پنجشنبه د جدي یا مرغومي ۶مه ده، د افغانستان په تاریخ کې دا کرغېړنه نېټه به حتما د هېوادوالو په یاد پاتې وي؛ ځکه دا هغه ورځ ده چې پر ګران هېواد افغانستان د وخت د ظالم او متکبر کفري زبر ځواک (شوري اتحاد) یرغل وکړ، دلته یې د میلیونونو افغانانو هیلې مړاوې کړې، په زرګونو میندې، خویندې او مېرمنې بورې، کونډې او بې وروره شوې او زیات شمېر ماشومان بې سرپرسته شول.
پر افغانستان د شوروي نظامیانو یرغل داسې مهال وشو چې افغانانو تازه د آرام ساه اخیسته، د راتلونکي آرام او سوکاله ژوند خوبونه یې لیدل او د غربت او بېوزلۍ سره سره یې له ژوند خوند اخیست؛ خو پر هېواد د سرو لښکرو یرغل د افغانانو دغه هیلې له خاورو سره خاورې کړې.
روسانو او متحدینو یې پر افغانستان د یرغل موخه له ډېر مخکې درلوده، پر افغانستان د وخت د شوروي اتحاد د یرغل لاملونه به ډېر وي، خو له دې ډلې یې د افغانستان له مجاهد او غیور مسلمان ملت سره د روسي کفري نظامیانو دښمني، د افغانستان ستراتیژیک موقعیت، په افغانستان کې د روسیې اقتصادي ګټې، افغانستان کې سیاسي موخې مهم موارد بلل کېدای شي.
روسانو خپلې دې شومې موخې ته د رسېدو لپاره له یرغل مخکې افغانستان کې سیاسي مداخلې پیل کړې، دلته یې د خپل اجیر او غلام حکومت د جوړېدو هڅې وکړې او بالآخره یې د ۱۳۵۷ هجري شمسي کال د غويي په اومه د داخلي کمونېستانو (خلق دموکراتیک ګوند) پر مټ د افغانستان د هغه وخت نظام چې مشري یې سردارمحمد داؤدخان کوله وپرځاوه، خلقیانو پر سردار محمد داودخان کودتاه وکړه او نوموړی یې د کورنۍ له یو شمېر غړو سره یو ځای په ارګ کې وواژه، روسانو خپله عملاً د ۱۳۵۸ هجري شمسي کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ.
روسانو پر افغانستان د یرغل پر مهال د خپلو داخلي مزدورانو (خلقیانو او پرچمیانو) پر مټ افغانستان کې دومره ظلم او زیاتی وکړ چې د افغانستان په تاریخ کې د تورې دورې لقب ورکولای شو، دوی افغانستان کې شاوخوا دوه میلیون بې ګناه افغانان په شهادت ورسول، میلیونونه نور یې معلول او ټپیان او څو میلیون کسان یې مهاجرت ته اړ کړل.
د وخت د شوروي اتحاد نظامیانو د نورو زبرځواک کفري هېوادونو په څېر فکر کاوه چې افغانستان کې به د خپل قدرت، ټکنالوژۍ، ځاني، مالي مصارفو او خپلو محدودو مزدورانو په مرسته پایدار حاکمیت ترلاسه کړي، افغانستان به د تل لپاره خپله مستعمره جوړه کړي او له دې ځایه به د منځنۍ اسیا هېوادونو کې خپل رول لا ډېر کړي، خو الحمدلله د افغانستان مجاهد او غیور ملت پر الله تعالی توکل وکړ او په تقریباً نشت امکاناتو یې د دوی پر وړاندې وسله وال جهاد پیل کړ.
افغان غیور ملت په دې جهادي مبارزه کې بې درېغه قربانۍ ورکړې او دومره ستونزې یې وګاللې چې حتی د اسلام د مبارک دین په اساس جوړې مفکورې له امله به د شوروي نظامیانو او داخلي مزدورانو (خلق او پرچم) له خوا ژوندي ورک شول، چې د ډېرو هغو افغانانو لاهم یوازې نوم پاتې دی، د ژوند یا شهادت په اړه یې هېچا ته معلومات نه کېږي.
خو افغانانو د تل په څېر بیا هم خپله جهادي روحیه ژوندۍ وساتله او د شوروي یرغلګرو پر وړاندې مبارزه کې یې هېڅ ډول سستي یا غفلت ونه کړ؛ بلکې په خپل سر، مال او کورنۍ یې د دین او وطن د دفاع لپاره مبارزه وکړه، له کلونو مبارزې او ستونزو ګاللو وروسته الله تعالی د مظلومو افغانانو قربانۍ قبولې او د دوی په لاس یې د وخت متکبر کفري ځواک داسې شرمېدلی مات کړ چې تاریخ یې یاد ساتي.
الله تعالی شوروي اتحاد دلته داسې مات کړ چې له هغې وروسته یې ان نوم شوروي اتحاد پاتې نشو؛ بلکې دغه اتحاد د تل لپاره وپاشل شو، الله تعالی دې د د دین او وطن د دښمنانو پر وړاندې د افغانانو هر ډول قربانۍ قبولې او دغه غیور ملت دې د تل لپاره آزاد، خپلواک، سرلوړی او یو موټی وساتي.