له موصل څخه د رقې تر سقوط پورې
د ۲۰۱۴ کال د قدرت له اوج نه بیا په ۲۰۱۹ کال کې د داعش د پرځیدو بهیر یو پېچلی بهیر و چې په ترڅ کې یې دغې ترهګرې او خوارجو ډلې په تدریج سره خپلې ټولې سیمې له لاسه ورکړې. د دې ماتو مهمه نقطه په ۲۰۱۷ کال کې د موصل جګړه وه چې د عراق د امنیتي ځواکونو په مشرۍ او د نړیوال ایتلاف په هوایي ملاتړ د پراخو عملیاتو په تر کې ترسره شوه.
دا جګړه چې د ۲۰۱۶ کال له اکتوبر نه تر ۲۰۱۷ کال د جولای میاشتې پورې یې دوام وکړ، د یویشتمې پیړۍ له خونړیو او اوږدو ښاري جګړو څخه یوه بلل کیده. داعشي خوارجو چې موصل یې په عراق کې د خپلې واکمنۍ مرکز ټاکلی و، د ښاري جګړو د تکتیکونو لکه ځمکې لاندې تونلونو، پراخو ماین خښولو او د ملکي وګړو د بشري سپر په توګه په کارولو سره، سخت مقاومت وښوده. خو د عراقي ځواکونو مقاومت چې منظمه پوځ، ځانګړي ځواکونه او ولسي پاڅون پکې شامل وو، د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د لوژستیکي او استخباراتي ملاتړ سره یوځای، بالاخره د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د ښار د بشپړې ازادۍ لامل شو.
د موصل سقوط نه یوازې داعش ته د حیثیت له پلوه سخت ګوزار ورکړ، بلکې د دې ډلې تر کنټرول لاندې د نورو سیمو د ازادولو لپاره یوه بیلګه هم شوه. له موصل وروسته، رقه چې په سوریه کې د داعش لخوا اعلان شوې پلازمینه وه، نمبر ته راغله. د رقه د ازادولو عملیات د ۲۰۱۷ کال له جون نه تر اکتوبر پورې د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو په مشرۍ ترسره شول چې په عمده توګه د سوریې کردانو څخه جوړ شوي وو.
دا عملیات د امریکا مستقیم نظامي ملاتړ او د نړیوال ایتلاف دقیقو هوایي بریدونو سره مل وو. د سوریې د ځواکونو ستراتیژي د ښار په تدریجي محاصرې او د داعش د حیاتي او اکمالاتي لارو په پرې کولو ولاړه وه. دوی د ښار په مرکز باندې د مستقیم برید پرځای، په لومړي سر کې شاوخوا کلي او اطرافي سیمې ازادې کړې او بیا ورو ورو یې مرکز ته پرمختګ وکړ.
دا ستراتیژي که څه هم وخت نیونکې وه، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله یې کمه کړه. د داعش ډلې مقاومت په رقه کې هم ډیر شدید و او دې ډلې له خپلو ټولو تکتیکونو لکه یرغمل نیولو، د ځانمرګو بمونو کارولو او پراخ ماینونه خښولو کار واخیست. خو بالاخره، د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۷، سوریایي ځواکونو د رقه بشپړ کنټرول ترلاسه کړ او د داعش بیرغ د دې ډلې د وروستیو مهمو اډو څخه په سوریه کې ښکته شو.
د داعش د سقوط وروستۍ برخه د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې د باغوز په سقوط سره رامنځته شوه، چې د سوریې په ختیځ کې د دې ډلې تر کنټرول لاندې وروستی کلی وه. دا عملیات چې د سوریې کرد ځواکونو لخوا ترسره شول، د داعش سره د وفادارو وروستیو جنګیالیو له سخت مقاومت سره مل وو. په دې وروستي پړاو کې د پام وړ ټکی، په سیمه کې د زرګونو ملکي وګړو (په عمده توګه د داعش جنګیالیو کورنیو) شتون و چې د بشري سپر په توګه کارول کیدل.
سوریایي ځواکونو په ډیر احتیاط سره پرمختګ وکړ ترڅو د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شي. په نهایت کې، د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۳مه، سوریایي ځواکونو د باغوز بشپړ کنټرول ترلاسه کړ او دا نیټه د داعش ځان بولي خلافت د پای ټکي په توګه ثبت شوه. د دې پرله پسې ماتو د لاملونو څیړنه ښیي چې داعش د بهرني نظامي فشار سربیره، د ناسم داخلي سیاستونو او تر کنټرول لاندې سیمو خلکو سره د وحشیانه چلند له امله، خپله ټولنیزه اډه له لاسه ورکړې وه. د ډیری لوړ پوړو قوماندانانو له مړینې وروسته د اغیزمنې مشرتابه نشتوالی، د مالي سرچینو کمښت او د سیمه ایزو قبیلو ملاتړ له لاسه ورکول ټول هغه عوامل وو چې د دې ډلې چټک سقوط ته یې لاره هواره کړه.











































