شاه ولي الله رَحمَهُ اللهُ پدې اړه ليکي:
اخْتِيَارُ شَخْصِ الإِدَارَةِ الْمَدِينَةِ وَلَمَّا كَانَتِ الْمَدِينَةُ ذَاتُ اجْتِمَاعِ عَظِيمٍ لَا يُمْكِنُ أَنْ يَتَّفِقَ رَأَيْهُمْ جَمِيعًا عَلَى حِفْظِ السُّنَّةِ الْعَادِلَةِ وَلَا أَنْ يُنْكِرَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَمْتَازَ بِمَنْصَبٍ إِذًا يُفْضِي ذَلِكَ إِلَى مُقَاتِلاتٍ عَرِيضَةٍ لَمْ يَنْتَظِمْ أَمْرُهَا إِلَّا بِرَجُلِ اصْطَلِحَ عَلَى طَاعَتِهِ جُمْهُورُ أَهْلِ الحَلِ وَالْعَقْدِ لَهُ أَعْوَانُ وَشَوْكَةٌ، (حُجَّةُ اللَّه الْبَالِغَةِ:(١٣٦/١
:ژباړه يو نفر د ښار د سمبالولو لپاره غوره کول: څنګه چې ښار د لويې اجتماع ځای ده، نو تر څو چي يو کس د باچاهي لپاره غوره نشي د سنتو په خوندې ساتلو د ټولو را غونډيدل ناشوني ښکاري او دا هم ممکنه نه ده، چې يو څوک دې د بل په ناروا كار اعتراض وکړي؛ ځکه دا به د ډيرو جګړو سبب جوړيږي، نو د ښار د کارونو ترتيب يواځې په داسې يو سړي جوړيږي، چې أكثر أهل الحل والعقد هغه مشران چې د کارونو واګي يې په لاس کې دي، هغوی يې په اطاعت باندې يو موټی شي او ملګري او زور هم ولري.