د ويښ ضمیر، سپېڅلې عقیدې او نبوي اخلاقو نمونه؛ شهید، سعید حافظ نعمت الله (نېکمل ) د مستري صاحب سید غلام زوی په ۱۳۷۴ هـ. ش کال د وردګو ولایت، د سیداباد ولسوالۍ، د شنيز شهید پرورې درې، د ملي خېلو د کلي په یوه جهاد پاله، دینداره او پتمنه کورنۍ کې، دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.
لومړۍ دیني زده کړې یې، په خپل کلي کې د مسجد له امام څخه وکړې، له کوچنیوالي څخه د لمانځه، جماعت او عبادت ډېر پاپند و، په ډېر کم عمر کې مدرسې ته لاړ او د قران عظیم الشان په حفظ یې پیل وکړ، دا چې ربّ العباد ددې ستر مقام ورسره کړي و، ډېر ژر یې په ۱۳۹۱ هـ ش کال کې د قران عظیم الشان د حفظ ویاړ ترلاسه کړ.
د حفظ ترڅنګ یې خپلو دیني زده کړو ته دوام ورکړ، خپل ټول عمر یې په یوه معصوم، پاک او سپېڅلي محیط (مدرسه) کې تېر کړ، چېرته چې د الله ﷻ قانون تدریس او پر نړۍ یې د اِقامې، او د نفاذ په پار ځوان قشر روزل کیږي.
دا چې هېواد د کُفري اشغال تر والکې لاندې و، د اُمت مسلمه د بې لارۍ په پار پلانونه پلان کېدل او د طاغوت په لور رهبري کېدل.
نېکمل هم د ځوانۍ مرحلې په درشل کرار، کرار قدم اېښوده، د دوی وحشي کړنې یې څارلې، نور یې د صبر کاسه ډکه شوې او تم کېدل ورته د اُمت مسلمه پر لمن تور داغ ښکارېده، همدا و چې د طاغوت پر وړاندې یې له مدرسې څخه په پټه توګه جهاد پیل کړ.
شهید نیکمل تقبله الله یو با استعداده، زړور او با تجربه مجاهد وو. د زیات صبر او استقامت له وجهې په ملگرو کې شهرت درلود.
د جهادي ژوند په دوران کې یې په زیات شمېر چاپو، بمبارونو، کمینونو او تعروضونو کې شرکت درلود، ښه په مېړانه یې سنګر وپاله.
یو ځل سخت ټپي شو، د یوسف خېلو زوړ کلی، چې د تېر شل کلن اشغال په اوږدو کې یې اوسیدونکي له کورونو څخه کډه شوي وو.
کورونه ړنګ دروازې ماتې هرې خواته د لگیدلو مرمیو نښې له ورایه ښکاریدلې.
په د کلي کې د سرک غاړې ته په یو کور کې د اجیرو ځواکونو پوسته پرته وه، موږ په یاده پوسته باندې د لایزر په واسیطه عملیات کول. عملیات خوندور تر سره شول شپې خطرناکې وې، یو خوا د ژمي موسم و، واوره وریدلې وه، سخت یخ و او بل خوا د چاپې جهاز، ډرون او همدا رنگه نورو خطرونو د پیښیدو ویره وه، غوښتل مو هسی زر له ساحې څخه ووزو، موږ د راوتلو په حال کې وو،
د یو ړنگ کور په مابین کې د دمې(استراحت) لپاره کښیناستلو نیکمل او دوه نور ملگري د کور په یوه دوربچه کې ور ولاړ وو، تر څو د جنگ اوضاع وگوري، زه د دوی شاته ناست وم، چې یو کړسنده غږ مې تر غوږو شو او د الله اکبر ناره مې واورېدله، گورم چې یو کس شاته را ولوېد ورمنډه مې کړه، ماویل کوم یو دی! یو ملگري غږ وکړ، نیکمل دی. هلئ پورته کړئ! را اوچت مو کړ، تر یو ځایه ما په شاکړی و، یو جومات ته ورسېدو شپه تیاره وه، د جومات برق مو روښانه کړ، سترګې يې راواړولې، ویل یې: مرگو لکه چې تنها پاتې شوئ!!!
لږ وروسته د صحي څانگې مسولین ملگري هم را ورسېدل چون زخم یې د سینې په ښي طرف کې و، وینه یې ټوله داخل ته تلله، د عاجلې تدادوۍ لپاره مو د تنگي د شفاخانې په طرف حرکت وکړ، د اونخي د غره( غاښي) لاره بنده وه، مجبور وو؛ چې د جغتو په لاره ولاړ شو.
لاره اوږده وه، څو ځله بیهوشي پرې راغله روغتون ته نیږدې وو بیا په هوش کې راغی، له حسرته ډکې سترگې یې را واړولې، په غریو نیولي غږ یې ویل: هغه مور به مې زٙرٙه ترکه شي!!! دا یی هغه پتمنه *مور* یادوله چا چې یو بل د نښتر په څېر زوی د الله ج دین ته قرباني کړی و، له د خبرې وروسته بیا بې هوشه شو، دا مهال روغتون ته رسیدلي وو.
داکتران راغلل عملیات خانې ته یې د ننه کړ. د الله ج په نصرت سره یې عملیات کامیاب شو او له یو څه وخت بستر وروسته نیکمل روغ رمټ بیا گرمو سنگرنو ته راستون شو او د پخوا په نسبت څو چنده یې په پیاوړې ارادې او قوي عزم سره مبارزه پیل کړه.
په زخمي حالت کې يې موږ ته د روژې په میاشت کې، د قرآن کريم ختم راکاوه، کله، کله به يې زخمونو داسې درد ورته کاوه، چې د جماعت ورکولو په حالت کې به یې غږ، خپ ( ټیټ) شو چې سم به نه اورېدل کېده.
د جهاد د لارې ستونزې او کړاوونه یې په سړه سینه زغمل، تر هغه پورې چې په افغانستان باندې اسلامي نظام قایم شو، اولس د آرام سا واخیسته، خو شهید نیکمل تقبله الله له لیندۍ څخه د وتلي غشي په څېر د بیا را گرځېدو تمایل نه درلود، د اسلامي نظام په نظامي تشکیلاتو کې د لسم ریاست په عملیاتی قطعه کې د یوه گروپ مسولیت ورکړل شو، خو شهید نیکمل تقبله الله د یو سرسپارلي سپاهي په صفت د الله عزوجل د دین د دښمنانو او خوارجو په ځپلو پسې مخه کړه، په ډېره کم وخت کې یې په خورا زیاتو عملیاتو کې برخه وا خیسته او زیات شمېر خوارج یې مردار او د خپل عمل په سزا ورسول.
او د وروستي ځل عملیاتو قیصه یې یو ملگري داسې کوله:
کله چې داعش خوارجو (کلاب نار) یو تنکی مجاهد شهید مصباح جان په ډېر ظلم او وحشت په شهادت ورسولو او بیا یې ویډیو په انترنیت خپره کړه، تر څو د مجاهدینو په منځ کې ویره خپره کړي، نو د اسلامي امارت ځیرکو استخبارتو د کشفي راپورونو په اساس د دغه پلیتې ډلې تعقیب شروع کړ، لومړی یې د مزار شریف په ښار کې پرې چاپه وه وهله، په کور ( پټنځای ) کې موجود خوارج یې د جهنم کندې ته ټیل وهل، ځینو چې له نورو ولایتونو څخه یې رابطې ورسره کولې،هغوی هم تر تعقیب لاندې وو.
نو په همدې اساس زمونږ قطعې هم د مزار شریف په طرف حرکت وکړ، د ټولو ملګرو په زړونو کې د انتقام جزبې په څپو وې، په مزار شریف کې د یوې ورځې لپاره پاتې شوو، لامو دمه نه وه جوړه شوې، چې له مرکز څخه یې خبر را کړ، چې د بغلان ولایت په طرف حرکت وکړئ! هلته د دواعشو خوارجو ځاله کشف شوې او عملیات پرې روان دي، په بیړه مو حرکت وکړ، په ډیر کم وخت کې مو ځانونه بغلان ولایت ته ورسول، کله چې د جنګ سهنې ته ور ورسیدو خوارج تر کلکې محاصرې لاندې و. له مونږ څخه یې د فدایانو ملګرو غوښتنه وکړه، ترڅو د خوارجو کور ته بوشکې( ماینونه) یوسي، هلته انفجار ورکړي او موانع له منځه یوسي، شهید نیکمل تقبله الله او دوه نور ملګري تیار شول، بوشکې یې واخیستې، کور ته یې انفجار ورکړ او کور ونړیده، یو څه حصه یې جوړه پاتې شوه او له هغه څخه یې مقاومت شروع کړ.
شهید نیکمل تقبله الله خپل ځای ته راغی او راکټ یې ورسره واخیست او په هغه ځای یې فیر وکړ، هغه ځای په دوړو کې پټ شو، نیکمل او ورسره دوه نور ملګري هغه ځای ته مخامخ ولاړ وو، له هغه ځای څخه یی ليدلي او په نښه کړي وو، یوه خونړۍ زربه یې پرې را وکړه، په دې زربې سره دری واړه ګلان په خړو خاورو کې را پرېوتل.
له کلونو ستړې مبارزې وروسته د ۱۴۴۳ هجري کال د ذولحجې مياشتې په ۲۴ نېټه چې د ۱۴۰۱ هـ ش کال د اسد مياشتې له ۲ سره برابره ده، د بغلان ولايت پلخمري ښار کې د داعشي خوارجو په يو پټنځای د علمیاتو په جريان کې له ۳ تنه ملګرو سره يو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
نحسبهه کذالک والله حسیبه
شهیده کوژده.
شهید نیکمل په داسې یوه ورځ خپل روح بادار ته سپاري چې کورنۍ يې د کوژدې لپاره او خالق ذات جل جلاله ورته د شهادت لپاره انتخاب کړې وه، د ده د شهادت د خبر په هکله يې ورور داسې کيسه کوي: ماسپښین و د لمر وړانگو وزرې ټولولې، په کور کې مو که څه هم د مشر شهید شوي ورور غم او خپگان موجود و، خو د نوې ښادۍ لپاره مو نهایت زیاته خوښي څرگنده وه، ټولې خویندې مو کور ته راغلې وې همدې ته انتظار وو چې لاړشو د دوو پاکو زړونو تړون لاسلیک کړو، ځوانيمرگ نیکمل ته دسمال راوړو، موبایل مې له جيب څخه را واخيست او د نیکمل نمبر مې ډايل کړ، له ځنډ وروسته يې ملگري ځواب راکړ، چې نيکمل ویده دی ما ټینگار وکړ، چې باید خبرې ورسره وکړم، له ځنډ وروسته یې په ورخطاء غږ راته وویل: نیکمل شهید شو.
نه پوهیږم چې دا صحنه به په ما څه ډول تېره شوې وي لاړم اودس مې وکړ، قرآنکریم مې را واخیست او تلاوت مې شروع کړ، د مور پلار کورنۍ لپاره مې د جميل صبر دعاگانې وکړې، وجود مې لړزه کوله، بڼه مې الوتې وه، حركات مې له واکه ووتل، د کور غړي روان و د یو شهید شوي ځوانیمرگ ځوان د کوژدې دسمال يې راوړلو، ما د زړه د ناروغۍ بهانه وکړه، چې زړه مې درد کوي تاسو لږ صبر وکړئ، شېبه نه وه تېره شوې، چې د چورلکې غږ شو، ناڅاپه د کور په انگړ را کوزه شوه او د شهید نیکمل جنازه یې را ښکته کړه، هغه صحنه چې وروسته له دې زمونږ په کور کې په مور، پلار او خویندو تېره شوه، زه یې نشم تعبیرولی داسې ماتم جوړ شو، چې دې کړيکو او ساندو انگازې آسمانونو ته پورته شوې.