جواد سلیم
خوارج وایي، چې مونږ ډېر عبادت کونکي او د سنتو پابند یو، نو بیا ولې مونږ ته خوارج وویل شي، مونږ هېڅ کوم کار داسې نه دی کړی، چې په هغه کې دې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له طریقې څخه مخ اړونه شوې وي، نو بیا ولې تاسو/مسلمانان مونږ ته خوارج وایئ. مګر دلته دوی دا دلیل د خپلې ډیرې کم عقلۍ له امله نیسي، ځکه لومړی خو د دوی دا دعوه صحیح کیږي نه؛ ځکه مونږ وینو، چې دلته ټول خوارج له پوره بداخلاقۍ څخه برخمن او له قرآن او احادیثو سره زیات په ټکر کې روان دي. که چیرته د دوی دعوه سمه شي، بیا یې هم دلیل د دعوې لپاره کار نه ورکوي، ځکه عبادت ګذاري د دوی لپاره په دې دلیل نه شي کیدای، چې خامخا دې دوی په سمه لار روان وي، بلکې همدا عبادت ګذاري په دوی باندې هغه پیشګویي ده، چې ګران حبیب صلی الله علیه وسلم کړې وه او داسې یې ویلي وو: یحقر احدکم صلاته مع صلاتهم و صیامه مع صیامهم. یعنې تاسو ته به ستاسو لمنځونه او روژې د دوی په پرتله ډېر کم په نظر درځي، ځکه د دوی لمنځونه او روژه به په پوره طریقه سره وي(صحیح البخاري ج1 ص 20)
حافظ ابن حجر د دې حدیث لاندې داسې لیکي: کان یقال لهم القراء لشدة اجتهادهم في التلاوة والعبادة الا انهم کانوا یتأولون القرآن علی غیر المراد منه و یستبدون برأیهم و یتنطعون في الزهد والخشوع و غیر ذالک. یعنې له دې امله چې دوی به په تلاوت او عبادت کې ډېر زیار/کوښښ کاوو، نو دوی ته به قاریان ویل کیدل، مګر دوی د قرآن کریم تأویل بغیر له مراد څخه کوو او دوی به جبرًا خپله رأیه په نورو باندې منله، همدارنګه به یې په خشوع او نورو عباداتو کې ځان ښودنه کوله. (فتح الباري ج2 ص 291)
همدارنګه دوی یو بل دلیل د ځان د سپیناوي لپاره وایي، چې په مونږ کې زیات اشخاص د شجاعت خاوندان دي، ځکه په مونږ کې ډیری وګړو استشهادي عملیات تر سره کړي او دا یو داسې کار ده، چې بې له قوي ایمان څخه په بل څه نه تر سره کیږي. نو تاسو مونږ ته سربیره په همدې کارونو بیا هم خوارج وایی؟ مګر مونږ ور ته په ځواب کې وایو، چې ستاسو دا دلیل هم له زیاتي کم عقلۍ او کم فکرۍ څخه برخمن دی، ځکه د یو چا زړورتیا د هغه په سمه تګلاره دلیل نه شي کیدای، ولې که چیرته دلیل ګرځیدلی نو بیا خو به پخوانیو خوارجو ته هم خوارج نه ویل کیدل، ځکه هغوی د نهروان په ورځ له حضرت علي رضی الله تعالی عنه سره دومره په میړانه او زړورتیا جګړه وکړه، چې یو یې هم له میدان څخه په شا نه شو، یواځې لس کسان یې هغه وخت ژوندي ونیول شول، چې وسله یې خلاصه شوه، نور ټول وګړي یې په مخامخ جګړه کې غیر مدبرین ووژل شول، چې دا د دوی د زړورتیا او غیرت مندي پوخ ثبوت وو.
ابن حجر لیکي: مع ما عرف من شدة الخوارج في القتال و ثباتهم و اقدامهم علی الموت و من تأمل ما ذکر من اهل الاخبار من امورهم تحقق ذالک. یعنې سره له دې چې دوی په جنګ کې سختي کونکي او همدارنګه مرګ ته په هر کلي ویلو کې معلوم دي څوک چې د تاریخ د علماوو ویناوې وګوري، نو سمه به ور ته واضحه شي (فتح الباري ج9 ص46)
او همدارنګه که چیرته زړورتیا په سمه تګلاره دلیل وای، نو د جاپان کاميکازیانو چې د ایتلاف په کشتیو یې د طیارو په توسط سره ځانمرګي بریدونه تر سره کړل، همدارنګه ویتنامیانو د امریکا سره په مخامخ جګړه کې داسې میړانه تر سره کړه چې امریکایان یې ګوته په غاښ کړل، نو د هغوی تګلاره به هم سمه وای.