عراق؛ هغه ټاټوبی چې د امریکا له یرغل وروسته، د بېشمېره جهادي حرکتونو د قیام شاهد و؛ هغو مبارزینو چې امریکايي پوځیانو ته یې په همدې نړۍ کې الهي عذاب ور وڅاکه، خو همدا مقدسه خاوره وروسته د خوارجو د فتنې په ځاله بدله شوه؛ خوارجو چې د خپلو شومو نقشو په پلي کولو سره یې د مجاهدینو ټولې لاسته راوړنې له منځه یووړې او د عراق د مظلوم ملت هیله او امید یې پر ناامیدۍ بدل کړ.
د ۲۰۱۴ کال و، چې د داعش د خلافت د قیام زهرجن غږونه د نړۍ ګوټ ګوټ ته خپاره شول، هغه خلافت چې ځان یې د اسلامي امت ژغورونکی او د زخمي امت د دردونو مرهم باله، خو ډېر وخت لا نه وو تېر، چې امت ته یې نه یوازې کومه دوا ورنه کړه، بلکه د هر بل ناورین او مصیبت په پرتله یې امت ته ډېر دردونه ورزیات کړل.
د دوی د باطل خلافت په لومړیو کلونو کې، خوارج داعش وتوانېدل چې د عراق او سوریې پراخې سیمې ونیسي او هلته خپله واکمني ټینګه کړي، نه یوازې عراق او سوریه، بلکه مصر، لیبیا، ځینې افریقایي هېوادونه او افغانستان هم د دې فتنې له شره خوندي پاتې نه شول، ځینې سیمې د خوارجو لاسته ولوېدلې او د هغوی د باطل خلافت د نويو ولایتونو په توګه اعلان شوې.
خو دا قوت او قدرت ډېر دوام و نه کړ، ځکه چې د خوارجو اصلي څېره خلکو ته ښکاره شوه او اسلامي امت د دې ګمراه ډلې له حقیقت نه خبر شو، چې په پایله کې یې خوارجو هغه ډېرې سیمې، چې تر واک لاندې کړې وې، بېرته له لاسه ورکړې.
خو افغانستان، د نورو هېوادونو خلاف، نه یوازې دا چې د داعش خوارجو قوت کمزوری نه شو، بلکه د امریکایي اشغالګرو او د کابل د مزدورې ادارې تر سیوري لاندې ورځ تر بلې پیاوړی کېده، ځکه اشغالګرو له داعش خوارجو څخه د اسلامي امارت د مجاهدینو د مخنیوي لپاره د یوه سپر په توګه کار اخیست او دا خیال یې درلود چې د اسلامي امارت مجاهدین به د خوارجو په وسیله وځپي.
خو دا خیال یوازې یو تصویر و، ځکه نه یوازې دا چې خوارجو د اسلامي امارت د مجاهدینو د پرمختګ مخه و نه نیوله، بلکې دوی پخپله د اسلامي امارت د زړورو مجاهدینو په وړاندې له منځه یووړل شول او خپلې وروستۍ سیمې یې هم د تل لپاره له لاسه ورکړې.
د اشغالګرو تر تېښتې او د هغوی د مزدورې ادارې تر سقوط وروسته، د دې منفورې ډلې پاتې شونې جرړې هم وایستل شوې او د افغانستان مظلوم ولس د دې فتنې له شره خلاص شو.