په تېره برخه کې مو د خوارجو په تعریف او نومونو بحث وکړ، دلته یې يو څو نور نومونه هم را اخلو.
۲:- الحروریه:
دا نوم هغو کسانو ته منسوب دی چې د حضرت علي رضی الله عنه له پوځ څخه جلا شول او د کوفې په نږدې سیمه “حروراء” کې یې ځانونه ځای پر ځای کړل، دې ډلې ته د دې سیمې په نوم نسبت ورکړل شو، امام اشعري رحمه الله په خپل کتاب “مقالات الأشعری” کې وايي چې هغوی ځکه الحروریه وبلل شول چې د خپل پیل په وخت کې یې په حروراء کې ځای نیولی و.
۳:- الشُّراة:
علامه اشعري رحمه الله فرمايي: خوارجو ددې وجهي نه دا نوم ځان ته غوره کړ چې دوی خپل په فکر او أند ځانونه د الله جل جلاله په اطاعت کې خرڅ کړي دي، یعنې ځانونه یې د جنت په بدل کې پلورلي دي.
۴:- المارقة:
دوی ته دا نوم ځکه ور کړل شوی چې د حضرت علي رضی الله عنه له پوځ څخه جلا شول، شهرستاني په خپل کتاب “الملل والنحل” کې وايي: هغوی هغه مارقه دي چې په نهروان کې سره راټول شوي و.
۵:- المُحَکِّمة:
دا نوم هغه وخت خوارجو ته ورکړل شو چې دوی د حکمیت څخه انکار وکړ او و یې ویل: «لا حکم الا لله»، لکه څنګه چې په “مقالات الاسلامیین” کې یادونه شوې.
دا د خوارجو نومونه او لقبونه دي، دوی دا ټول نومونه خوښوي، پرته له “المارقة” چې دوی یې نه مني، امام ابوالحسن اشعري رحمه الله فرمايي: «دوی دا ټول لقبونه مني، خو د المارقة لقب نه مني، ځکه چې دوی ځان د دین څخه د وتونکو په څېر نه ګڼي.»
د خوارجو پیل او ظهور:
:- د خوارجو د ظهور پیل کله وشو؟
د خوارجو د پېل په اړه تاریخ پوهانو بېلابېل نظرونه ورکړي دي چې دهغوی څخه مهم نظرونه دا دي:
لومړی نظر:
بعضي علماء وايي د خوارجو لومړنی شخص “ذو الخویصرة” یا “عبدالله بن ذو الخویصرة التمیمی” ګڼل کېږي، نوموړي د غنیمت د وېش په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر پرېکړې اعتراض وکړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر عدالت یې نیوکه وکړه.
په بخاري شريف کې د دې حدیث ذکر داسي راغلی دی:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوې برخې وېش کاوه چې ذو الخویصرة ورته وویل: «ای د الله رسوله، عدل وکړه!» رسول الله ورته وفرمایل: «هلاکت دې وي، که زه عدل ونه کړم، نو بیا څوک عدل کوي؟»
عمر رضي الله عنه غوښتل چې هغه ووژني، خو رسول الله ورته اجازه ور نه کړه او و یې فرمایل: «هغه پرېږده، ځکه چې د هغه د نسل څخه به داسې خلک پيدا شي چې ستاسو لمونځونه او روژې به د هغوی د عبادت په وړاندې کم ښکاري، خو هغوی به له دین څخه داسې وځي لکه څنګه چې غشی له هدف څخه تېرېږي.»
د همدغه حديث پراساس بعضي علماء قائل دي چې ذو الخویصرة د خوارجو لومړنی بنسټګر و، او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه د قتل اجازه د خلکو د زړونو د نرمولو لپاره ورنه کړه.
دویم نظر:
قاضي علي بن ابي العز الحنفي الدمشقي رحمه الله په خپل کتاب شرح العقیدة الطحاویه کې وايي چې خوارج د عثمان رضي الله عنه په خلاف د لومړۍ فتنې پر مهال راپیدا شول، کومه فتنه چې د هغه په شهادت پای ته ورسېده.
دریم نظر:
د خوارجو پېل هغه مهال وشو چې دوی د علي رضی الله عنه له پوځ څخه جلا شول او پر هغه یې خروج وکړ، دا نظر د ډېرو علماوو ترمنځ مشهور دی، امام اشعری رحمه الله د خوارجو تاریخ داسې بیانوي چې هغوی د علي رضی الله عنه په خلاف پاڅون وکړ او په دې اړه یې ویلي: «هغوی ځکه خوارج نومول کېږي چې د علي بن ابي طالب رضی الله عنه په وړاندې راپاڅېدل.»
نو د خوارجو نوم د حضرت علي رضی الله عنه په وړاندې د راپاڅېدونکو لپاره دومره مشهور شو چې پرته له دې یادونې یې بل څوک نه ګڼل کېدل.