مولوي احمدالله کليم
خوارج د خارج جمع ده، خارج په لغت کې بهر وتونکي ته ويل کيږي. او په اصطلاح کې هر هغه چاته ویل کيږي چې له برحق او واجب الاطاعت امام څخه په باغيتوب او سرغړاوي سره د هغه له اطاعت څخه ځان وباسي.
د ا لفظ د هغو باغيانو لقب او نوم وګرځېد کومو چې له حضرت علی رضی الله عنه څخه بغاوت (سرغړونه) وکړه او د هغه مبارک په شان کې يې سختي ګستاخۍ وکړې.
دوی په ښکاره ځانونه ډير ښه مسلمانان بلل، خو په حقيقت کې يې د اسلام په خرابولو کې ډيري هڅې وکړي چې بالاخره حرورا سیمې ته ولاړل، حضرت علی رضی الله عنه حضرت عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنهما ته امر وکړ تر څو دوی پوه او د امير اطاعت ته راوګرځوي. د حضرت ابن عباس په ورتلو که څه هم ډير خلګ د دوی له ډلې جلا شول خو مشران يې بيا هم پر خپل دريځ کلک ولاړ پاتي شول ، تر دې وروسته حضرت علی په خپله هم ورغی خو پر دوی يې څه اثر و نه کړ.
کله چې خوارجو د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو صحابي حضرت عبدالله بن خباب شهيد کړ، نو حضرت علی ورسره جګړه وکړه چې د خوارجو له لوري د جګړې مشري د عبدالله بن وهب او ذی الخويصرة حرقوص بن زيد پر غاړه وه او د دغې جګړې په نتيجه کې ډيری خوارج ووژل شول.
د عبدالله بن خباب د شهادت واقعې ته لنډه کتنه.
عبدالله بن خباب او ورسره خپله ښځه يو خوا ته په سفر روان وو، چې ناڅاپه د خوارجو پر يوه ډلګۍ برابر شول، چې له بصرې څخه کوفې ته د سفر په درشل کې وو. خوارجو عبدالله او د هغه ميرمن ودرول او له عبدالله څخه يې پوښتنه وکړه چې څوک يې؟ هغه ورته وويل: (انا عبدالله بن خباب صاحب رسول الله ). هغوی چې غوښتل يې چې د مرګ پلمه ورته جوړه کړي، ترې ویې پوښتل: چې د حضرت ابوبکر صديق، عمر، عثمان او علی رضی الله تعالی عنهم په هکله څه عقيده لري؟ ده مبارک چې له هغو سره مينه او محبت يې اوج ته رسېدلی و، ورته وويل: هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرام او د ډيرو ښو ښو خويونو خاوندان دي. خوارجو ته قهر ورغی چې د هغوی په حق کې يې ګستاخي ولې ونکړه، نو يې په ډيره بې رحمي سره د خپلي ښځې په مخ کې ذبح کړ او په شهادت يې ورساوه. د خوارجو لا زړه نه و سوړ شوی د هغه ښځې ته يې اراده وکړه چې په شهادت يې ورسوي، وهل او ټکول يې شروع کړل ، هغې ښځې ورته وويل: چې د الله تعالی څخه وويريږئ زه يوه حامله ښځه يم،په نس کې کوچنی لرم، خاوند مو دومره په ظلم راته شهيد کړ، اوس ما هم نه پريږدئ، خو هغوی يې خبرو ته غوږ ونه نيو، خپل ظلم ته يې دوام ورکړچې په اخير کې دا هم په شهادت ورسول شوه، د هجرت ۳۷ کال و چې دواړه په شهادت ورسيدل.
خوارجو حضرت علی ، عثمان، طلحه، زبیر، عائشه او حضرت عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنهم اجمعين کافران ګڼل، او ويل به يې : چې دا ټول به تل تر تله په اور کې وي، عجيبه ده اچې دوی هغه خلک هم کافران ګڼل چې د دوی ملګري به وو، خو په جنګ کې به يې ګډون نه کاوو، دوی به ويل چې الله داسي څوک هم نبی ګرځوي چې الله تعالی ښه پوهيږي چې دا به وروسته کافر کيږي، او دا کيدای شي چې نبی تر بعثت له مخه کافر وي (معاذالله)، د مخالف لوري ماشومان او ښځې بايد ووژل شي، څوک چې کبيره ګناه وکړي هغه کافر دی او تل به په دوزخ کې وي، د دې لپاره دوی د شیطان کفر دليل ګرځوي او وايي: چې حضرت آدم علی نبينا وعليه السلام ته د سجدې نه کولو په وجه هغه د ګناه کبيره مرتکب شو او په دې سره کافر وګرځيد، حال دا چې ابليس يواځي د کبيره ګناه په وجه نه بلکې د الله تعالی له حکم څخه د سرغړونې او د تکبر کولو له وجې کافر شو.
والله تعالی اعلم