لیکوال مفتي حماس
دوهمه برخه
خوارج په اول ځل د علي رضي الله عنه خلافت کې په (۳۷هـ) کال کې ښکاره شول، کله چې علي او معاويه رضي الله عنهما د خپل منځي شخړو د حل او فصل په خاطر ابو موسی اشعري او عمرو بن العاص رضی الله عنهما حَکَم وټاکل دغه مهال يوه ډله د علي رضي الله عنه له لښکرو د هغه په خلاف را پورته شول او داسې اوازونه به يې کول: (إِن الحُکمُ إِلّٙا لِله) له الله تعالیٰ پرته بل چا ته فيصله نشته.
علي رضي الله عنه په ځواب کې وويل: (کلمةُ حَقّ أُريدَ بِهٙا الباطِلُ) دا خبره روغه او سمه ده خو د دوی مراد پرې غلط دی.
د خوارجو مقصد دا و، چې علي رضي الله عنه په دغه حَکَم ټاکلو سره کافر شو؛ ځکه چې حُکَم کول تر الله تعالیٰ پورې خاص دی او علي رضي الله عنه په انسانانو فيصله وکړه او علي رضي الله عنه د ځواب مطلب دا ده: چې دغه ستاسو خبره روغه ده لکن ستاسو غرض چې زما تکفير دی صحيح نه ده.
خوارج په ابتداء کې يوه سياسي ډله وه، خو د ځينو اعتقادي بدعاتو له وجې يوه مُبتدعه مذهبي ډله ترې جوړه شوه، دغه عقائد او بدعات چې هر چا کې راشي علماء ورته خوارج وايي. که له اسلامي نظام سره سياسي مخالفت لري او يا يې نه لري.
د قيامت له نښانو څخه دا هم ده، چې په اُمت کې به د رسولﷲ ﷺ او د صحابه کرامو رضي الله عنهم له منهج او طريقو څخه مخالفې څه ډلې (فرقې) به پيدا شي، له هغوی څخه يوه فرقه خوارج هم دي، دا د حضرت علي رضي الله عنه د ډلې خلک دي، کوم چې له هغه سره يو ځای په جنګونو کې شريک شوي ؤ، کوم وخت چې د حضرت علي رضي الله عنه او د حضرت امير معاويه رضي الله عنه تر مينځ د (تحکيم) معامله منځته راغله، نو دوی له حضرت علي رضي الله عنه څخه منحرف شول او کوفې ته نږدې په ( حروراء) نامي کلي کې اباد شول.
د هغوی عقايد:
۱- هغوی هغه خلک چې د کبيره ګناه کوونکي وي لکه زنا کونکي او شراب څښونکي ټول کافر او دائمي جهنميان بولي، د دوی دا عقيده ښکاره ګمراهي ده، ځکه چې حق خبره داده: که يو مسلمان کبيره ګناه وکړي، نو هغه ته کافر نه ويل کيږي، بلکې هغه ته ددغې ګناه له امله نافرمان او فاسق ويل شوي دي او په هغه باندې لازمي ده، چې توبه وکړي او له دا رنګه ګناهونو څخه را وګرځي.
۲- هغوی حضرت علي رضي الله عنه او حضرت امير معاويه رضي الله عنه دواړه کافر بولي او د هغو صحابه کرامو رضي الله عنهم لوی شمير کوم چې د تحکيم په فيصلې راضي ؤ د دوی په نزد هغه ټول کافر دي.
۳- هغوی له فاسق واکمن سره جنګ کول ضروري بولي، خواه هغه د کفر ارتکاب کړی وي او که نه.
هغوی ځانونه اهل علم بولي، په عباداتو کې ډير سخت مشقت کوي، د هغوی يو لوی شخص (ذوالخويصره) دی د کوم په باره کې چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: [يَمْرُقُونَ مِنْ الدِّينِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنْ الرَّمِيَّةِ] دا خلک به له دين څخه داسې وځي لکه څنګه، چې يو تيز غيشی له ښکار څخه صاف ستره د باندې ووځي.
حضرت ابو سعيد خدري رضي الله عنه بيان کوي، چې يو ځلې مونږ د رسولﷲ ﷺ په خدمت کې حاضر ؤ، رسولﷲ ﷺ په خلکو کې مال تقسيمولو، په دې موقع کې له بنو تميم سره تعلق لرونکی يو شخص د کوم نام چې (ذوالخويصره) ده راغی او وې ويل: اې محمد! دا مال په انصاف سره تقسيم کړه، رسولﷲ ﷺ وفرمايل: ته تباه شوې! دا ووايه که چيرته زه عدل ونه کړم، نو بيا به څوک عدل کوي، که چيرته زه د الله رسول يم او عدل ونه کړم، نو زه به ناکام او نامراد شم، دا يې چې وليدل نو سيدنا عمر رضي الله عنه وويل: اې د الله رسوله! ماته اجازه وکړه، چې زه د دغه سړي غاړه والوزؤم، نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
دا وپيژنئ، دده يو شمير داسې ملګري دي، چې په تاسو کې به يو شخص د هغوی په مقابله کې خپل لمانځه باندې معمولي خيال وکړي او په خپله روژه باندې به د هغوی د روژو په مقابل کې د کم سختي ګمان وکړي، دا خلک د قرآن تلاوت ډير کوي، مګر قران د دوی له ستوني څخه د دوی زړونو ته ښکته نه ورکوزيږي،
دا به له دين څخه داسې ووځي لکه څرنګه چې يو تيز غشی له ښکار څخه د باندې ووځي، د هغه غيشي چې سر وکتل شي، نو هيڅ به پرې نه وي، بيا چې د هغه بيخ وکتل شي نو هلته به هم هيڅ نه وي، بيا چې د هغه لرګی وکتل شي هلته به هم هيڅ نه وي، بيا چې د هغه (پرکو) وکتل شي نو هلته به هم هيڅ شی نه وي، هغه به له غوښو او وينو څخه ډير په تيزۍ سره وتلی وي، مطلب دا چې دغو خلکو ته به هيڅ معلومه نشي او دوی به د خپلو سرکښيو له امله له اسلام څخه وتلي (خارج) وي، لکه څرنګه چې يو ښکاري د هوسۍ ښکار کوي او د هغه غشی د ځناور په جسم کې داخل شي او هغه بل لور ته ځينې ووځي، ښکاري داسې ګمان وکړي چې غشی يې په ځناور نه دی لګيدلی، سره له دې چې هغه د ځناور له جسم څخه د باندې وتلی وي، د هغوی نښه يو تور رنګی شخص دی، د هغه د بازو او وليو د مينځ برخه به د ښځو د سينې په څير وي، غوښه به يې د هغې ټوتې په څير وي کومه چې مضطرب او متحرک اوسي، دا ډله هغه وخت ظاهريږي کله چې په خلکو کې اختلاف ظاهر شي.
( صحيح البخاری المناقب، حديث : ۳۶۱۰)
( وصحيح مسلم الزکاة، حديث : ۱۰۶۴)