حسان مجاهد
١_ په دین کې غلو:
خوارج، اسلامي احکامو ته ډېر پابنده وي او له ګناهونو څخه ډېر ځان ژغورونکي وي، په اسلامي احکامو باندې د خوارجو تمسک د رسول الله ﷺ له دغه قول څخه څرګندېږي (خوارج به داسې قرآنکریم لولي چې ستاسو تلاوت به د خوارجو تلاوت ته هيڅ شی نه وي او ستاسو روژې به د دوی روژو ته هيڅ شی نه وي).
جندب أزدي رضی الله عنه وايي: موږ چې کله له حضرت علي کرم الله وجهه سره خوارجو ته ورغلو؛ نو د دوی له معسکره څخه د قرآنکریم د تلاوت داسې آوازونه اوريدل کيدل لکه د شاتو د مچيو بنګا.
خوارج له ړندې تقوا څخه د جنت تمه لري، دوی په دین کې د اعتدال له حده وتلي دي او په دین کې تر دې حده تشدید کوي، چې د کبيره ګناه کاذب کافر او همیشنی جهنمي ګڼي.
ځيني غلات د خوارجو په حائضه ښځه لمونځ واجب بولي، د غله لاس په تخرګونو کې پرې کوي او د امر بالمعروف پریښودونکي کافر بولي، خو بل طرف ته بیا دومره د اسلامي قوانینو ضد کړنې ترسره کوي، چې له خورځې او لمسۍ سره نکاح جايزه ګڼي؛ لکه دا خبره چې د (فتح الباري) په ١٤جلد ١٦٧ صفحه کې بیان شوې ده.
٢_ په دین باندې ناخبري:
په دین باندې ناخبري او له قرآنکریم او احادیثو څخه غلط فهمي د خوارجو له څرګندو صفاتو څخه یو ستر صفت دی، له عبدالله ابن عمر رضی الله عنه څخه د خوارجو په اړه وپوښتل شول، نوموړي ورته وویل: (خوارج هغه آيتونه چې په کفارو کې نازل شوي دي؛ په مسلمانانو يې تطبيقوي، دوی د مسلمانانو تکفیر کوي، ويني او مالونه يې جائز ګڼي، له ښځو سره په عدة کې نکاح کوي، دوی ته به یوه ښځه راشي او دوی به په داسې حال کې ورسره نکاح وکړي چې خاوند به يې ژوندی وي، زه له دوی پرته په وژلو بل هيڅ څوک حقدار نه وینم.
د خوارجو د بې نظيره جهل يوه بېلګه دا ده چې دوی کله جليل القدر صحابي عبد الله بن خباب رضي الله عنه او د نوموړي مینځه پيدا کړل، خوارجو لومړی ورسره په بعضې امورو کې مناقشه وکړه او بیا یې د حضرت عثمان رضی الله عنه او حضرت علي رضی الله عنه په اړه ترې وپوښتل، نوموړي صحابي دوی دواړه وستايل، خوارجو دغه صحابي په ډېر وحشت سره په شهادت ورسول او د ده د حاملې مينځې نس يې ور څيري کړ، مينځه او د هغې په نس کې ماشوم یې شهيدان کړل. په دې وخت کې یو خنځیر تیریږي، یو خارجي هغه خنځیر ووژل، خو د خنځیر له وژلو وروسته دا کار ورته ناجایز ښکاره شو، دوی د خنځیر د وژلو څېړنه وکړه او د خنځیر له مالک څخه يې معذرت او رضا وغوښته چې موږ ستا خنځیر ووژل. دا د خوارجو د جهل یوه بېلګه وه چې د صحابي شهادت ته تږي وو او د خنځیر وژل ورته ستر جرم برېښيده.
٣_ بغاوت او سرکشي:
د وخت په امير او مسلمانانو خروج او د هغوی پرضد بغاوت د خوارجو يو له هغه صفاتو څخه شمېرل کیږي، چې د تاريخ په اوږدو کې ليدل شوي دي، کله چې حضرت علي کرم الله وجهه امير المؤمنين شو، هم دوی ترې مخالفت وکړ او د اطاعت رسۍ يې غوڅه کړه، چې تر ننه د مسلمان امير په وړاندې بغاوت د دوی یو میراثي صفت پاتې شوی او د بغاوت منشه يې همیشه د دوی دا عقيده وي چې مسلمان مشر د عدل او هدایت له دايرې څخه بهر دی.
٤_ د مسلمانانو تکفیر او وينې او مالونه يې حلال ګڼل:
د خوارجو په نزد تقواداره او نیکوکاره انسان مؤمن دی، که څوک تقواداره نه وو، نو هغه کافر دی او په جهنم کې د ابدي عذاب مستحق دی. غلات د خوارجو خو په مکروه عمل سره هم څوک کافر بولي.[٢]
٥_ له رسول اللهﷺ سره د خوارجو مخالفت:
علامه ابن تيمية رحمه الله وايي:
خوارج د رسول الله ﷺ تصديق يوازې په هغه قرآنکريم کې کوي، چې رسول الله ﷺ ته رسیدلی وي او په هغه سنتو کې یې اتباع نه کوي چې (د دوی په باطل ګمان) د قرآنکریم له ظاهره سره مخالف وي.
د خوارجو رأیه دا ده که بالفرض رسول الله ﷺ د دوی له رأيې مخالفه خبره وکړي؛ نو دوی یې اتباع نه کوي دوی له خپلې رايې په یو ډول دفاع کوي، یا حديث ردوي، یا په حديث کې تاويل کوي، يايې په سند کې خدشه پيدا کوي او یا یې په متن جرح کوي، خلاصه دا چې دوی نه په هغه سنت عمل کوي چې رسول اللهﷺ له ځان سره راوړی دی او نه په قرآنکریم عمل کوي.
٦_ تنقيد او تورونه:
د خوارجو يو صفت دا هم دی، چې همیشه د امامانو تنقيد او په هغوی بدګماني کوي او هغوی په ناروا کړنو تورنوي، دوی ته دا کار له خپل بابا ذوالخویصرة څخه په میراث ور پاته دی، کله چې هغه رسول اللهﷺ ته وویل: (ای محمده! د غنیمت په وېش کې انصاف کوه! ده تر رسول اللهﷺ ځان ډېر تقواداره ګڼل او په رسول اللهﷺ يې د ظلم او زياتي فیصله وکړه(العیاذ بالله).
٧_ په مسلمانانو سختي او له کفارو سره نرمي:
خوارج له مسلمانانو سره په ظلم او وحشت کې پوخ نوم لري، د مسلمانانو وينې او مالونه ځان ته روا ګڼي، خو بل طرف ته له بت پرستانو او مشرکینو سره هيڅ ډول کرکه نه لري. د اسلام مُبارک دین خپل پلویان له مسلمانانو سره نرمۍ او له کفارو سره دښمنۍ ته را بولي لکه دغه مضمون چې د سورة فتح په (٢٩) نمبر آيت کې په دې ډول بیان شوی دی: ژباړه: (محمد ﷺ او ورسره کسان په کفارو سخت زړي دي او په خپل منځ کې يو پر بل مهربانه دي) خو ددې برعکس د خوارجو تور تاريخ له کفارو سره په مداهنت(غوړمالي) او دوستي او له مسلمانانو سره په دښمني او سختي ډک دی.[٣]
مرحوم پير آغا به ويل: چې په ننګرهار کې د داعشي خوارجو دا دستور وو، چې نن به ديوې ښځې خاوند ووژل شو، سبا به بیا بل یوه په نکاح کړه.
د زابل ولایت یو اوسیدونکي کیسه کوله چې کله په ارغنداب کې داعشي خوارج را څرګند شو؛ نو ځينې کسان يې يوازې له دې کبله په شهادت ورسول، چې ولې نسوار کوي.
موږ داعشي خوارج وینو، چې ترننه يې د يو کافر ګوته هم نه ده ور زخمي کړې، خو بل طرف ته يې بيا د مسلمانانو په وینو مسجدونه ورنګول.