خوارجو د تکفیر حکم
د خوارجو سره جګړه کول
په دې کې هېڅ شک نشته چې د خوارجو پر ضد جګړه واجبه ده، دا خبره د قرآن، سنت، او اجماع څخه ثابته ده، له قرآن څخه دا آیت د دې دليل دی:
«وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ٱقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِنۢ بَغَتْ إِحْدَىٰهُمَا عَلَى ٱلْأُخْرَىٰ فَقَاتِلُوا ٱلَّتِى تَبْغِى حَتَّىٰ تَفِىٓءَ إِلَىٰ أَمْرِ ٱللَّهِ»
ژباړه: «او که د مؤمنانو دوې ډلې سره وجنګېږي، نو تر منځ یې روغه وکړئ، که یوه یې پر بله تېری وکړي، نو له هغې ډلې سره جګړه وکړئ چې تېری کوي، تر هغه چې د الله حکم ته وګرځي.»
(سورة الحجرات، آيت ۹)
دا یو څرګند حکم دی چې له باغي ډلې سره باید جګړه وشي تر څو بیرته د مسلمانانو جماعت ته را وګرځي، خوارج هم د مسلمانانو له ډلې جلا شوي و او د هغوی پر ضد یې وسله پورته کړې وه، نو ځکه جګړه ورسره واجبه ده، هر کله چې خوارج د تاریخ په اوږدو کې راپورته شوي، د دوی پر ضد جګړه واجبه ګڼل شوې ده.
په احادیثو کې هم د خوارجو پر ضد د جګړې وجوب بیان شوی، له هغو څخه یو حدیث دا دی: حضرت علي بن أبي طالب رضی الله عنه وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، هغه مبارک وفرمایل:
«په آخره زمانه کې به یو قوم راځي، چې عمرونه به یې کم وي، عقلونه به یې ضعیف وي، تر ټولو به غوره خبرې کوي، خو له اسلام څخه به داسې ووځي لکه غشی چې له ښکار ووځي، ایمان به یې له ستوني نه هاخوا نهځي، هر چیرې چې هغوی ووینئ، و یې وژنئ، ځکه د هغوی په وژلو کې قاتل ته د قیامت په ورځ اجر شته.»
له همدې حدیث څخه علماوو استدلال کړی چې د خوارجو وژنه واجبه ده، که څه هم هغوی جګړه نه وي پیل کړې، علامه ابن قدامه رحمه الله ویلي: د خوارجو وژل واجب دي، حتّی که ژوبل هم وي، باید ختم کړل شي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی د وژلو امر کړی او د قاتل لپاره یې ثواب بیان کړی دی.
شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله وایي: د امت سلف، خلف او امامانو د خوارجو په وړاندې د جګړې اتفاق کړی دی، د خوارجو سره جګړه ځکه واجبه ده چې دوی د مسلمانانو کارونه خرابوي، د هغوی اتفاق له منځه وړي، او د دښمن پر وړاندې یې کمزوري کوي.
علامه ابن هبیره رحمه الله ویلي: د خوارجو سره جګړه د مشرکینو له جګړې نه مهمه ده، ځکه هلته د اسلام اصل ساتل کیږي، خو له مشرکینو سره جګړه یوازې د ګټې لپاره ده، او د اصل ساتنه له ګټې ارزښتناکه ده.