ابو محمد العدناني دوه ځايه په خپل صوتي بيان كې ويلي زموږ منهج (تگلاره داده چې د لويې گناه کوونکي ته کافر نه وايو.
نو په کوم دليل مونږ ته دوی خوارج وايي؟
دلته هم ځينې دواعش وايي: چې موږ خو ځکه خوارج نه يو چې لومړی خو خوارج هغه څوک دي، چې په شرعي امام يې خروج کړی وي او بل د خوارجو صفات لکه تحليق (سرونو خرييل مرتكب د كبيري كافر بلل. د سارق لاس له اوږې څخه پرې کول. په حائضه د لمونځ قضايي لازم بلل او داسې نور دي چې يو هم په موږ کې نشته.
ځواب د خوارجو په هکله چې په احاديثو كي د تحلييق او تكفير على الكباير يا نور كوم علايم چې ذكر شوي دي، هغه په طريقه د حصر سره نه دي. ممکنه ده چې يو څوک دې خارجي وي، خو تحليق دې نه کوي او د خوارجو تعریف دا نه دی چې په مسلمان حاکم دې يې خروج كړى وي. حافظ ابن حجر ليكي سموا بذالك لخروجهم عن الدين، وخروجهم على خيار المسلمين ) دوی ته ځکه خوارج وویل شول چې دوى له دين وتلي دي او يا دا چې دوی د مسلمانانو د نيکانو له ټولۍ وتلي دي) «فتح الباري ج ۱۲ ص ۲۸۳ امام نووي وایي: وسموا خوارج لخروجهم على الجماعة، وقيل لخروجهم عن طريق الجماعة، وقيل: لقوله صلى الله عليه وسلم: يخرج من ضلضئ هذا (دوى ته ځکه خوارج ویلی شي چې دوی د مسلمانانو د غټې ډلې څخه وتلي دي او یا ځکه چې دوى د مسلمانانو د جماعت له لارې وتلي دي يا دوی ته د دې حدیث په وجه خوارج ويلى شي يخرج من ضنضئ هذا) شرح النووي ج ۷ ص ۱۶۴»
ابن كثير ليكي: وقد تكلم الناس في كيفية قتال هولاء التتر من أى قبيل هو؟ فانهم يظهرون الاسلام، وليسوا بغاة على الامام فانهم لم يكونوا في طاعته في وقت ثم خالفوه فقال الشيخ تقي الدين أى) ابن تيمية هؤلاء من جنس الخوارج الذين خرجوا على علي و معاوية ورأوا أنهم احق بالأمر منهما وهؤلاء يزعمون أنهم أحق باقامة الحق من المسلمين (د تتر د خوارجو هغه ډله چې د ابن تيمية رحمهﷲ په وخت کې را څرګند شول د قتال په اړه خلک ډیر نظرونه لري، چې دوی له کومې قبيلې دي؟ دوی اسلام څرګندوي، دوى باغيان نه دي، چې په امام یې خروج کړی وي، ځکه دوی په طاعت د امام کې نه وو، چې بيا ترې وتلي واي. ابن تيمية رحمهﷲ يې په ځواب کې وویل: دوی د هغه خوارجو له جنسه دي، چې په علي او معاويه رضي الله عنهما يې خروج کړی و او دوی عقیده درلوده چې په امارت د دوی څخه ډير حقدار دي. البداية والنهاية ج ۱۴ ص ۲۸
او خارجيت لپاره د تكفير على ارتكاب الكباير عقيده ضروري نه ده، امام ابو الحسن الأشعري رحمهﷲ وايي: والخوارج الذين خرجوا على أمير المؤمنين علي بن أبي طالب والصحابة – رضوان الله عليهم أجمعين لم يكونوا ممن يعتقد القول بكفر مرتكب الكبائر كا الزنا والسرقة وشرب الخمر، وانما كفروا الصحابة بقبول التحكيم مع أنه ليس بذنب أصلاً. وروسته ليکي: وأجمعوا أن كل كبيرة كفر الا النجدات فانها لاتقول بذالك ( هغه خوارج چې په علي او صحابه کرامو رضي الله عنهم يې خروج کړی و، دوی دا عقیده نه درلوده چې د لويې ګناه کوونکی کافر دی لکه: زنا، غلا شرابو چيښل بلکې دوی صحابه د تحکیم په قبلولو کافران بلل، سره له دې چې هغه اصلا ګناه نه ؤ. بل ځای نوموړی وايي: دوی په دې اتفاق کړی چې د هرې لویې ګناه کوونکی کافر دی، خو نجدات چې د ټولو خوارجو د سر ډله ده هغه دا عقيده نه لري. «مقالات الاسلاميين ج ۱ ص۸۶»
امام ابن تيمية رحمهﷲ ليكي: الخوارج دينهم المعظم مفارقة جماعة المسلمين و استحلال دمائهم و أموالهم. ( د خوارج لوی دین دادی چې دوی د مسلمانانو له ټولۍ جدا شوي دي او د دوی ويني او مالونه حلال بولي مجموع الفتاوى ج ۱۳ ص ۲۰۹: بل ځاى ليكي فانهم يستحلون دماء اهل القبلة لإعتقادهم أنهم مرتدون أكثر مما يستحلون من دماء الكفار الذين ليسوا مرتدین. دوی د اهل قبله وينه حلاله بولي، ځکه د دوی عقیده داده: چې دا ټول مرتد شوي دي. د دوی په عقیده دا نور کافران مرتد نه دي. ځکه د دوی وینه دومره زیاته حلاله نه بولي. فتاوى ابن تيمية ج ۲۸ ص۴۹۷ د سيرت امامانو ليکلي چې خوارج يواځې هغه چاته نه ويل کيږي، چې په مشروع امام یې خروج کړی وي، بلکې د تاريخ په اوږدو کې خوارجو دولتونه او امارتونه اعلان كړي دي. عبد الله بن وهب الراسبي هم د خلافت دعویٰ وکړه او خوارجو ورسره بيعتونه وکړل، شبيب الخارجي د عبد الملک په دوره د خلافت دعوىٰ وكره، عبد الأعلى بن سمح المعافري د منصور په دوره کې د خلافت اعلان وکرو. معز اسماعیل بن طغتكين د پنځمې هجري پیری په پای کې د خلافت دعویٰ وکړه.
د اول شبهې پای
ابن أبي شيبة په خپل سند سره د عاصم بن شميخ څخه روايت كوي چې فرمايل يي: سمعت أبا سعيد الخدري يقول: وبداه هكذا يعني ترتعشان من الكبر لقتال الخوارج أحب الي من قتال عُدَّتهم من اهل الشرك. ما له أبو سعيد خدري رضي الله عنه څخه اوريدلي دي چې لاسونه يې د ډير بوډا والي له امله رېږدېدل ماته ددې خوارجو سره جنګ د مشرکانو له جنګ څخه غوره دي. «مصنف ابن أبي شيبة ج ۷ ص ۵۵۳
حافظ ابن حجر له ابن هبيرة څخه نقل كوي وفي الحديث أن قتال الخوارج أولى من قتال المشركين والحكمة فيه أن في قتالهم حفظ رأس مال الاسلام وفي قتال اهل الشرك طلب الربح وحفظ المال أولى به) حديث کې د خوارجو سره جنګ د مشرکانو څخه غوره بلل شوی، حکمت پکې دا دی چې د خوارجو سره په جنگ کې د اسلام د رأس المال (د تجارت سر) ساتنه ده او د مشرکانو سره په جنګ کې د کتې طلب دی او د رأس المال ساتنه د كتب له طلب كولو غوره ده) «فتح الباري ج۱۲ص۳۰۱