د حماس غورځنګ؛ د خوارجو له تکفیر څخه د حماسو تر زېږېدو!

ابواسامه خراساني

#image_title

په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې، داعش خوارجو د خپلو پخوانیو غړو څخه یو تن د مصر په سیناء دښته کې، په دې تور اعدام کړ، چې د حماس مجاهدینو ته یې وسله لېږله او په دې توګه یې د صهیونیستي رژیم د دښمنانو په وړاندې خپله کرکه ښکاره کړه.

ناپوهه خوارجو، د دیني مسائلو د ناپوهۍ او تنګ‌نظرتوب له امله، د حماس جهادي غورځنګ په بې‌اساسه تورونو تورن کړ او د خپلو باطلو دلایلو په وسیله یې دا غورځنګ له اسلام څخه لرې وباله او تکفیر یې کړ.

په هغه وخت کې له صهيونيستي رژيم سره د حماس د مجاهدینو نه جګړه، د خوارجو له لوري د هغوی د تکفير له لويو دلايلو څخه وه، ځکه چې داعش ادعا کوله چې حماس د کفري نړۍ سره همکار دی او د فلسطین د اشغال په برخه کې له صهيونيستي رژيم سره مرسته کوي.

په ۷م د اکتوبر د طوفان‌الاقصی جګړې پیل، لکه څومره چې د اشغال شوو ښارګوټو اوسیدونکي حیران کړل؛ په لوړه کچه یې د خوارجو ګمراه پیروان هم ګوته په غاښ پاتې کړل، ځکه دوی حتی دا فکر هم نه‌کاوه چې یوه ورځ به د حماس غورځنګ د صهیونستي رژیم پر وړاندې مرګوني بریدونه پیل کړي او د دوو میلیارده مسلمانانو د مقدساتو د دفاع لپاره به ودریږي.

د خوارجو ګمراهتوب تر دې حده زیات و، چې د ٧م اکتوبر له جګړې وروسته یې هم خپل ناروا تورونه غلط ونه‌ بلل او له خپل باطل موقف څخه یې شاتګ ونه کړ؛ د دوی بې‌ بنسټه دلایلو او تورونو یوازې نمایشي بڼه درلوده، ځکه اوس د دې منفورې ډلې څخه نقاب لرې شوی او ماهیت یې ټولو ته څرګند شوی دی.

د حماس غورځنګ د صهیونيستي رژیم په وړاندې د اساسي پلانونو په درلودلو سره د دې توان پیدا کړ؛ چې له هغې کچې زیات مقاومت وکړي، چې د کفر نړۍ یې تمه لرله او بلاخره یې دغه رژیم د تدریجي مرګ سره مخ کړ.

اوس له هغه ظالمانه بريدونو او د صهيونيستانو د نسل‌وژنې څخه څه باندې يو کال تېرېږي؛ خو بيا هم تر اوسه د خپلو بندیانو د خلاصون او د خپلو موخو په ترلاسه کولو نه دي توانېدلي، برعکس؛ د صهیونیستي رژیم وسله‌وال پوځونه د خپلو پرمختللو جګړه‌ییزو وسایلو سره هره ورځ د غزې په کړکېچ کې نور هم ډوبېږي.

د طوفان‌الاقصی جګړې بې‌ شمېره حماسې وزېږولې، له هغه ورځې وروسته نه یوازې اسلامي امت، بلکې د کفر نړۍ هم د قسامیانو پر ایمان او زړورتیا شاهدي ورکړه.

د دوی استقامت د دې امت د ځوانانو او تنکیو ځوانانو لپاره یوه نمونه وګرځېده، د دوی د مشرانو شهادت د ټولو لپاره د ویاړ کیسه شوه، د ټولو ازادي غوښتونکو لپاره سرمشق وګرځېد او د تاریخ په پاڼو کې د تل لپاره ثبت شو.

هو! د حماس غورځنګ، هغه مخلص مجاهدین او د حق رښتیني جنګیالي الله متعال جل جلاله عزتمن کړل او د دوی تکفیر کوونکي یعنی ګمراه خوارج یې ذلیله او خوار کړل، لله الحمد اوس ټولو ته ښکاره شوې چې څوک د صهیونيستانو اجیر او څوک یې دُښمن دی.

عاصم جلال
Exit mobile version