له نورو افراطي ډلو سره د داعش پرتله:
د سپټمبر د یولسمې له پېښو وروسته په یوه ګډوډه او بې ثباته نړۍ کې، د داعش په نامه ډلې رامنځته کېدو د افراطیت په تاریخ کې یو نوی فصل پرانیست، دا خیالي او بې بنسټه ډله یوازې یوه عادي تاوتریخوالي پلوه ډله نه وه، بلکې یوه بې سارې پدیده وه چې د نورو افراطي شبکو په پرتله یې ډېرې خونړۍ او سختې ځانګړتیاوې درلودې.
د ورته سازمانونو پر خلاف چې معمولاً یې په چریکي عملیاتو بسنه کوله، داعش ډله د یوه بشپړ حکومت د جوړولو په لټه کې وه او تل یې د خلافت او اسلامي حکومت د بیا راژوندي کولو وهم په سر کې درلود، دې ډلې د عراق او سوریې پراخې برخې په ولکه کې واخیستې، د «خلافت» د جوړولو ادعا یې وکړه او د پېړیو وروسته یې د لومړي ځل لپاره د منځنیو پېړیو په ډول د حکومتولۍ بیرغ پورته کړ.
دې ادعا، لوی وهم او خونړي فعالیت دوی له نورو افراطي ډلو څخه بېل کړل؛ ځکه دوی د اسلام تر نوم لاندې نه بخښونکي جنایتونه وکړل، داسې جنایتونه چې د انسان له حیثیت او کرامت څخه لرې وو.
بله مهمه نکته چې دا ډله له نورو سازمانونو څخه بېلوي، د دې ډلې بې سارې تبلیغاتي تګلارې وې، په داسې حال کې چې ډېری ورته ډلو په پټه توګه فعالیت کوه، ظالم داعشیانو په هوښیارۍ سره د مجازي فضا په کارولو او د مسلکي محتواګانو په تولیدولو سره خپل تاوتریخوالی او وېروونکی پیغام به یې په نړیواله کچه خپروه.
په یوویشتمه پېړۍ کې د منځنیو پېړیو د احکامو د پلي کولو د لوړ کیفیت ویډیوګانو تولیدول یو څرګند تضاد و چې په ورته وخت کې یې هم وحشت پیدا کوه او هم د ځینو ګډوډو ځوانانو لپاره زړه راښکونکی وو، د قران کریم د آیتونو یا د اسلام د لوی پېغمبر د احادیثو په تلاوت او د هغوی په غلط تعبیر او تحریف سره یې د اسیر د غاړې پرې کولو فتوا صادروله او د نړۍ د سترګو پر وړاندې یې د هغه غاړه پرې کوله.
د مالي او اقتصادي جوړښت له نظره هم، دې ډلې نوي رواجونه غوره کړل، د دودیزو شبکو پر خلاف چې معمولاً په بهرنیو مرستو پورې تړلي وو، داعش د بانکونو په لوټولو، د تیلو په پلورلو، د مالیاتو په اخیستلو او د لرغونو آثارو په قاچاق کولو سره د یوه نوي اقتصادي نظام په جوړولو سره د افراطي ډلو لپاره د مالي تمویل یوه نوې نمونه وړاندې کړه، دې تګلارې او اقتصادي نظام د داعش ډلې لپاره دا زمینه برابره کړه چې له بهرنیو ملاتړ او مرستو پرته د یوې مودې لپاره دوام وکړي او خپلو تاوتریخوالو، وژنو او لوټمارۍ ته ادامه ورکړي.
بله ځانګړې ځانګړتیا، د بهرنیو ځواکونو بې سارې جذب وو، د راپورونو او آمارونو له مخې، له ۱۱۰ هېوادونو څخه له ۴۰ زرو زیاتو کسانو دې ډلې سره یوځای شوي وو، تاوتریخوالي او وژنو او لوټمارۍ ته دا ډله ییزه مهاجرت، یوه داسې پدیده وه چې په معاصر تاریخ کې یې ساری نه درلود، د ډاکټرانو او انجینرانو څخه نیولې تر پخوانیو مجرمینو پورې د دې خیالي او وهمي ځواکونو ترکیب، د بېلابېلو ټولنو د بېلابېلو قشرونو لپاره د دې ډلې څو اړخیزه جذابیت څرګندوي.
په هر صورت، همدا ځانګړې ځانګړتیاوې د دې ډلې د چټک سقوط لامل هم شوې، د داعشي خوارجو ډله په هماغه سرعت سره چې جوړه شوه او د اسلامي خلافت ادعا یې وکړه، په هماغه سرعت سره هم له منځه لاړه او تاریخ ته وسپارل شوه، د حکومتولۍ ادعا او د خلافت وهم دوی په نښه کړل او د دوی لړزانه او پېچلي اقتصادي سیسټم خپل زیانمنونکی حالت غوره کړ.
په پای کې، داعش ډله نه د یوه باثباته دولت په توګه، بلکې په تاریخ کې د سازمان شوي افراطیت د یوې بې سارې نمونې په توګه ثبت شوه چې د تحلیلګرانو او سیاستوالو لپاره یې ډېر درسونه درلودل.