محب الرحمن مخلص
درېيمه برخه:
په اسلامي خلافت کې مسلمانان آزاد وي، د أمن او خپلواکۍ تر سيوري لاندې خپل ژوند تیروي، د مسلمانانو معزز خلک (جهادي مشران، علماء کرام، محدثين، مدرسين، واعظين) او د مسلمانانو مالونه، اولادونه، ښارونه عبادت ګاوې (مساجد، مدارس) يې خوندي وي، يو مسلمان د بل مسلمان نه مال غصب کولای شي او نه ورته ضرر رسولی شي، د اسلامي خلافت موخه دا وي، چې ټولې کړنې به يې د مسلمانانو په ګټه او د کفارو په نقص کې وي؛ مګر دلته د مستعار خلافت دعوه داران (داعشيان) په خپله د دې ذکر شويو کړنو خلاف کارونه کوي.
د خوارجو داعشیانو سره بيعت کول داسې ده لکه په ګناه کې شریک کېدل؛ ځکه دوی د يو څو ډالرو په مقابل کې د اُمت د حقاني علماوو او د سنګر د سرسپارلو مجاهدينو په خلاف (جديد جعلي خلافت) اعلان کړی.
حديث کې راځي :
عَنْ الْعُرْسِ ابْنِ عَمِيرَةَ الْكِنْدِي، عَنْ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: إِذَا عُمِلَتْ الْخَطِيئَةُ فِي الْأَرْضِ كَانَ مَنْ شَهِدَهَا فَكَرِهَهَا، وَقَالَ: مَرَّةً أَنْكَرَهَا كَانَ كَمَنْ غَابَ عَنْهَا، وَمَنْ غَابَ عَنْهَا فَرَضِيَهَا كَانَ كَمَنْ شَهِدَهَا. [رواه ابو داود رقم الحديث: ٤٣٤٧].
ژباړه له عرس بن عميرة (رضي الله عنه) څخه روايت دی، هغه له پيغمبر (صلی اللّٰه عليه وسلم) څخه نقل کوي، چې رسول مُبارک وفرمایل: کله چې په ځمكه کې گناه وشي، نو څوک چې ورته نږدې دی؛ خو بده يې بولي، داسې ده لکه ور څخه لرې چې وي، او کوم کس چې ور څخه لرې دی خو پرې خوښ دی هغه داسې ده لکه چې ورته حاضر وي.
تاسو فکر وکړئ، چې د ګناه أثر يو چا ته په دې وجه نه رسیږي، چې هغه به ګناه ته نږدې وي، بلکې په دې وجه رسيږي، چې په زړه کې په هغې ګناه خوښ وي، که څه هم ور څخه لرې وي او شركت يې هم ورسره نه وي کړى.
د اُمت ټولو مسلمانانو ته په کار ده، چې د خوارجو سره بيعت خو لرې خبر ده، بايد فکر يې هم ونه کړئ، ځکه مخته مو ذکر کړل چې د دوی خلافت د اُمت د حقاني خلکو په خلاف جوړ دی.
راځئ! چې مخته لاړ شو: له داسې چا سره بیعت کول د يو موټي متحدو مجاهدينو تر منځ تفرقه او اختلاف اچول دي، په حديث شريف کې راځي.
عَنْ عَرْفَجَةَ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: مَنْ أَتَاكُمْ وَأَمْرُكُمْ جَمِيعٌ عَلَى رَجُلٍ وَاحِدٍ يُرِيدُ أَنْ يَشُقَّ عَصَاكُمْ، أَوْ يُفَرِّقَ جَمَاعَتَكُمْ فَاقْتُلُوهُ [رواه مسلم، رقم الحديث ۴۹۰۴]
ژباړه: له عرفجة څخه روايت ده، هغه وايي: له پيغمبر (صلی اللّٰه عليه وسلم) څخه مې واوريدل هغه وفرمايل: که یو کس په داسې وخت کې درته راشي، چې ستاسې خبره په يو امیر را غونډه وي، او غواړي چې ستاسې د يووالي همسا ماته کړي، او ډله مو سره بیله کړي، نو دا کس و وژنئ.
همدارنګه داسې چا سره بیعت کول فتنه را ويښول دي او د مسلمانانو په منځ کې جنګ جوړول دي.
په حديث کې راځي.
(الْفِتْنَةُ نَائِمَةٌ لَعَنَ الله مَنْ أَيْقَظَهَا.) ذکره السيوطي في جمع الجوامع عن الرافعي برواية انس رضي الله تعالی عنه [رقم الحديث:٢٢٠].
ژباړه: وايي: فتنه ويده ده، اللّٰه تعالی دې لعنتي کړي، هغه کس چې فتنه يې را ويښه کړې.
د مسلم شريف د حديث څخه دا معلوميږي چې اوسني خوارج داعشيان جبهه مقاومت، باغيان او داسې نور خلک چې حاکم اسلامي امارت په خلاف قيام کوي، اوږې يې ور سپکې کړئ (سرونه يې قلم کړئ)؛ ځکه دلته اميرالمؤمنين موجود دی، د مخورو ديني عالمانو او د سنګر د سرسپارلو مجاهدينو توافق پرې راغلی دی، په داسې حال کې چې هيڅ ديني او شرعي نقص په کې نشته.
او د عرفجة (رضي الله تعالی عنه) مرفوع روايت دی.
د (خلافت تعریف، شرطونه، أحكام، د خليفه واجبات) احکام په شریعت کې پټ نه دي، نه يې څوک پټولی شي، د پيغمبر (صلی اللّٰه عليه وسلم) په أحاديثو او د اُمت د فقهاوو په کتابونو کې ډېر په تفصيل او وضاحت سره بيان شوي، يو څه مو مخکي ذکر کړل، او يو څه به په راتلونکو برخو کې ذکر کړو. ان شاءالله
نور بیا…