لیکوال: خاکسار پکتیاوال
ګرانو افغانانو!
ستاسو هڅو او تکلیفونو د الله په دربار کې د قبولیت منزل خپل کړ او الله تعالی ته مو ټولې دعاوې قبولې شوې. لکه څنګه چې تاسو د الله په فضل، لوی جابر او ظالم د آخرې زمانې فرعون ته، د موسی علیه السلام په همسا ماتي ورکړه او هغه مو د رود نیل په سمندر کې د ټولو عسکرو سره غرق کړ. دا د الله تعالی په تاسو باندې یو ځانګړی انعام وو، خو دا چې له هر فرعون څخه وروسته یوه وړه ډله د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره، له دوی/فرعونیانو څخه پاتې وي او غواړي چې له مسلمانانو څخه د خپل بادار انتقام واخلي او مسلمانان کمزوري کړي، نو د همدې لپاره زمونږ په ګران وطن کې هم د فرعون له نسله پیداوار، د قارون له لارې را وتلي حرامیان هم غواړي، چې په ګران وطن افغانستان کې د فرښتو په جامه کې د شیطان هدفونه پوره کړي.
د مسلمانانو په بیګناه وینو خپل لاسونه سره کړي او مسلمانان په شهادت ورسوي. مګر د دوی دا ټولې دسیسي او فلانونه د خنسا کیدو په حالت کې دي، ځکه د افغانستان اسلامي امارت همیش د دوی په لښکرو تندریز بریدونه کوي او د دوی مشران ورته له منځه وړي. مخکې یې هم په بریدونو کې د دوی مشران: اعجاز امین او قاري فاتح د خپلو ناوړه اعمالو په سزا رسولي وو او اوس یې یو ځل بیا په دوی/خوارجو باندې د حضرت علي رضی الله تعالی عنه تاریخ را ژوندی او په بلخ کې یې د خوارجو له ډلې څخه پنځه تنه پیشوګیان د جهنم کندې ته ولیږل او د دوی نور حساب یې الله تعالی ته وسپاره.
یاد کسان د ازبکستان او تاجکستان هیواد اتباع وو، مګر خپل شوم قسمت د افغانستان خاورې ته راوستي وو او دلته یې د تل لپاره له خپلو کورنیو سره خدای پامانی وکړ. د یادونې وړ ده، چې په دې چټکو عملیاتو کې د خوارجو یو بل مشر هم چې د استاد قیس په نامه یې خپل ځان یادوو، د الله په لوی قهر ککړ او له دې دنیا څخه یې د عذاب الیم لوري ته سفر وکړ. مګر په یادو بریدونو کې یواځې د خوارجو دغه مهم اشخاص ونه وژل شول بلکې د دوی هغه ټول باور چې په خپل منځ کې يې درلود له خاورو سره خاورې شو. دوی/خوارج اوس د یو په بل له باور کولو څخه دومره کرکه لري، لکه امریکا یې چې د افغانستان له نوم څخه لري.
د دوی ټول باور اوس له منځه تللی او دوی دا سوچ کوي، چې زمونږ فلانونه زمونږ د خپلو ملګرو له خوا افشاء کیږي، خو دوی به په دې خبره کې زیات د ګرمتیا وړ هم نه وي، ځکه د افغانستان اسلامي امارت په دوی پسې دومره تیزه توره له کمان څخه را بهر کړې، چې د دوی له فلان جاري کولو څخه مخکې یې فلان ورته خنساء او دوی د خپل عمل په سزا ورسوي. مونږ هم دوی ته د زړه صبر غواړو، ځکه نه یې تر اوسه کوم برید کامیاب شوی او نه یې هم کوم ملګری چې د هدف لپاره له کوم ځای څخه راووځي بیرته رسیدلی، همیش یې مخې ته د بدر فدایان ولاړ وي او له دوی څخه مخکې د الله تعالی د نوراني مخلوق/ملاﺉکوو توره د دوی/خوارجو سرونو ته ورسیږي. د دوی نه اوس زور پاتې، او نه یې هم خپل منځي باور او د همدې بې باورۍ له امله به ان شاءالله د دوی ریشې له بیخ څخه په ډیره کمه موده کې ووځي. اوس به نه د دوی فریادونه د منلو وړ وي او نه به هم د دوی ژړاوې. اوس به یواځې د الله په فضل سره د دوی سرونه وي او د افغان غیور ولس توره. دا ټول کارونه د دوی د هغو کارونو جواب ورکول دي، چې دوی د افغانانو په علماوو او عامو مسلمانانو ډیر بې رحمانه بریدونه شروع کړل او مسلمانان یې بې له کومې ګناه څخه په شهادت ورسول.
اې خوارجو واورﺉ! له مونږ څخه به هیڅ کله هم خپل علماء او نور بې ګناه مسلمانان هیر نه شي او تر څو مو چې ستاسو په وینو د هغوی د کورنیو زړونه نه وي یخ کړي، تاسو به په یو ځای کې هم آرام خوب کولو ته پرې نږدو، زمونږ لښکرې به هره ورځ ستاسو جرړې راوباسي ان شاءالله.