د اسلامي نظام د سپین توغ تر سیوري لاندې دا نوی او تازه دمى افغانستان، چې د خپلواکۍ او د مسلمه امت د مرکزیت نوې ساه اخلي، د معاصر تاریخ په اوږدو کې د یرغلونو، اشغالونو او فکري جګړو ډیر تریخ فصلونه تجربه کړي دي، چې یو یې د شوروي او متحدینو لخوا د جدی شپږمې یرغل و.
د جدی شپږمه یوازې د یوه پوځي یرغل پیل نه و؛ بلکې د یوې نړیوالې باطلې ایدیالوژۍ (کمونیزم) څرګند تحمیل و، چې وروستۍ شل کلنه دوره (امریکایي اشغال) هم د ورته، خو د نوې بڼې اشغال، نرم، فرهنګي او سیاسي یرغل څرګند مثال و.
دا مقاله د همدې تجربو پر بنسټ له اشغالونو او یرغلونو څخه وروسته افغانستان تحلیلوي او د علماوو پر مرکزي رول رڼا اچوي:
اشغال یوازې نظامي پدیده نه ده
تاریخي تجربو ثابته کړې ده، چې اشغال یوازې د ټانګ، طیارې، ټوپک او پوځ نوم ندی؛ بلکې د یو ملت د سم فکر، عقیدې، کلتور، عنعناتو او هویت د له منځه وړلو ترکیبي جګړه ده. د جدي په شپږمه شوروي یرغل کمونیزم راوړ او وروستي اشغال لیبراليزم، سیکولریزم او مصرفي فرهنګ راوړ او دغو دواړو یرغلونو کامله هڅه کوله چې:
١- د افغانانو د ایمان ریښې کمزورې کړي.
٢- د خپلواکۍ او مبارزې اراده یې ماته کړي.
٣- د خپلواک فکر پر ځای غلام ذهنونه وروزي.
نو ځکه ویلی شو، چې د اشغال پای هم یوازې د پرديو پوځونو وتل ندي؛ بلکې د پوځیانو له وتلو وروسته، د افکارو او ارزښتونو په ډګر کې تر ټولو لویه جګړه پیلېږي.
د «ډانګ او ټانګ» فلسفه؛ د ایمان برلاسي
د ترکي د وخت د «ډانګ او ټانګ» فلسفه، چې د افغان غیور ملت د زرین تاریخ یوه زرینه کیسه ده، یوازې حماسي خاطره نده؛ بلکې د اسلامي مبارزې یو ژور اصل دی، چې ډانګ که څه هم د کمزوري وسیلې نښه ده؛ خو مګر له ډانګ سره مل توکل محض د نه ماتېدونکي ځواک نښه ده.
دا فلسفه دا حقیقت ثابتوي، چې د جګړې نتیجه د وسلې په وزن نه؛ بلکې د عقیدې په قوت ټاکل کېږي او دا تجربه د شورويانو په وړاندې او بیا د ناټو پر وړاندې ښه تکرار شوه او دا هم ثابته شوه چې اشغال هغه وخت ماتیږي، چې ولس یې له مشروعیت وباسي او دا کار یوازې د ایمان او حق په غوښتنه کیدلی شي.
د ازادۍ وروسته تر ټولو خطرناک پړاو
کله چې د یرغلګرو ټانګونه وځي او نظریات یې پاتې کیږي. کله چې اشغالونه پای ته رسېږي، خو فرهنګي نفوذ یې همداسې ژوندی وي؛ نو دا بیا د یو ملت لپاره تر ټولو خطرناک پړاو وي. په همدې مرحله کې:
١- انتقام د عدالت ځای نیسي.
٢- داخلي اختلاف د بهرني دښمن ځای نیسي.
٣- خلک له ستړیا خپل ارزښتونه، په ارزانه پلوري.
نو ځکه ویلی شو، چې ازادي یوازې بریا نه ده؛ بلکې لوی امتحان هم دی.
د علماوو تاریخي مسؤلیتونه:
په اشغال ضد جګړو کې هر مجاهد مخکښ وي؛ خو ولې د اشغال وروسته مرحله کې عالم تر ټولو ستر مسؤلیت لري، چې په دغسې وخت کې بیا د علماوو اساسي دندې دا دي:
١- د زخمونو درملنه:
له اشغال وروسته د علماوو اساسي دنده یوازې د فزیکي زخمونو درملنه نده؛ بلکې فکري او روحي زخمونه تر نورو هغو ډیر د درملنې وړ وي؛ ځکه پدې وخت کې د جګړو له وحشته راوتلی ولس نرمو خبرو، حکمت او صبر ته اړتیا لري.
٢- د واک او ولس ترمنځ توازن:
عالم باید نه د واک غلام شي او نه د فتنې اور بلونکی. عالم باید د حق ناصح وي؛ نه د قدرت سیال.
٣- د تفرقې مخنیوی:
تاریخ ښيي، چې هر ځل افغانستان اول له دننه څخه کمزوری شوی او بیا دښمن ورباندې بریالی شوی؛ نو بناء علماء پدغسې مواردو کې باید د وحدت وروستی سنګر وي، نه داسې چې د خپل فردي فکر د تحمیل لپاره اجتماعي منبر کاروي او د خپل شخصي ذوق لپاره ټولیز سرحدات کراس کوي.
٤- د خپلواکۍ شرعي تعریف:
خپلواکي یوازې له بهرني اشغال څخه خلاصون ندی؛ بلکې خپلواکي دا ده، چې پرېکړه، قانون، فرهنګ او ارزښتونه د اسلام او ملي وجدان پر بنسټ وي او تر نورو ټولو طبقو علماء ډیر په دې برخه کې پوهیږي او مسئولیت هم ورته متوجه دی.
٥- که علما چوپ شي؛ تاریخ بیا تکرارېږي:
علماء کرام باید چوپ پاتې نشي، په هره موضوع کې باید اړونده مراجعو ته ورشي، ورسره ښه او علمي استدلال وکړي، د هغوی ملا ور وتړي، ولس او خلک اګاه وساتي؛ ځکه تاریخ ثابته کړې، چې کله علماء غلي شي؛ نو میدان جاهلانو ته پاتې کېږي، چې نصیحت پرېښودل شي؛ نو استبداد وزېږي او چې عدالت چوپ شي؛ فتنه غږېږي؛ نو د علماوو چوپتیا تر اشغال هم خطرناکه ده.
پايله:
الحمد لله د افغانستان د معاصر تاریخ اشغالونه او یرغلونه ښه په نره او میړانه مات شول؛ خو له دغو مبارزو، قربانیو او میړانو څخه یو درس باید واخیستل شي او هغه دا چي افغانستان هغه وخت یو رښتینی خپلواک او د نورو له شره په امان هیواد پاتې کېدلی شي، چې:
• د افغانانو په ذهن کې د ډانګ او ټانګ روحیه ژوندۍ وساتل شي.
• د ایمان او توکل فلسفه ژوندۍ پاتې شي.
• او علما د دې خاورې د زخمونو پټۍ وي، نه د نویو ټپونو سبب.
که چیرته دا درې واړه سره یو ځای شي؛ نو نور به بیا هیڅکله دا خاوره د هیچا د یرغل خوب نه شي (ان شآء الله العزیز) او دا کار تر نورو طبقو علماء کرام ښه کولی شي او دا یې ستر مسئولیت هم دی.










































