أحمد بن علي القلقشندي رحمه الله ليكي:
أَمَّا الْخِلَافَةُ فَهِيَ فِي الْأَصْلِ مَصْدَرُ: (خَلَفَ) يُقَالُ: خَلَفَهُ فِي قَوْمِهِ، يَخْلُقُهُ، خِلَافَةٌ، فَهُوَ خَلِيفَةٌ، وَمِنْهُ قَوْلُهُ تَعَالَى: وَقَالَ مُوسَى لِأَخِيهِ هَرُونَ أَخْلُفْنِي فِي قَوْمِي ثُمَّ أُطلِقَ فِي الْعُرْفِ الْعَامَ عَلَى الزَّعَامَةِ الْعُظمى، وَهيَ الْوِلايَةُ الْعَامَّةُ عَلَى كَافَّةِ الْأُمَّةِ وَالْقِيَامُ بِأُمُوْرِهَا وَالنُّهُوْضُ بِأَعْبَائِهَا مَآثِرُ الإِنَافَةِ في مَعَالِمِ الْخِلَافَةِ الْفَضْلُ الْأَوَّلِ فِي مَعْنَى الْخِلَافَةِ: ٥١١)
ژباړه: خلافت په اصل لغت کې د (خَلَفَ، يَخْلُفُ) مصدر ده، ويل كيږي: خَلَفَهُ فِي قَوْمِهِ د هغه تر شا د هغه په قوم کې پاته شو، هغه پاته کس ته خليفه وايي، د الله تعالىٰ دا وينا له همدې معنىٰ اخستل شوې ده او موسىٰ عليه السلام خپل ورور هارون عليه السلام ته وويل: زما په قوم کې زما ځايناستی شه. بيا په عامه اصطلاح کې لویې مشرۍ ته وايي، لوى زعامت د ټول امت رياست، د هغوی د كارونو تدبير او د اجتماعي پيټو (درندو بارونو په غاړه اخیستلو ته ويل کيږي.
د خلافت شرائط او د خلیفه وظائف
ابن عابدين رحمه الله پدي اړه ليکي:
مطلب: شُرُوطِ الْإِمَامَةِ الْكُبْرَى: وَعَرَّفَهَا (الإمامة الكبرى) فِي الْمَقَاصِدِ: بِأَنَّهَا رِيَاسَةٌ عَامَّةٌ فِي الدَّيْنِ وَالدُّنْيَا خِلَافَةٌ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ … (وَنَصْبُهُ) …. (أَهَمُّ الْوَاجِبَاتِ، أَي مِنْ أَهَمَّهَا لِتَوَقُفِ كَثِيرٍ مِنْ الْوَاجِبَاتِ الشَّرْعِيَّةِ عَلَيْهِ، وَلِذَا قَالَ فِي الْعَقَائِدِ النَّسَفِيَّةِ وَالْمُسْلِمُونَ لَا بُدَّ لَهُمْ مِنْ إِمَامٍ، يَقُوْمُ بِتَنْفِيذِ أَحْكَامِهِمْ؛ وَإِقَامَةِ حُدُودِهِمْ، وَسَدَّ نُفُورِهِمْ وَتَجْهِيز جُيُوشِهِمْ وَأَخْذِ صَدَقَاتِهِمْ، وَقَهْرِ الْمُتَغَلَّبَةِ وَالْمُتَلَصِّصَةِ وَقُطَّاعِ الطَّرِيقِ، وَإِقَامَةِ الجُمَعِ وَالْأَعْيَادِ، وَقَبُوْلِ الشَّهَادَاتِ الْقَائِمَةِ عَلَى الْحُقوقِ وَتَزويج الصِّغَارِ وَالصَّغَائِرِ الَّذِينَ لَا أَوْلِيَاءَ لَهُمْ وَقِسْمَةِ الْغَنَائِمِ انْتَقَى رَدُّ الْمُحْتَارِ عَلَى الدر الْمُخْتَارِ: ٥٤٨١١)
ژباړه: دا مطلب د لوى إمامت (خلافت) د شرطونو د بيان لپاره ده: لوی امامت يې په مقاصد كې داسې تعريف کړی: د نبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ په نيابت كې د ديني او دنيوي كارونو عامي مشري ته خلافت وايي او إمام درول (د مسلمانانو لپاره) له أهمو واجباتو څخه ده، ځکه ډير شرعي واجبات تر إمامت پورې تړلي دي، له همدغې وجې يې په عقائد نَسَفِيّة كې ويلي: د مسلمانانو لپاره يو داسې أمير ضرور ده، چې شرعي فيصلې پكې عملي كړي، حدود جاري کړي، سرحدونه وساتي، لښكري برابرې کړي، د مسلمانانو زکاتونه را غونډ كړي، زور واکان، غله او ډاکوان وځپي، د جمعي او اخترونو لمنځونه په ځای كړي، په حقوقو کې ګواهۍ قبولي کړي، بې سرپرسته ماشومانو ته نكاح وكړي او غنیمتونه تقسيم كړي.