د حوت لسمه وه چې د شاهي کوټ په غرونو کې د امریکا او متحدینو پر خلاف یې لومړنۍ معرکه وشوه، دا معرکه هغه وخت وه کله چې مغرورې امریکا پر ګران هېواد افغانستان یرغل وکړ، یو شرعي نظام یې ړنګ او په سختو وحشتونو یې لاس پورې کړ، دوی ځان ته بشر دوستان ویل، خو هغه وخت بشر د دوی له لاسه په وینو لت پت و او په زیاته بېوزلۍ کې یې ساه ور کوله.
هو، هغه مهال وېرونکې شېبې وې، مایوسي خپره وه، ماتې ګډه وه، د حق لښکر ټوټه ټوټه شو، مسلمانان مایوسه او د سخت راتلونکي په فکر کې و، خو دلته د الله ارادې نورې وې، دلته هغه مغروره امریکا او متحدین یې، چې د وږو لیوانو په څېر یې سترګې له هیڅ چا نه ډکېدې، حیران او سرګردان و.
ډېرې هڅې یې وکړې، خو آخر یې ګریوان د یوه چا لاس ته ورغی، دا ګریوان د شاهي کوټ په فاتحو غرونو کې د شاهي کوټ د ښامار، شهید قومندان ملا سیفالرحمن منصور په لاس کې شو، دلته الله مغروره نړۍ د غریب افغان ولس پر وړاندې وځپله او د ټول وخت سرټیټۍ ته یې محکومه کړه.
الله جل جلاله له افغان ولس څخه یو اتل را وباله او لومړی یې د هغه په لاس مغرور دښمن ته سخته سزا ورکړه، له همدې ځایه الله جل جلاله د دې معرکې له لارې د ټول افغانستان لپاره د بیا جهاد فکر خپور کړ، همدا و چې یوه سخته غزا پیل شوه.
مغروره نړۍ د څو زلمیو د تکبیرونو او توندو وارونو په وړاندې را ایساره شوه، د غرور له بامه دا اتلان دښمن پر ځمکه وویشتل او له سختې ماتې سره یې مخامخ کړ؛ کله چې مغرور دښمن پوه شو چې په روانه جګړه کې د ماتې پر لور روان دی، نو د مجاهدینو د وېروولو لپاره یې جګړې ته “اناګونډا ښامار” نوم ورکړ، خو دا هم د دښمن په ماتې تمامه شوه.
ځکه دلته جنګېدونکي زلمي یوازې پر الله باور درلود، د دوی زړونه له الهي عشق نه ډک و، او د حق دا کوچنی لښکر د شهادت په بیعت راپورته شوی و، د شاهي کوټ معرکې ورځ تر بلې زور اخیست او دښمن ته درنه تمامېده.
په دې جګړه کې د امریکایانو درنو مرګونو دښمن ته درنه ماتې ورکړه، هغوی په خورا سرټیټۍ اعتراف وکړ: “موږ له ویتنام وروسته له داسې سختې جګړې سره نه یو مخ شوي.”
دا خبر د شاهي کوټ په غرونو کې یواځې ستړو مجاهدینو ته نه، بلکې ټولو مسلمانانو ته نوې روحیه ورکړه، په ځانګړي ډول د دې معرکې ګډونوال مجاهدین لا قوي شول، او جګړې زور واخیست.
غزا دومره تنده وه او مغروره نړۍ دومره ضعیفه شوه، چې د هر افغان په رګونو کې وینه په جوش شوه؛ همدا و چې انتقامي بریدونه له دې معرکې وروسته دوام پیدا کړ، دښمن د غيور افغان ولس په وړاندې سا ورکوله، موټر بمونو یې زړونه وچول او زلمیو داسې قربانۍ ورکړې، چې د انسانانو له فکرونو لوړې وې.
دې غزا دوه لسیزې ونیولې، خو مغروره نړۍ ورو ورو له زور وغورځېده او آخر هم د شاهي کوټ په جګړه کې ټوټه ټوټه شوې نړۍ دې ته مجبوره شوه، چې خپله ماتې ومني او په دوحه کې مذاکراتو ته کښېني، خو لله الحمد، طالبانو دا ذلیل دښمن ته یواځې د جګړې نه، بلکې د سیاست په ډګر کې هم داسې ماتې ورکړه، چې له پوره ذلت سره یې کډې بار کړې، او پاتې ټول وسایط یې د مجاهدینو غنیمت شول.
هو، د شاهي کوټ دا اتل، د جهاد بنسټګر، شهید قومندان ملا سیفالرحمن منصور هم په همدې اتلولۍ معرکه کې د بزدله دښمن له لوري شهید شو، دا ستر او د انتقامي جهاد لومړی شهید و، اللهم تقبل شهادته!