د إسلامي امت د يو موتي كيدو يواځينۍ لاره يو أمير ده، که مسلمانان يو مسلّط أمير ولري ټول مسلمه أمّت به سره يو وي او كه أمير نه وي يا ډير شي خامخا به مسلمان ډلي ډلي او شيندلي وي؛ ځکه په اسلام کې د يو أمير درول له ډيرو أهمو واجباتو څخه بلل شوي. نن سبا ځينو کسانو د أمير په هکله ځیني پوښتني او شبهي ځان ته بهاني گرځولي او له إسلامي إمارت څخه مرور اوبيل شوي دي، نو ځکه مو د دغي رسالي په شروع کي د إمارت أهميت، شرعي حكم، او د شرعي أمير د شرائطو بيان
مناسب وبلل.
په اسلام کې د امارت اهمیت
په اسلامي شريعت كي ،خلافت إمارت، او إمامة العظمى دري واړه مترادف اصطلاحات دي، یوازي په لغوي تعريف کې یو تر بله فرق لري، په نور ټولو خبرو کې سره يو شان دي.
دلته به أول د إمارت او خلافت اصطلاحي تعريف وكړو، او بيا به د آياتونو، أحاديثو، د صحابو کرامو د کړو وړو او د فقهاؤ د اقوالو په ضمن کې د خلافت، او إمارت أهميت بيان كړو:
د امارت اصطلاحی تعریف
تفتازاني رَحِمَهُ الله په شرح المقاصد كې ليکي: هِيَ رِيَاسَةُ عَامَّةٌ فِي الدِّينِ وَالدُّنْيَا خِلَافَةٌ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ. (د ابن عابدين حاشية) ژباړه: د رسُول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ په نیابت کې د خلکو د دين او دنيا عامي مشرتابه ته خلافت (إمارت) وايي.
د ځمکي په مخ د انسان ژوند د نورو حيواناتو د ژوندانه په څير نه دی، نور حيوانات له تكويني غير اختياري تسبيح او تحلیل نه پرته په اختياري تشريع او أحكامو مكلف ندي، بلكي د ژوندانه أصلي هدف يې تغذي، توالد، تناسل، او تكاثر دى.
خو البته إنسان له تكويني أمر سره سره د ژوند په ټولو برخو کې په تشريعي أوامرو هم مكلف دى، له همدي وجي الله تعالى إنسان ته په ځمکه کې د خليفه
حیثیت ورکړی دی الله تعالی فرمایي: وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَكَةِ إِنِّي ژباړه او ياد كړه كله چي ستا ربّ ملائكو ته جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُوا وويل: يقينا زه په ځمکه کي خليفه پيدا کوونکی أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا يم. ملائكو وويل: آيا داسي کس پكي پيدا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ كوي چه فساد به پكي كوي، او ويني به تويوي، بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنّى حال دا چي مونږ ستا تسبيح له ثنا سره وايو، او أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ) [البقرة: تاته د پاكي نسبت كوو. (الله) وويل: يقينا زه په
هغه څه پوهیږم چه تاسي پري نه پوهېږی. خلیفه نائب او قائم مقام ته وايې آدم عَلَيْهِ السَّلَامُ او د هغه بچيانو ته د، خليفه ويلو دوه وجهي بيان شوي دي
اوله وجه ابتداء په ځمکه کې پیریان اوسیدل، کله چې هغوی فتنه او فساد وكړ، نو الله تعالى د ملائکو په ذريعه غرونو دشتو او ځنگلونو ته وشړل، او په ځمکه کې انسانان د جنياتو قائم مقام او نائبين شول؛ نو ځکه ورته خلیفه گان وايي، دا وجه له عبد الله بن عباس رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا نه منقول ده.
دویمه وجه آدم عَلَيْهِ السَّلَامُ د بندگانو ترمنځ د إلهي أحكامو په تنفيذ كې د الله تعالى نائب او قائم مقام دى. إمام الرازي رَحِمَهُ اللهُ خپل تفسير مفاتيح
الغيب کي پدي اړه لیکي: إِنَّمَا سَمَّاهُ اللهُ خَلِيفَةً لِأَنَّهُ يَخْلُفُ الله في الحُكْمِ بَيْنَ الْمُكَلَّفِيْنَ مِنْ خَلْقِهِ، وَهُوَ الْمَرْوِيُّ عَنِ ابْنِ مَسْعُوْدٍ، وَابْنِ عَبَّاسِ وَالسُّدِي وَهُذَا الرأي مُتَأكِدُ بِقَوْلَةةَ: يَندَاوُردُ إِنَّا جَعَلْنَكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ الله (ص: ٢٦]
ژباړه او يقينا الله آدم په خليفه باندي مُسمّى کړ؛ ځکه چې د بندگانو ترمنځ د ﷲ تعالیٰ د فيصلو نائب دی، دا وجه له ابن مسعود ابن عباس او السُّدِي څخه منقول ده، دا رأيه يدي آيت باندي مضبوطېږي: اى داؤده يقينًا مونږ ته په ځمکه کې خلیفه گرځولی يي؛ نو د خلکو تر منځ په حقه فيصلي کوه، او د خواهشاتو پيروي مه کوه، خواهشات به دي د الله له لياري بي لاري کړي. لدغه آيت نه ښکاره معلومېږي چې نبي په ځمکه کې د الله تعالى خليفه او نائب وي، تر څو د حق د دين مطابق فيصلي وكړي.
دا حدیث شریف هم د دويمي معنى تاييد کوي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمْ الْأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيُّ خَلَفَهُ نَي وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْتُرُونَ قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: فُوا بِبَيْعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ، أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ، فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ (مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ)
:ژباړه له أبو هريرة رَضِيَ اللهُ عَنْهُ نه روايت ده، هغه ويلي: رسُول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي: أنبياؤ به د بني إسرائلو کارونه تنظيمول، هر کله چې به يو نبي مړ شو نو بل به يې نائب شو، او يقينًا له ما وروسته أنبیاء نشته، او ژر ده خلیفه گان به وي او ډېریږي به صحابه وو وویل: نو (د ډيرو أميرانو په اړه) تاسو مونږ ته څه أمر كوئ؟ رسُول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وفرمايل: تر ټولو د أوّل أوّل خلیفه په بيعت وفاء وكړئ، د هغو حق ورکړئ، الله به له دوی نه د دوی د رعیت پوښتنه وكړي.
حاصل
لدغه تفصیل نه معلومه شوه چې خلیفه گان د شريعت په تطبیق کې د أنبياو نائبين دي، لكه أنبياء عَلَيْهِمُ السَّلَامُ چي د الله تعالى نائبين وي. له دغه بیان څخه د خلافت إمارت او إمامت أهميت هم معلوم شو چې أصلا دا منصب يو إلهي أمانت دى او هغه دا چې: د الله تعالى په ځمکه د الله د بندگانو ترمنځ د إلهي أحكامو تطبيق ته إمارت، خلافت، او إمامت العظمى وايي.