لیکوال: خاکسار پکتیاوال
څنګه چې خوارج په حقیقت سره له اسلام څخه وتلي او خارج شوي دي او همدارنګه د مسلمانانو عقاﺉدو او اصولو ته هيڅ ژمن نه دي، نه هم دوی د مسلمانانو په شرعي احکامو عمل کوي ، نو د خپلو خواهشاتو د پوره کولو او همدارنګه د مسلمانانو د شهیدانولو لپاره یې له خپل عقل څخه خپلو ځانونو ته اصول پیدا کړي او د خپلې ګټې لپاره ترې استفاده کوي چې یادونه یې په لاندې ډول ده.
په عموم کې باید وویل شي چې هغه اصول چې خوارج ورڅخه سرچینه اخلي په دې ترتیب سره دي
1تکفیر/کافر ګڼل د هغه چا چې، نه د عمل له وجهې کافر شوی وي او نه هم ورته شرعې/شریعت کافر ویلی وي.
2 د همدې بې دلیله او ناحقه تکفیر/کافر ګڼلو په اساس دوی د دې شخص وینه تویول حلال ګڼي او همدارنګه که څوک د دې اصولو مخالفت وکړي نو هغه هم کافر بولي.
همدا دوه د دوی عمده او جامع اصول دي، اوس که یو څوک د دې اصولو لاندې زندګي او د همدې اصولو لاندې خپل اعمال سرته رسوي نو دی به هم د خوارجو له صف څخه حسابیږي،اګر که نورو اصولو ته یې نه وي معتقد.
د دوی د اصولو اثبات له اقوالو د علماوو څخه.
1 امام قرطبي رحمه الله فرمایي: ((ان الخوارج لما حکموا بکفر من خالفهم استباحوا دماﺉهم و ترکوا اهل الذمة و قالوا نفي لهم بعهدهم و ترکوا قتال المشرکین واشتغلوا بقتال المسلمین وهذا کل من آثار عباده الجهال الذي لم تنشرح صدورهم بنورالعلم ولم یتمسکوا بحبل وثیق من العلم)) یعنې هرکله چې خوارج د یو چا په تکفیر/کافر ګڼلو فیصله کوي نو د هغوی ویني حلالي او روا ګڼي او همدارنګه اهل الذمه نه وژني او دوی وایي چې مونږ له دوی سره په وعده باندې وفا کوو، نه یې د مسلمانانو وژل د مشرکینو د وژلو خوا ته ورخلاصوي، یعنې دوی د مسلمانانو په وژلو دومره مشغول وي چې د مشرکینو وژنه هم پریږدي. مګر دا ټول کارونه یواځې د هغو جاهلانو دي چې د هغوی سیني د علم نور ته نه وي خلاصې او نه یې هم له علم څخه څه حصه اخستې وي.
او همدارنګه شیخ ابن تیمیة رحمه الله په مجموع الفتاوی 13/209 کې فرمایي: الخوارج دینهم المعظم مفارقة جماعةالمسلين و استحلال
دمائهم وأموالهم. یعنې د خورارجو دین دا ده چې د مسلمانانو جماعت/ټولی پریږدي او همدارنګه د مسلمانانو وینې تویول ورته یو حلال کار معلومیږي.
همداراز شیخ ابن تیمیة رحمه الله په مجموع الفتاوی 19/73 کې داسې فرمایي: و لهم خاصتان مشهورتان فارقوا بها جماعة المسلمین و اﺉمتهم. احدهما: خروجهم عن السنة و جعلهم مالیس بسیﺉة سیﺉة او مالیس بحسنة حسنة… الفرق الثاني في الخوارج و اهل البدع انهم یکفرون بالذنوب والسیﺉات. ویترتب علی تکفیرهم بالذنوب استحلال دماء المسلمین واموالهم و ان دارالاسلام دار حرب و دارهم هي دار الایمان… فهذا اصل البدع التي ثبت بنص سنة رسول الله صلی الله علیه وسلم و اجماع السلف انها بدعة وهو جعل العفو سیﺉة و جعل السیﺉة کفرا. یعنې د خوارجو دوه لويې نښې دي چې د هغو له وجهې د مسلمانانو له ډلې څخه خارج شوي / وتلي دي. 1 دوی له سنتو څخه وتلي /خارج شوي دي او دوی هغو کارونو ته چې ناروا وي روا وايي او هغو کارونو ته چې روا وي ناروا وایي. دوهم دوی ګناه کونکو ته د کفر نسبت کوي، د دې لپاره چې د مسلمانانو ویني او مالونه د ځان لپاره روا او په هر ځای کې مسلمانان په شهادت ورسوي. همدارنګه د مسلمانانو وطن ته دارالحرب او خپلو ځایونو ته دارالاسلام وايي. نو دا د دوی له هغو اصولو څخه دي چې د نبي علیه السلام او سلفو له اقوالو څخه ثابت شوي او له جملې څخه یې دا هم دي چې کوم کار عفوه وي نو دوی ورته ګناه وایي او چې کوم کار ګناه وي دوی ورته کفر وايي.